لنډه کیسه: د اوښکو ملګری - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
د اوښکو ملګریباران ورېده. سارا د کړکۍ تر څنګ ناسته وه، سترګې یې لمدې وې. ورور یې ورو ورنږدې شو: "ولې ژاړې؟ باران خو "څوک نه ژړوي.سارا ورو وویل: "دا باران نه دی… زما سترګې "ووري.ورور یې له جېبه دستمال راویست او د هغې اوښکې یې پرې وچې کړې.— ښه ده، زه به دا وساتم. که بیا غم درته مخه کړه، ورته وایو چې ت...
لنډه کیسه: بې‌سکونه چوپتیا - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:بې‌سکونه چوپتیا باران د کړکۍ ښیښه وټکوله. ډېوه د کړکۍ ترڅنګ ولاړه وه. چای‌یې په لاس کې یخ شوی و، خو کاته‌یې لا هم ګرم وو.د وره غنګا شوه، مور یې غلې کوټې ته راننوته:"لا هم هېڅ نه وایې؟ لورې، لږ وغږېږه، خبرې وکړه.ډېوې له یوې ترخې موسکا سره ورو وویل: "مورې... یو وخت به چوپتیا سکون راکاوه، خو ...
لنډه کیسه: نیمګړې مینه، نیمګړې کیسه - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
کیسه د شعر په بڼهنیمګړې مینه، نیمګړې کیسه هغه یې خوښېده،بې‌قید و شرطه، بې‌منته.ته وا، خپل ټول شتون یې د یوې نګاه، یوې خوږې موسکا او یو نري غږ لپاره وقف کړی و.خپله مینه ورته پوره ښکارېده،لکه هغه شعر، چې وزن او قافیه‌یې هېڅکله نه ماتېږي.خو ژوند…ژوند تل له نیمګړو کیسو سره ډېر عاشقانه چلند لري.هغوی د می...
لنډه کیسه: د وچو اوبو پر ژۍ - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:د وچو اوبو پر ژۍ لعل جان د کلي وروستی کس و چې لا هم زړه یې له خپل ټاټوبي نه شکېده. نور ټول کډه شوي وو. کوڅې له دوړو ډکې وې. د جومات ملا له دوو جمعو راهیسې نه و راغلی.څاه، چې د کلي د منځ سترګه وه، اوس یې کاته وچ وو. د ډبرو له منځه به نور یو څاڅکی هم نه راوت. ماشومان له تندې داسې ژړل لکه جل ...
لنډه کیسه: چای - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
لنډه کیسه:چای کله چې په سپوږمۍ کې د څوارلسمې څنډې اوسېدونکی شوم، هوا یې یخه وه خو همیشه یې بهار رایاداوه.یو کوچنی ماشین مې درلود، هره ورځ یې د ځمکې یوه خاطره چای ته اړوله.ما په پیاله کې چای ته کتل. ختونکی تاو یې د خپل کلي د ګرمې نانوایۍ وره ته ودرلم چې خلاصېدو سره یې، کلی د تازه ډوډۍ خوږ بوی په سر ا...
لنډه کیسه: خړ سیوری - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
خړ سیورید خندا غږ یې، په نري شمال کې، له شنو ونو هم خوږ و. غوټۍ نومېده. خلکو ویل، هغه د ښاپېریو له ټبره ده. کله چې به غوټۍ خپه وه، سپین بازان به یې پر بام کېناستل. خو غوټۍ به دا خبره نه منله: "زه بشر یم، خو زړه مې… زړه مې شاید له بلې نړۍ دی." غوټۍ په یو ځوان مئینه وه چې کله کله به یې دلته راپېښه کول...
لنډه کیسه: هنداره - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
کیسه‌ګۍ:هنداره په زړو توکو پسې روان هلک، د تنګې کوڅې پای ته رسېده.په کراره کراره یې قدمونه اخیستل. پښې یې لوڅې وې، وېرېده چې پر څه و نه لګېږي.هر څو ګامه وروسته، پر اوږه یې درنه بوجۍ سموله.د نهیليو په توپان کې، د یو زوړ، درز شوي دیوال ترڅنګ ودرېد.پر مخامخ دېوال لګېدلې هندارې یې نظر خپل کړ.هنداره کې ی...
لنډه کیسه: ورک ماشومتوب - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
ورک ماشومتوبجلکۍ، له جبري کډې کولو، کلونه وروسته، راګرځېدلې وه. لاس یې پر زنګ خوړلې بټنه کېښوده، خو نه د دې لپاره چې څوک ور پرانېزي، غوښتل یې د تېر وخت غږ واوري.ورو یې له ځانه سره وویل: " که لا هم دلته څوک وي، غږ به مې وپېژني؟"هغه ور چې یوه ورځ په شوق خلاصېده، اوس غلی و او تر شا یې له کلونو تر دوړو ...
لنډه کیسه: سوځېدلی خیال - تاریخ: 1405/5/31 ساعت: 13:06
کیسه‌ګۍسوځېدلی خیال ملابانګ راویښ شوم، کوټه کې هیڅوک نه وو. بسترې ته مې وکتل، زه هم نه وم. ښیښه کې، هېڅ انځور نه ښکارېده.د کور دروازې خلاصې راکتلې، خو نه څوک تلل او نه راتلل. کوټه تشه وه، حتی له ما.غږ مې وکړ، خو خپل غږ مې وانه ورېد. سیوری مې هم نه و، له لاسونو مې حس ختلی و. یوازې یم، خو یوازیتوب هم ...
داستان: مزاحمت - تاریخ: 1403/4/14 ساعت: 10:57
داستان کوتاه مزاحمتمثل همیشه، ذکیه جان امروز نیز با رد شدن از مقابل دفترم با تبسمی ملایمی گفت: سرمعلم صاحب اجازه مزاحمت است؟گفتم: بلی، مهربانی.با گفتن سلام و صبح بخیر با سرعت به صنف درسی اش رفت. من مصروف مطالعه نامه های صندوق شکایات مکتب شدم. اینبار هم تعداد نامه ها زیاد بود. شکایاتی که هر ماه به ار...
لنډه کیسه: عزت - تاریخ: 1403/4/14 ساعت: 10:57
لنډه کیسهعزتد ده بوري څلورلاري ته يې نږدې اندېښمنه ها خوا دېخوا وکتل او یو دم يې موټر له عمومي سرک نه اکسوس خپرنځي ته نږدې کوڅې ته تاو کړ. څو سورلیو پرې غږ وکړ: (( ولې داسې تاو شوې. چېرته مو بیایې؟))ډرېور ته زنګ راغی. موبایل يې غوږ ته کړ: ((ښه، ښه. کور ودان چې و دې ویل، سهي ده پل سرخ څخه نه د شورا س...
کیسه: مور - تاریخ: 1403/3/11 ساعت: 1:46
مور# د بغلان د سیلاب یو تصویرپه وجود خواره ګل مینه، په یوه هیبتناکه کړیکه، اخ زېور مې، د خپلې غېږې ماشوم خپل خاوند ته ورکړ او له کلا سره نږدې د روان سیلاب په لور روانه شوه. دوه درې ښځو راکلکه کړه، دوې ښځې چې تر هغې تکړه او قوي وې په ځمکه ولوېدې او درېيمه هغه شاته شوه. هغې پيڅې بډوهلې او په منډه شوه....
لنډه کیسه: غریو - تاریخ: 1403/2/20 ساعت: 11:05
غریولنډه کیسهد نیکه له غږ سره مینه په منډه حویلۍ ته ووته او په یوه ساه لګيا شوه:(( بابا! پلار جان کله راځي؟))هغه په غېږ کې را اوچته کړه: ((د بابا ښایستې ځان تیار کړه چې بازار ته ځو.))مینې د نیکه له مخ نه مچو واخیسته: (( زنده باد بابا جان))هغه په وچولي ښکل کړه او بیا يې خپلې نږور ته چې خواشینې د سوپې...
شعرونه: ۱۴۰۱ له څلورمې تر نهمې میاشتې - تاریخ: 1402/12/4 ساعت: 14:02
له تا سره تر مخه ښې وروستهیوازنی شی چې هيڅکله به يې نه هېرومتر سترګو ولاړ لامده باڼه به مې ويچې تا به را یادويکه زه خوشاله وم او که خپګان ترلاسه نیولی به ومهمدا پرون زوی مې له ما نه پټ پټله خپلې مور سره د خپلې مينې او مئينتوبکیسې کولېپه دې خوشالۍ کې چې زوی مې ستر شوی باڼه مې لامده شولاو ته رایاده شو...
ليکنې: ډرامه څه شی ده؟ - تاریخ: 1402/7/24 ساعت: 14:33
ډرامه څه شی ده؟صدیق الله بدرډرامه هم کیسه ده، خو ډرامه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.مکالمه یا...
لنډه کیسه: بډوډي - تاریخ: 1402/5/14 ساعت: 19:11
بډوډي رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه u200eدې ويښه تېره کړه.شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جیب ته یې لاس کړ، یو زوړ شکېدلی شلګون یې را وویست. کلک ی...
لیکنه: د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟ - تاریخ: 1402/5/14 ساعت: 19:11
د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟په کيسه ليکنه کې؛ که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی؛ په تېره بيا هغه موضوع، چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي. پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري ا...
کیسه: انځور - تاریخ: 1401/11/8 ساعت: 18:54
انځورانځورگر د سوځول شویو ونو ویر پسې اخیستی دی. د یوه ښاخ په راپاتې سکاره یې د ښار پر یو غټ دېوال یوه مرغۍ انځور کړه. د مرغۍ له سترگو اوښکې بهیږي. انځورگر چې له هغه ځایه پل واخیست، یو چا تر انځور لاندې وکښل: "ښکلی اثر دی خو په کښلو سره یې د ونې وروستۍ نښه هم له منځه لاړه."۱۴۰۰.۱۰.۲۲ +ليکل شوی په ۱۴...
کیسه: غږ - تاریخ: 1401/11/8 ساعت: 18:54
غږ له خپل کټ سره، چې له خوبونو او خاطرو ډک دی، عادت شوی. نیمه شپه آن کله کله سپیده دم هم له محفلونو، مجلسونو او میلمستیاوو په خپل کټ کې د خوب لپاره کور ته راځي.نن هم د ملا له آذان سره له یوه لرې ځایه له میلمستیا نه تر راستنېدو سم له واره پر کټ وغځېد.یو تت غږ یې د زړه غوږونو ته لاره وکړه:"ویده یې؟"اړ...
کیسه: ډاډ - تاریخ: 1401/11/8 ساعت: 18:54
ډاډد څلورو پنځو هلکانو په لیدو نوره هم خپل خاوند ته ورنږدې شوه. خپلې پنجې یې د هغه په پنجو کې ورکلکې کړې او هسکه هسکه پر لاره وخوځېده. خپل خاوند ته په ځیر کېدو موسکه شوه. خاوند یې پر هغې نجلۍ سترګې ګنډلې وې چې د سړک پورې غاړه خرامانه روانه وه. هغې یو نیم نظر ده کتل چې خوله ورته چینګه چینګه کوي.۱۴۰۰....