د ۱۴۰۴ لمریز کال ټول شعرونه
مات سیوری
درېیم
د شونډو تر شا دې
د هغې موسکا اور ته
زړه تودوم
چې غواړي
لمبه وکړي
۱۴۰۴.۴.۲۹
««««««««««««««««
زړه ونه، تل
هره شپه ستوري کري
د ورځې سیوری
۱۴۰۴.۴.۲۸
««««««««««««««««
د مینې زندان
کله کله
ازادي
پخپله زندان وي
له هر څه به دې تښته کړې وي
خو زړه به دې
چېرته هېر کړی وي
په هغه قفس کې
چې تا آزادي بلله
مینه همداسې یو زندان دی
زه په کې خوښ یم
۱۴۰۴.۴.۲۸
««««««««««««««««
راځه!
یوه شېبه
له خپل ځان سره هم کښېنو
راځه!
د ژوند لپاره
ځان راسره وساتو
ژوند
د هغه وخت په اندازه دی
چې له لاسه یې ورکوو
۱۴۰۴.۴.۲۷
««««««««««««««««
ځوانـي مــې وخاندي سهار پر تندي
ګونځې ماښام مې وي کتار پر تندي
د ستــــــــــــړې لارې چا راکړې نښه
خولې راښویـــــې دي خمار پر تندي
دا تصــــــــــویرونه مصور لري خپل
د مینـې نشته دی هیڅ کار پر تندي
چـــــــــې آیینه جانان ته کمه راغله
ځان ســـــــــــره وژړل غبار پر تندي
په ژوند به مینـــه او نه زه پوهېږم
دا لیکل شــــــوي د روزګار پر تندي
تاوده لاسونه شي د سوړ نظر چې
ګرځـــــــوي ستا بدر انګار پر تندي
۱۴۰۴.۴.۲۵
««««««««««««««««
زما خبره ولـــــــــــــــــــې اړوې ترخه جانانه
د زړه خبــــــره کله کله زه په خــــوند کومه
ستا د يوې موسکا لپاره هـــــر یو درد تېروم
راسره نه يې خو زه لا هم تا کې ژوند کومه
۱۴۰۴.۴.۲۴
««««««««««««««««
د غږ خوشبو
د غږ خوشبــــــــو ته ژوندۍ کېږي مې ساه
زمـا خوښېـــــــــــږي چـــــــــې غږېږې راته
زه دې ورېځ ورېــــــــځ تاوېـــــــــــږم درنه
ته دې باران باران ورېـــــــــــــــــــــږې راته
۱۴۰۴.۴.۲۲
««««««««««««««««
د زړه د یو رګ بندېدو دا درد مـــې سخت و راته
ته اوسېدې په کې، چې څومره ځورېدلې په کې
زما په هره ساه کې ته وې، لټولــــــــــــــــې يې ته
ووایه چېرته ګرځېدلې اشنا غلـــــــــــــــــــې په کې
۱۳۹۹.۴.۲۳
««««««««««««««««
وړاندې مه ځه!
لار
ړنده ده.
۱۴۰۴.۴.۱۸
««««««««««««««««
د لمر سیوری
پیاله
لا توده ده
تاو ترې پورته کېږي،
باران ته
د ورېځو
پلمه؛
چېرته خو به لمر درباندې
سیوری نه وي کړی؟
۱۴۰۴.۴.۱۸
««««««««««««««««
ګل ته خنــــــدا، ګل ته ژړا، ګل ته بهار وښایه
زړونو کې وتخنوه مینه، ســـــر په دار وښایه
له رابطې نه د ستړیا او مینې مه مې پوښته
تر تا چـــــــــــې ورسېږي ياره هغه لار وښايه
د یار حضور که وهموي اوکه خیالونه ويهم
ما ته رښتینی یو تصویر د خپل دیدار وښايه
زه یم د تمــې په تاخچه کــې د څراغ انتظار
که ته رڼا یې، راشه یو ځل دې رخسار وښايه
د مینې بُت یم، زه راجــــوړ د انتظار له شګو
که سمندر یې ما له خپلو څپـــــو ځار وښايه
عشقه! د نوې ســـاه د سیوري دې خبره وکړه
غواړم چـــــې ووځم له ځانه، راته لار وښایه
بدر تصویر د خیال پر شګه رسم کړی دی خپل
ته چې رښتیا یې راشه ما ته خپل تکرار وښايه
۱۴۰۴.۴.۱۸
««««««««««««««««
چا ته د عشق کیسې خندا، چا ته ژړا اړوي
د چا دعا ژوند جوړوي، څوک په بلا اړوي
راځه د زړه د خزان پاڼې سره وشوکوو
نه به خبر شي، نه به څوک راباندې غلا اړوي
له بدو سترګو دې رب وساته جانانه زما
خلک په لوی لاس، دلته خلک په سودا اړوي
زه نور د هیچا مخکې نه اخلم د مینې نامه
هغوی چې مینه هم کوي، تا په ګناه اړوي
ته یې منې، زما په ځان باندې هم شک راځي چې
اشنا همېش تر تورو غرونو خپل اشنا اړوي
ساده خیال مه کوه، ساده زړونه بلا دي خپله
تاوده لاسونه د نیتونو، تقصیر لا اړوي
راځه چې پاتې کیسه یوسو چېرته غلي ځای ته
زموږه غږ، زموږ رازونه تر بیدیا اړوي
بدر د چیغو له ثواب او له عذابه پوښتل
غریب د خپلې چوپتیا تور چې به چا اړوي
۱۴۰۴.۴.۱۸
««««««««««««««««
نور ستا په وعــــــدو، اعتبار نه کوم
ژوند کومه، شپې مې په دار نه کوم
زخم ته مې مالګه نه شم، نه درځم
درده نــــور په درد دې انکار نه کوم
ستا هره خبــــــــــــــره په زر پېرمه
چند و چون په کــې د بازار نه کوم
نیمو قدمونو پســـــــــــــې ډېر لاړم
نور به هیڅ نیمګړی یــو کار نه کوم
غمه، نور دا ستـا په لاره نه درځـــم
سترګو کېمې اوښکو ته لار نه کوم
زه مې له خپل سیوري سره یار یمه
چا ســــــره چې فکـــر د تار نه کوم
ته چــــــې وایې نور انتظار مه کوه
بدر بــــــه د چـــــــــا انتظار نه کوم
۱۴۰۴.۴.۱۶
««««««««««««««««
ورېځ
هغه جلکۍ وه،
چې نهیې زړۀ کېده
د پېغلتوب پر درشل پښه کښېږدي،
نهیې غوښتل
د چا د زړۀ غوندې
اوبه شي.
۱۴۰۲.۴.۱۶
««««««««««««««««
ځوږ ته زما د شـــــــــــــــــــــور د چـــا تر شا درېږي نه څوک
ډګر ته وځمه دا وايــــــــــــــــــــــــــي، خو ښکاريږي نه څوک
سرتورې چيغـــې، چې خبـــــــــــــــرو کې وي پټې، ښې دي
دلته چوپتیا باندې خو هســــــــــــــې هم پوهېږي نه څوک
د زخم وینه مې له جنګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه تل تازه راوړې
خو دلته ډاډ لپاره هـــــــــــــــــــــــــــم چا ته رسېږي نه څوک
دا پټ تصویر د خنــــــــــــــــــــــــــــــــــدا شاته، فریادونه لري
سترګې بې اوښکـــــو دي، خو بیا هم خوشالېږي نه څوک
د خاموشۍ پر اوږه ســــــــــــــر ږدي چې د بدر چیغه
دلته په چا باندې له زړه، دومــــــــــــره خُوږېږي نه څوک
۱۴۰۴.۴.۱۶
««««««««««««««««
د باران هیله
دواړه سترګې دې
د ورېځو هغه لړې دي
چې د شپې اسمان کې ښکاري
او زه
د باران هغه هیله یم
چې تا ته ګورم
خو
نه وریږم
۱۴۰۴.۴.۱۵
««««««««««««««««
درد
شین زړه مې رسم کړ
خپل درد یې
د چاودلي انار
په ژبه غړاوه
۱۴۰۴.۴.۱۵
««««««««««««««««
تازه درد
ژوند ته مې اوږه ورکړه
خو تم نه شوم
تر هر ګام لاندې
یو اغزی و
او درد،
چې تازه کېده
۱۴۰۴.۴.۱۵
««««««««««««««««
ترخه دارو
تر ستوني نه تېرېږي
خو څښم یې
رښتیا،
د مینې ترخه دارو ده
۱۴۰۴.۴.۱۵
««««««««««««««««
پوه مې کـــــــــړه د عشق په ژبه، دا ژبه ته ښه وایې
زړه کې کلیمه وایـــــــــــې، په سترګو کې لېمه وایې
ښې دي دا خبرې چې لږ سیـــــــوري ته د ژوند وشي
مرګ خو مـــې ته نه غواړې خو ووايه چې څه وايې
شونډې دې چاودلــــــــــــې انارونه دي جانانه خـــو
وغږېږه داســې هم چــــــــــــــې ووایم خواږه وايې
سترګو کــې دروغ وایـې که سترګو کې رښتیا وایې
ښه وایـــې چـــې څه وایـــې جانانه ته له زړه وایې
ما نه لاره ورکــــــه شـــــي، له تا نه لاره ورکه شي
زه هم چې څه نه وایم او ته هم چــې څه نه وایې
ساه دې نښلي ستوني کــــــې خبرو ته چې دا ولې؟
نه شي لېونو ته لکه بدر، ته هــــــــــــــــم مړه وایې
۱۴۰۴.۴.۱۵
««««««««««««««««
د ژوند ساه
زه د وچو دښتو پر لاره روان یم
هلته چې هره شګهیې،
زما د هیلو مات شوی انځور دی
هغه هیلې،
چې د ژوند وروستۍ ساه
په کې وخته.
۱۴۰۴.۴.۱۴
««««««««««««««««
جادو
کله چې پر تللیو لارو سوچ کوم
د هغه غټ زړه خاوند
خپلو سترګو ته درېږم
چې نه تیاره پېژني
او نه پر ځان وېرېږي
خو په دې نپوهېږم
چې ولې هغه لارې
اوس راته یو مخ
ړنده دنیا ښکارېږي
داسې دنیا چې په هیندارو کې يې
ځان هیڅ لیدلی نه شم
وخته!
جادو خو به دې نه وي کړې؟
چې زه دې یمه
خو دې نه یمه هیڅ...
۱۴۰۴.۴.۱۳
««««««««««««««««
وخانده!
ګلونه چې غوړېږي،
عطر شیندي.
۱۴۰۴.۴.۱۳
««««««««««««««««
رڼه تیاره
سپوږمۍ،
د شپې پر بام
ولاړه وه؛
تیاره رڼه ځلیدله.
۱۴۰۴.۴.۱۲
««««««««««««««««
بندي
دنیا مې پراخه خوښه وه
چې وزرې وکړم
د آزادۍ بندي شوم
۱۴۰۴.۴.۱۲
««««««««««««««««
هر میدان
چې در پرېږدم
د وېرې
زړورتیا مې ښییم
۱۴۰۴.۴.۱۲
««««««««««««««««
ژوند د مرګ سترګو کې
مرګ د خپلو سترګو ترخو کې
د ژوند خواږه ګرځوي
چېرته ماشوم
چېرته زلمی
چېرته روان وي یو بوډا ورپسې
۱۴۰۴.۴.۱۲
««««««««««««««««
د نشت لیدل
زه دې
په نشت کې وینم
هروخت
خوشحاله ځکه یم
چې خپه کېدل مې زده دي
۱۴۰۴.۴.۱۲
««««««««««««««««
د چوپتیا غږ
یوازېتوب کې
د زړه پر غوږونو مې
لاس ایښی
د چوپتیا غږ
ډېر دروند دی
کاڼه به یې کړي
۱۴۰۴.۴.۱۱
««««««««««««««««
پاڼو کې رانه هېر شوی غزل
زما تا سره په دې کلي کې څه دي؟
د ابا او د ادې کلي کې څه دي؟
په تیاره کې دې چې لاره لنډه کړې،
دا خو ووايه د شپې کلي کې څه دي؟
د سپوږمۍ او د ګودر خوبونه وینم،
د رڼا او د چینې کلي کې څه دي؟
سرګردانه دې خوبونه چې زما وي،
عشقه، ستا او د هغې کلي کې څه دي؟
بدره، خپل کلی د اور تبۍ راښکاري،
ته چې شپې په کې کوې، کلي کې څه دي؟
۱۳۸۹.۹.۱۹
««««««««««««««««
لیدل شوی غږ
وخت هم
کله کله درېږي
د کوټې هوا
ستا عطر لري
ته نه يې،
خو هره خوا
په هر کونج کې
خوره يې
لکه هغه غلی غږ
چې یوازې د زړه سترګې لیدلی شي.
۱۴.۴.۴.۱۱
««««««««««««««««
مقصد
مزل ته چې
نه ورګورم
مئین بې خوده لاروی وي
مقصد
منزل دی
۱۴۰۴.۱.۲۳
««««««««««««««««
د ژوندیو چوپتیا
ته چې لاړې
کوټه هم غلې شوه
درېغه!
چې مرګ
د ژوندیو چوپتیا نه وای.
۱۴۰۴.۱.۳
««««««««««««««««
د راز بوخڅه
شپه د رازونو بوخڅه ده
زه يې هم
په یوازېتوب کې
سر لاندې ږدم
۱۴۰۴.۲.۲۰
««««««««««««««««
که چا غوښتی وي
که نه وي غوښتی
درومي
ژوند د اوبو سیند دی.
۱۴۰۴.۲.۹
««««««««««««««««
خوبونه مې
د هیلو سیوري دي،
د هغه څه سیوري
چې ژوند ورته
نه دی دمه شوی.
۱۴۰۴.۳.۱۱
««««««««««««««««
تېر وختونه،
د ژوند هیندارې دي؛
ما په یادونو کې
ځان بیا موندلی.
۱۴۰۴.۴.۱۱
««««««««««««««««
مهاجر
له وطن نه وتلو سره مې
ریښې وچې شوې
زه هغه ونه یم
چې پاڼې به نه کوي
خپل نوم مې هېر دی
ټول راته
مهاجر غږ کوي
۱۴۰۴.۴.۱۰
««««««««««««««««
زه هم غواړم
د زړه په ژبه درسره وغږېږم
خو اوښکې
ستا نه خوښېږي
دا کیسه
بې ویلو وبوله
۱۴۰۴.۴.۱۰
««««««««««««««««
د روح کړکۍ
خپل درد مې
هلته ولید،
نن مې
ستا سترګو ته وکتل.
سترګې دې
د روح کړکۍ دي.
۱۴۰۴.۴.۱۰
««««««««««««««««
د شپې لمر
کله چې ته لاړې
باد د زړې ونې آهونه
له ځان سره یوړل
ما پخپل تیاره کې
پر دې زړه تړلی
چې سپوږمۍ
د شپې لمر دی
۱۴۰۴.۴.۱۰
««««««««««««««««
و دې ویل زه، له کلي ووځم!؟
لاس واخلم له زړه، له کلي ووځم؟
تا راته ویلي وو، په یاد مې دي
را دې کړه چې خوله، له کلي ووځم
لا هم مستوي مې بوی د شنو ونو
ساه بنده کړم، څه؟ له کلي ووځم؟
زړه وايي زخمونه درته وشمارم
ټول دې کړم باڼه، له کلي ووځم
سترګې دې همدا وايي له تندې نه
نشته دي اوبه، له کلي ووځم
وې دې غریبي ده، یو عشق پاتې دی
وا نه وړم په غلهء، له کلي ووځم
عشق ته بدر ووې، دا مې وس دی چې
ستا تر گرېوانه، له کلي ووځم
۱۴۰۴.۴.۸
««««««««««««««««
مینه
مینه درسره لرم،
لکه سپوږمۍ
له شپې سره؛
پرته له دې
چې ويې وايي
پرته له دې
چې ويې غواړي
یوازې
کړنګ وهي
۱۴۰۴.۴.۸
««««««««««««««««
زړه مې دی څه د لمبو کور خو نه دی
جانانه نه دي سېـــــزي اور خو نه دی
خوښــــه دې خپله ده، راځې او که نه
مینه خو مینه ده، څه پور خـو نه دی!
ستا هــــــــر قدم ته غوړېدلی زړه یم
چـې تمه نه لرمـــــــــــه زور خو نه دی
لکـه د خلکـــــــــــــو ځان نه، نه تښتمه
راپســې پــورې داسې تور خو نه دی
ژور سکوت کې دې د سترګو بند یم
دا ژوند هغسېهم د شور خو نهدی!
غــــږېږي ته ورســـــــــــــــــــــــره وغږېږه
بدر دېوال کــــې بند انځور خو نه دی
۱۴۰۴.۴.۵
««««««««««««««««
غــــږېږي، ته ورســـــــــــــــــره وغږېږه
بدر دېوال کــــې بنـد انځور خو نه دی
۱۴۰۴.۴.۵
««««««««««««««««
زړه دې مات شي، اختیار به دې معلوم شي
د دردونو جوړ بازار به دې معلوم شي
آرام مه ګڼه سکوت او خاموشي مې
یاره چیغې، نغمهدار به دې معلوم شي
چې له غمه تښتې شپه پر ځان راکاږې
په سکوت کې ډوب خمار به دې معلوم شي
بې اسرې چې د اشنا له کوڅې تېر شې
زړه پر ځان هر یو ګوزار به دې معلوم شي
بدره مینه دې سندره کړله شعر کړه
اوس د ژوند ژور اسرار به دې معلوم شي
۱۴۰۴.۴.۴
««««««««««««««««
د زړه دروازه
د ماشومتوب په کوڅه کې
یو ور ټکوم
کولپیې
زوړ او زنګخوړلی دی
هره ورځ، د سپینو ویښتو
بار پر اوږو
ور ته ولاړ یم
خو زړه
نهشي کولای
درواغ ووايي
۱۴۰۴/۴/۴
««««««««««««««««
د کوټې دېوالونه
چې زه به پرې تکیه وم
اوس زما پر اوږو تکیه دي
لکه چې زه خپله دېوال شوی اوسم
۱۳۹۴.۴.۳
««««««««««««««««
د ونو بربنډتیا
له هغو خلکو نه وپوښتئ
چې د ژوند په وچه کې
د زرینو بېړيو لاهو کېدو نه
خوند اخلي.
هغه څوک
چې له ونې سره ولاړ و
د طبیعت پر بې سترۍ
اوښکې تويولې...
۱۴۰۴.۴.۱
««««««««««««««««
موږ د لیلا او د مجنون مینـــــې ته نه رسېږو
راځه چې وکړو سره خپلې مینه ناکې کیسې
۱۴۰۴.۳.۲۹
««««««««««««««««
مینه مې ډېره وه لوستلو ســـــــــــــــره
په تا مئین چې شوم کتاب غوندې وې
۱۴۰۴.۳.۲۹
««««««««««««««««
غواړم
خپلو ستړیاوو ته
د تاک سیوری شم
غواړم
که د یوې شېبې لپاره هم وي،
خپل زړه ته
د مینې له درده
د سکون څادر وغوړوم
۱۳۹۷.۸.۳۰
««««««««««««««««
توپیر
لورکۍ مې د خپلې نانځکې
د یو تار وېښته په غورځېدو،
ټوله ورځ وژړلې.
د دنیا کبان
هره ورځ
د وینو ویالیو کې لامبي،
خو د چا سترګې لمدې هم نه دي.
زما لورکۍ،
دنیا نومېږي.
دنیا زه،
زما د لور او د هغې د نامه
ترمنځ
توپیر ته
اندېښمن کړی یم.
۱۴۰۴.۳.۲۹
««««««««««««««««
تا به وخندل د لمــــر په مخ اسمان ته
ما به تورې شپــــې ژړلې زور باران ته
موږه دواړه په یوه کس تریخوو ژوند
تا خبـــــره وکړه ما ته او ما ځان تـــه
۱۴۰۴.۳.۲۷
««««««««««««««««
موږه دواړه په یوه کس تریخوو ژوند
تا خبـــــره وکړه ما ته او ما ځان تـــه
۱۴۰۴.۳.۲۷
««««««««««««««««
چېرته به سیلاب راځــــــــــي او چېرته به توپان راځي
ته دې د خندا غوټــــــــــۍ چــــې وسپړې ګلاب راځي
پردېږده چې د سترګو دې په سیوري کې ویده یمه
تور د ګناه پورې به شـــــــــي غـــــږ به د ثواب راځي
۱۴۰۴.۳.۲۷
««««««««««««««««
نه هغې سترګو ته لاره راکړه
او نه زه
زړه ته يې
د کوزېدو له مینې تېر شوم.
ښايي دا هم
د مینې یوه لاره وي
چې ګز و پل شي
۱۴۰۴.۳.۲۶
««««««««««««««««
زه او ته
ژوند او مینه
له موږ نه
رنګ اخلي
دنیا به هم نه وه
که زه او ته
نه وو
موږ
د نهشتون په زړۀ کې
د مانا یوه نازکه نښه یو
۱۴۰۴.۳.۲۶
««««««««««««««««
فرېب
نه غواړم
د ژوند په اوړي کې
د هیلو د کړکۍ ترڅنګ
هغه باد و اوسې
چې خپله چاقو یې
د پردې تر شا پټ کړی وي
نه غواړم
په وریځو کې پټه سپوږمۍ
د رڼا ژمنه وکړي
خو تیارو ته چوپه خوله
ولاړه وي
۱۴۰۴.۳.۲۳
««««««««««««««««
د زړه دښته يــــې چا پرېښــــــــــــودله شاړه
یو څوګ تنده ګرځــــــــــــوي د سین په غاړه
په تګ تګ کې جانان شـــــــــــاته کتل داسې
ته وا نه غواړي چـــــــــــې لاړه شي خو لاړه
ما وې نه غواړم چـــــــــــــــــې وژاړم جانانه
په خندا شوه وې يــې زده يې چې کړې ژاړه
لا د دې ژبې په خوند هیــــــــــــــڅ نپوهېږم
لږ د سترګو دې په غېـــــــــږ کې مې ونغاړه
چـــــــۑ وېرېږم بدره بیا به ځای ته راشي؟
د زړه سیمه راته کــــــــــــــــړې چا ویجاړه
۱۴۰۴.۳.۲۲
««««««««««««««««
چې دا په څه سره هیڅ نه شو ورته
اور او اوبه سـره هیـــڅ نه شو ورته
او ما و نه ژړل، خپــــــــه نهشوې ته
یاره له زړه ســــره هیڅ نه شو ورته
ډېـر خلک ډېـــر زما او تا غوندې دي
خو زه او ته ســـره هيڅ نه شو ورته
تا سخـــاوت ما قناعــــــت زده نه کړ
وږي ماړه ســــــــره هیڅ نه شو ورته
له مینې هم سره څوک غاړه نهوړي
غوښه چاړه ســره هیڅ نه شو ورته
د مینـې تا او هــــــــــم ستا بدر ویل
زړه او باڼه ســـــره هیڅ نه شو ورته
۱۴۰۳.۳.۲۱
««««««««««««««««
زړه د اغزیو زغم
نه لري
کېدای شي
ستا یاد
یوه ورځ
خپلې پڼې
هېرې کړې وي...
۱۴۰۴.۳.۲۱
««««««««««««««««
دردونه پټ دي په خندا کـــــــــــــې زما
راشه، ایرو لاندې سپرغـــــــــــۍ وګوره
له درده جوړ یمه، خاموش تصویر یم
په مات نظر کې مې سلګـــــۍ وګوره
۱۴۰۴.۳.۲۱
««««««««««««««««
چې زه هم توره شم هم ډال شمه
ایله چـــــــې عشقه در حلال شمه
هغه دا هم وایــــــــــــي دعا راکړه
هغه دا هم غـــــــواړي دېوال شمه
نشه دې کــړم چـــې د ښکلا جامه
صبر هم وکړه چـــې په حال شمه
ولاړ یم ربه مأذنه کــــــــې د عشق
غواړم چــــــې غږ ستا د بلال شمه
و دې غوښتم د اوښکــــــو ډنډ بدر
چېخپلو سترګو کې جالجال شمه
۱۴۰۳.۳.۲۱
««««««««««««««««
زه په لټه کې د خپل غلا شوي زړه یم
ته د چا نامه چــــې اخلې هغه نه یم
خلکو وویل خیالونو کې راګیـــــر یم
هغې وویل شعرونو کــــې دې زه یم
ته چې لاړې، زه د نشتون دې شوم سیوری
اوس نه غږ یم، نه تصویر یم، نه اوبه یم
هر سهـــار دې غږ، د زړه تر غوږو نیسم
زه په ویښه کې هم غواړم چې ویده یم
ما ته نه ښکارې، خو هر ځای راسره یې
راته وایه په خوبونو کې دې څه یم؟
بدر مات ولي چې ګرځم په خپل ځان کې
عشق راوستی پر کوڅې د بېلتانه یم
۱۴۰۳.۳.۲۱
««««««««««««««««
د فکرونو جولان
ورېځو بدله کړله لاره له اسمانه سره
باران به راشي که سلا شي له توپانه سره؟
درد راټوکېږي، درد غوړېږي په کې، ما که پوښته
چې څنګه دا لاره تړلې ده ارمانه سره؟
د یاد کښتونه دې جانانه چې جل ونه وهي
هره شپه ناست یم تر سهاره له بارانه سره
د خپل نظر د مینې سیوري ته دمه مې کړه لږ
زاړه زخمونه نه رغېږي له درمانه سره
هغه پوښتم، چې نازکي یې د زړه، زور ولري
هره خبره نه چېړي څوک له جانانه سره
د زړه خبرې زما نه راځي د ژبې په سر
په خاموشۍ کې همېش ګرځم چې له ځانه سره
بدر د هر سکوت له شګو خپل تصویر جوړ کړی
چې کڅ په کڅ ګرځي د فکر له جولانه سره
۱۴۰۴.۳.۱۹
««««««««««««««««
د جنون لمن
وخت،
لکه زوړ جادوګر
د هر شوق رنګ تروړي،
د هرې هیلې وزر ماتوي،
خو زه...
هغه اور یم
چې ستا له نامه لمبه شوی.
لېوالتیا
نه،
خو زما مینه
له غروره ډک توپان دی،
چې د جنون لمن یې نیولې.
ستا نوم،
زما پر خوبونو شېبه باران دی،
زه وږی یم
نه د ناز،
د هغه لېونتوب،
چې رنگ نه بدلوي.
۱۴۰۴.۳.۱۸
««««««««««««««««
تا غوندې ...
هغه څه چې ستا خبرو کې وو
ما د نورو په چوپتیاوو کې وموندل
خو هیڅوک
تا غوندې خوږه کېدای نه شي
۱۴۰۴.۳.۱۷
««««««««««««««««
د سکوت غږ
ستا له تګ سره،
د وخت د پاڼ پر غاړه ولاړ یم
سیوری مې ورو،
د ژوند د لمر له تاېدلو سره،
ګام په ګام، د یوه ناپېژندلي
رالګېدلي باد پر اوږو
یو یو قدم شاته درومي.
ستا له تګ سره،
هره شېبه
د ژوند هغه پړانګ ته ورته ښکاري
چې تېرو غاښونو یې
د هیلو هوسۍ
له غاړې نیولې وي...
ستا له تګ سره،
زه، لکه هغه غږ یم
چې خپل سکوت کې نغښتی.
۱۴۰۴.۳.۱۷
««««««««««««««««
هینداره
هنداره کې غرقه ده
په هنداره کې
مخامخ
یوه ښځه ناسته ده
هنداره نه ده
تور او سپین ټلویزیون دی
خپل ځان،
کالي،
کور
او هر څه
تور او سپین ویني،
درست لکه ژوند .
یوه ښځه
د هندارې شاته
غواړي
په دې ټولو بېرنګیو
رنګ وشیندي.
۱۴۰۴/۲/۲۴
««««««««««««««««
ته هماغه پسرلی يې
چې د نړۍ
ډېره سړه سیمه کې
تر هغو واورو لاندې
زړه هېر کړی،
چې هيڅکله
نه ویلي کېږي.
۱۴۰۴.۳.۱۴
««««««««««««««««
اوږده خاموشي
کلونه وشول
چې پر کړکۍ
د کومې مرغۍ نغمه
نه ده شنه شوې
کلونه وشول
چې چا کړکۍ
نه ده پرانیستې
کړکۍ دننه او بهر
خپل غوږونه
کاڼه اړولي دي
ښايي...
دا اوږده خاموشي
هغه وروستۍ نښه وي
چې کړکۍ ته په یاد ده
۱۴۰۴/۳/۱
««««««««««««««««
دنیا، یوه تشه ښیښه ده.
څېرې،
په سیورو او تیارو کې،
ورته خاندي.
ما هینداره غوښتله،
چې د خپل زړه د درد
چیغې په کې واورم.
۱۴۰۴.۳.۱۲
««««««««««««««««
خپل اوبه شوي زړه نه مې
تمه لا نه ده ختلې
له دې تیاره سمندر نه به
سپوږمۍ راکړنګ وهي
۱۴۰۴.۳.۱۲
««««««««««««««««
پخپل زړه پسې سرګردانه یم،
سره شربلې مو وه.
هغه لار
چې زړه ته مې وتله
ورکه ده.
۱۴۰۴.۳.۱۲
««««««««««««««««
خاموشه کوڅه
ته تللې یې،
خو زه
لا هم
د هماغې خاموشې کوڅې
په منځ کې
ولاړ یم،
چې سترګې مې
په تا خوږې شوې وې.
انتظار مې
د پښو ښکالو دې اوري.
۱۴۰۴.۳.۹
««««««««««««««««
چې ایرې راپســـــــــې وړي د مینې باد
اور دې وګرځــــــــــي، اوبـــــه جانان زما
چــــې خبـــــــره به عشق د گټې وشوه
زه به مخکې شوم چې ټول تاوان زما
۱۴۰۴.۳.۸
««««««««««««««««
د تنهايۍ تر سیوري لاندې
کلمات مې
په زړه کې،
د تنهايۍ تر سیورې لاندې
ساه اخلي...
او د زعفراني چایو خوږ عطر،
په هغه خالي کوټه کې خپرېږي
چې نوره نه شته.
هغه شعرونه،
چې تا ته مې لیکلي،
لا هم
د پسرلي آسمان نه
واوره ووري.
شمال،
د ناسور شوې هیلې
بنده وږمه
ځان سره وړي...
۱۴۰۴.۳.۷
««««««««««««««««
ووایه وخت څه غـــواړي، ژوند د خپل شعـور بایلم؟
تاو د ژوند له ونې مې تاک چې د انګـــــــــور بایلم؟
کان ته ور روان ســــــړی چا له ګواښـــــه وپوښته
سر يـــــې خوځاوه ویل، یو دوه به مــــزدور بایلم
دی راته خوشاله دی جنګ کې چـــــــــې تربور بایلي
زه ورته خوشاله یم دغـه دی تربـــــــــــــــور بایلم
ها یوه ناره وکــــــــــړه دا یــــــوه ناره وکــــــــــــړه
اوس ګوره مجنون بایلم اوس ګوره منصــــور بایلم
شاته يې روان عشقه موږ چې ستا لښکــــــــر شولو
چا ویل په عشق باندې دود بایلم دستـــــــــــور بایلم
ذهـــــــــــن پر یوه ده او زړه روان پــــــــــــر بله لار
دې جنګ کـې تاوان وینم، دا جنګ به ضـــرور بایلم
عشقه جنګ کـــــــــــې تا ســـــــــره بدر راته وویل
غواړې چې پرتم بایلم، غواړې چـې غـــرور بایلم؟
۱۴۰۴.۳.۶
««««««««««««««««
لوږه
په شاړو کوڅو کې
یو زړه لوږه په شا کړې
فقر اوږه ورکوي
چې له هر ګامه سره
وزن يې زیاتېږي
۱۴۰۴.۳.۱۲
»»»»»»»»»»»»»»»»
تا ته څه نوم واخلم؟
ژوند؟
خوږ دی، خو د شګو پر سر لیکل شوی
هره خوشالي یې د یوې شېبې ننداره ده
او هره موسکا یې، د ژړا تر شا پټ شوی سیوری دی.
تا ته څه نوم واخلم؟
مینه؟
مینه هغه شمعه ده، چې خپل ځان سوځوي
او رڼا یې یخه کوټه هېڅکله نه تودوي.
تا ته څه نوم واخلم؟
سپوږمۍ؟
سپوږمۍ یوه نیمه شپه ده چې هیڅکله ورځ نه لري
یوه رڼا، چې د بل په توره تیاره کې سترګې خلاصوي
تا ته څه نوم واخلم؟
ګلونه؟
هغه ښکلا چې خندا یې د پاڼو پر شونډو وچه شوې
او عطر یې یوازې د یو تېر یاد وږمه لري.
تا ته څه نوم واخلم؟
سیوری؟
سیوری له ځان سره ساړه راولي
او د شپې پر شونډو خندا سکونډي
تا ته څه نوم واخلم؟
شمال؟
شمال یوه څپه ده، نه لوری لري، نه کور
د وطن وږمه نه ده، پردی باد دی.
تا ته څه نوم واخلم؟
رڼا؟
رڼا د بل د سوځېدو نغمه ده
لکه د هر څراغ چې یوه قرباني لري.
تا ته څه نوم واخلم؟
غرونه؟
غرونه ښويېږي، هم پرې د یخ د باور قدمونه ماتېږي
غرونه د غرور نه دي، د لوېدو انتظار دی.
تا ته څه نوم واخلم؟
وخت؟
وخت خو داسې تښته ده، چې نه تمېږي، او نه پشې شا ګوري
هره لحظه یې د تېرېدو یوه بېتاوانه بښنه ده
تا ته څه نوم واخلم؟
خوب؟
خو هغه نیمګړی فلم دی چې پاې یې هېڅکله رښتیا نه ده
خوب یوه هیله ده چې له ویښیا سره مړه کېږي.
تا ته څه نوم واخلم؟
دعا؟
دعا، چې خوله یې خلاصه، لاسونه یې پورته نیولي وي
خو آسمان لکه د ګنهکارې په سترګه ورته ګوري.
تا ته څه نوم واخلم؟
یار؟
چې سترګې یې رڼې خو قدمونه یې درواغجن دي
او هره ژمنه یې د باد یوه مچکه ده چې نه پاتېږي.
تا ته څه نوم واخلم؟
باران؟
باران خو یوازې اوښکې دي، چې اسمان تشوي
او هر څاڅکی یې یوه نه منل شوې کیسه ده.
تا ته څه نوم واخلم؟
لاره؟
چې سر یې نه ښکاري
او منزل یې له مینځه تللی او کله هیڅ نه وي.
تا ته څه نوم واخلم؟
خندا؟
هغه د سترګو تر شا سوزنده خوند
چې نه غږ لري، نه ریښتیا ده
تا ته څه نوم واخلم؟
پرښته؟
چې وزرونه یې سپین دي،
خو نیت یې نه معلومېږي
کله چې راکوزېږي، ځمکه په ویره وي.
تا ته څه نوم واخلم؟
کله چې هر نوم اخلم
یا د هیلې تابوت وي
یا د خیال جنازه
تا ته څه نوم واخلم؟
زما خټه له خاورې نه،
له وېرې اغږل شوې خټه ده
هر نوم چې اخلم،
زړه مې له درزا او شک نه تښتي
او د وېرې باد پرې نغمه غږوي
لکه زړه شپېلۍ، چې تار يې له غم سره دی
تا ته څه نوم واخلم؟
کله چې هر نوم،
د یو ناورین یوه بله څېره وي؟
۱۴۰۴.۳.۴
««««««««««««««««
هغه باران چې ته یې وینې
لمر و،
ته ولاړه وې
باران ته.
نه،
باران نه و،
زه وم.
ووایه،
نهباران کې
زه ورېدمه څنګه؟
څنګه یې ستا ذهن ته یاد کړم، اشنا؟
پام کوه و نه وایې
چې نه باران ورېده،
او نه زه دریاد وم.
یوازې نه وې هلته،
لمر دې له لرې
تماشه کوله.
لمر دې حالت ته ځیر و،
لمر،
په لومړي ځل
دا باور وکړ چې
نهورېدو کې هم
ورېږي باران.
د باران ورېدو ته
پلمه یوازې هسک کې پټې ورېځې نه دي،
کله نا کله ځینې ورېځې
چې چا ته نه ښکارېږي،
باران ورېږي.
هغه باران چې
یوازې ته یې وینې،
او په ورېدو سره یې
د خپل ذهن
په چاپېره
لمده لمده نڅېدې...
۱۴۰۴.۳.۴
««««««««««««««««
لنډکي
۱
چپه مېچنه
زما سندرې
له ژمي تر بهاره دي
عشق چَپَه میچن
۲
ساه ښوېيږي
چوپتیا تر کړکۍ بهر
د واورې ګامونه
۳
پاڼه ولوېده
هغه ځای ته چې نشته
باد یو ژېړ لیک وړي
۴
د لمر تودوخه
پر سیند وغځېده
ماشوم یبلې پښې
۵
د چنچڼو غږ
غوټۍ غځونې کړې
د ماشتوب خیال
۱۴۰۴.۲.۳۰
««««««««««««««««
نا ویلی شعر
زما شعرونو ته
هغه خلک لاسونه پړکوي
چې پخپلو سیورو کې
پټ دي
هغوی
زما هغه شعر
خوښ کړی
چې لا هم
ما نه دی
لیکلی
۱۴۰۴.۲.۲۹
««««««««««««««««
خدای پاماني
خدای پامان
خدای پامان،
نازکې!
نازکې زه
هغه وزر وم
چې بې بڼوکو دې کړم
نور درنه ځم
نور درنه داسې ځم چې
شاته به هم نه ګورم
نور زه دا نه غواړم چې
زما دا اوښکې
پر ټپ د زړه د سترګو
مالګه شي ودوړېږي
خدای پامان
خدای پامان،
نازکې!
خدای پامان
خدای پامان،
نازکې!
زه درنه ځم
زه درنه داسې ځم چې
کړکۍ به نه تړمه
کېدای شي وغواړې ته
زما الوت
ووينې
کله چې
نه یمه نور...
۱۴۰۴.۲.۲۹
««««««««««««««««
دردونه پرېږدئ چـــې په زړه پسې وي
رمـــــــــــــــه روانه په شپانه پســـــې وي
لمنــــې ډکـــــې ګرځـــــوي له کاڼـــــــــو
چې ليوني کوڅه کې څه پســــــې وي
۱۴۰۴.۲.۲۸
««««««««««««««««
لمر ته مې،
په سیوري يې
قسم ورکړ،
په ډوب شفق کې
په سړه رڼا
واوښت
۱۴۰۴.۲.۲۵
««««««««««««««««
عشق، باران او درد
عشق
په باراني شېبه کې
ګرځېدل غوښتل،
ما پخپلو اوښکو لوند کړ؛
خو عشق نه پوهېږي
چې باران هم
په خاموشۍ کې ژاړي...
او د هغه چا
چې سترګې ډکېږي،
دردونهیې ډېر وي.
۱۴۰۴.۲.۲۴
««««««««««««««««
زړه مې غاټول دی
ته ګرد یې
خو نپوهېږم
ولې لمس کول دې
د پسرلي په زړه کې اور بلوي
۱۴۰۴.۲.۲۲
««««««««««««««««
پټ غږ
غواړم چې بېرته راشي،
او هغه پټ غږ
چې نازول به يې تل
زموږ د شپو غوږونه
لکه نغمه
د تنهایۍ فضا کې
په مینه داسې راخوره وره شي:
"زه خو راغلې یمه
زه خو همدلته یمه
هغه سندره کې شنه
چې نازول به يې تل
زموږ د شپو غوږونه"
۱۴۰۴.۲.۲۱
««««««««««««««««
پر بڼو شپول
هېڅکله مې هم
هېره کړې نه یې،
کله هم
چې د کوم یاد سیوری دې
پر زړه راخور شي
یو څه لا نور ماتېږم.
مینه، وخت نه غواړي
مینه د صبر جامې غواړي،
او زه
هره ورځ
د همدغه صبر جامې اغوندم.
اوس
په دعا کې دې نوم نه اخلمه،
کله هم
چې زړه ستړی شي
دا ستا یادونه،
لکه ناوخته باران،
ووريږي
او په بڼو باندې مې
شپول جوړوي.
کله چې خوب
د ذهن دروازه ټکوي،
ته د یادونو
د زړو، ړنګو دیوالونو شاته
ساه اخلي،
لکه یو څوک
چې له ناپېژندلي ځایه راګوري،
خو هېڅکله هم
نه راځي.
۱۴۰۴.۲.۲۱
««««««««««««««««
د نوم عطر
نیمه شپه ده، زه په فکر کې د یار یم
د ستړیا د خاموشۍ غېږ کې بیدار یم
د شپې زړه کې، لکه شمعه ویلې کېږم
زه لمبو کې د ځان سوځم، بې قرار یم
چې له تلو دې وروسته پوښتې مې جانانه
سرګردانه د کوڅو یم خوار و زار یم
غږ دې بولم رڼایي چې هم د سترګو
تنهایي سره روان د زړه پر لار یم
چې دې عطر د نوم واورم په هر خیال کې
عشقه غواړم چې دا ستا د بڼ مالیار یم
چې ته نهیې، دا خندا په څه مانا ده؟
زړه مې ما ته، زه مې زړه ته یو پرهار یم
شپې مې خوب بدره چوپتیا کې یې پېچلی
چې په چیغو سورو سر یم په کوکار یم
۱۴۰۴.۲.۱۹
««««««««««««««««
چې مړه راګوري عشقه سُر کې ترانه نه لري
زندګي یاره، زندګــــــــــــــۍ ته بهانه نه لري
د پخوانۍ مينې رڼا سترګـو ته مړه چې ګوري
په زړه کــې اوس د نوې مینـې کرانه نه لري
ساقي ته وايي سترګې واړوه په دې انداز کې
هغه میخور چې هیڅ د څښلو پيمانه نه لري
ما خپلې هیلې ور سپارلې دي د باد غېږې ته
د دعا لپـــــــــــــــې مې دعا ته بهانه نه لري
د چا د سترګو چې لاهم تورو تمبو کې خوښیم
داسې زندان دی چې تاوان او زولانه نه لري
چې تنده غری هر ماښام لوېږي له خپلو سترګو
دلته کوڅـــــــــــې او دلته لارې میخانه نه لري
زه خپل نظر اوبه کوم په ډاډه زړه باندې چې
د ښکلو ښار کې وېره خپله کاشانه نه لري
جانان مې هم ناروغۍ هم، ویل پر زړه د ګوزار
تاوان کې ګیر سړی خو بله خزانه نه لري
د زړونو ښار ته تللي نهدي څوک د خیال په پلونو
فرزانه نه لري دا کلی، دیوانه نه لري
زما د زړه کلی په نوم چې د عشق نه پېژني
د دیو و دد کیسې یې نشته، افسانه نه لري
د تورو شپو له سیورې وځم د شفق په لاره
چا وې چې بدر خوی د مینې رندانه نه لري
۱۴۰۴.۲.۱۸
««««««««««««««««
جوړ د مینې ښاریې د غم ګودر وي
هره ورځ سترګې لمدې په مازیګر وي
چې د ښاخ د ماتېدو وېره يې نه وي
د مرغيو خو باور پر خپل وزر وي
نه د باد، نه د طوفان وزرې غواړي
په کوم زړه کې بل د مینې چې شرر وي
د مورکۍ د دعا سیوری ته که نه وي
له خطر سره ملګری هر سفر وي
نابلد ملنګ د مینـــــې په کوڅو کې
ورک په هره دروازه کې هر نظر وي
زه هغه نیمګړی خوب یمه په شپه کې
چې تعبیر یې د چا سترګو ته سفر وي
تل پردی پردی به خپل سیوري ته ګوري
په پردو لارو چې شوی د چا سر وی
د چوپتیا له ګرېوانه راووځي چيغې
هره سانده د زړګي د درد اثر وي
په هندارو د زخمو کې پېژني ځان
لکه "بدر" چې دردونو سره سر وي
۱۴۰۴.۲.۱۷
««««««««««««««««
مور او شپه
شپه پر دېوال وخته
نه لکه باد
نه لکه سیوری
درست لکه هغه مورکۍ
چې د ورک شوي زوی
په لټه کې
تل بام ته خېژي
۱۴۰۴.۲.۱۶
««««««««««««««««
بې غږه شپېلۍ
له خوبه مې وتښتېدې،
خو کټ مې لا هم تا لټوي؛
ستا ساه، لکه بېغږه، شپېلۍ غږېږي...
۱۴۰۴.۲.۱۴
««««««««««««««««
زندګي
دا مې زده کړې چې
بې تا په زندګـــۍ عادت شم
خو نپوهېــــږم چې
بې تا خنـدا به څنګه راځــي
۱۴۰۴.۲.۱۴
««««««««««««««««
د موسکا او غم مینه
د هغې موسکا،
د سپوږمۍ له شونډو لوېدلې ځلا ده،
او زما غم،
لکه د یوې زړې ونې سیوری،
چې له عمره په تنګ شوی،
خو لا هم ولاړ دی.
موږ
په یو پټ باغ کې ژوند کوو،
هلته چې خوشبو
د اوښکو له شېبو راټوکېږي،
او رنګونه
د زړونو له ماتېدو سر راهسکوي.
هغې چې وخندل،
ما د باران بوی احساس کړ،
او د زړه وچه شګه یې را لمده کړه
او زه،
لکه خاموشه اور،
د هغې ساه کې سوځېدم، سوځېدم.
موږ
د احساس پر دوو غاړو ولاړ یو،
خو کله چې رڼا
د ګوتو په سر
اتڼ ته لیڅې بډ وهي،
هوا شي غلې،
او شګه
د نغمو په ژبه غږيږي.
۱۴۰۴.۲.۱۴
««««««««««««««««
ستا په نامه څراغ
پخپله تیاره کې مه پټېږه
ما سره ستا پهنوم څراغ دی
ته لږه ساه واخله
چې ولګېږي
تیاره به په ګډه تر هدېرې
بدرګه کوو
۱۴۰۴.۲.۱۴
««««««««««««««««
سیوری په څراغ کې
زه مې
له سیوري تښتم،
څراغ وېرېږي
چې رڼایي ته یې
تیاره ویني.
۱۳۰۴.۲.۱۳
««««««««««««««««
له ګرد څخه تر جامه
د زړه ګرد وم،
نه خام وم،
نه بشپړ.
هوا یووړم،
باران کې خټه شوم
راته دې لاس راکړ،
په نرمو ګوتو کې دې ونغاړلم،
په مینه و دې ویل:
"مینه کلاله ده د روح او د تن،
ګرد پخوي،
او ګرد ته
روح ورکوي،
بڼه بښي."
زه اوس
ستا د لاسونو
په لمس جوړ شوی
د عشق یو جام یم،
نه خالي یم،
نه ډک،
یوازې د مینې لپاره.
۱۴۰۴.۲.۱۳
««««««««««««««««
بېغږه مینه
کله،
مخ ته دې
د سپوږمۍ په هینداره کې ګورم،
لکه ستوری چې
د شفق سترګو کې ښکاري.
کله،
هم غواړم
چې نامه دې
د باد له خولې نه واورم،
لکه د هغه ماشوم
چې تل د مینې ډکه غېږه کې
د خوب تږی وي.
دا مینه نه ده،
مینه...
د لیک
نه هم د غږ تږې ده.
مینه،
یوازې
د سینې شګو کې
قدم وهل غواړي.
مینه،
یوازې
د احساس تږې ده،
لکه یو سپین سکوت چې
غږ نه لري
خو پرې ولاړه ده
دا ټوله دنیا.
۱۴۰۴.۲.۱۱
««««««««««««««««
مور ویلې: ژبه دې یم،
خپه کېږم درپسې؛
ورکه مې نه کړې.
۱۴۰۴.۲.۱۱
««««««««««««««««
موسک شهید یم
سترګې مې پر وطن دي
پر مرګ سر ګرځي
۱۴۰۴.۲.۱۱
««««««««««««««««
د خوب باڼه
چې زړه مینه وسپړي
اوښکي کري
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
باران باران
د ژوند د پسرلی هینداره
ټناک لاسونه
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
د ژوند سندره
د خندا پر تار تېره کړه
د بلبلې خپل غږ دی
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
تر سیوري پورې
فقط دوه گامه
ته تللې وې
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
لغړه ونه
د چا دعا وه
پاڼرېژ
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
د غوټۍ خوب
یوې لمدې موسکا
باران وتښتاوه
۱۴۰.۲.۱۰
««««««««««««««««
لوېدلې پاڼه
د ځمکې پراخه سینه
آرامه ساه
۱۴۰۴.۲.۱۰
««««««««««««««««
دېوالونو
خپلو چیغو کاڼه کړل،
خو څوک نه ورځي،
چوپتیا ولجه کړي دي.
۱۴۰۴.۲.۸
««««««««««««««««
په وچه کې ولاړه بېړۍ
دا مې منلې ده
چې د زړه خبرې مې باد کې اورې
راشه!
نن
نه غواړم
د وخت لاسونو کې ومروړل شم
مه پرېږده څوک فکر وکړي
د مينې د غږ ستونی ناست دی
لکه په وچه کې ولاړه بېړۍ
۱۴.۴.۲.۷
««««««««««««««««
زما، ستا کیسې
خوب کې مې لیدې؛
سترګې دې،
باران ته ناستې وې.
پر شونډو موسکا دې
د خيال پر مخ د سبا باد ولګېد
څه وايې؟
خیال مې ډېر په فکر کې دی
که خوب؟
غواړم
کله چې ته راغلې
ټوله شپه
هغه کیسې درته وکړم.
۱۴۰۴.۲.۷
««««««««««««««««
د ډوبېدو یادګار
هر یو ګام
د هغې له لاسه وتلې دنیا
یو یادګار دی
چې لکه رود
د خپلو تېرو څپاندو شېبو هینداره کې
ډوبېږي
خو هیڅکله ډوب شوی نه وي.
۱۴۰۴.۲.۷
««««««««««««««««
۱
نرم سهارني شمال کی
د ګرمې ډوډۍ بوی
د مور غږ دی
۲
سهار پخیر یی وویل
خو ونه غلې وه
باد شپېلۍ غږوله
۳
په پېغلو سترګو کې
ړنده چینه
بي تعبیره خوب دی
ژوند په منګیو کی مات شوی
۴
کړکۍ خلاصه شوه
خو هیڅ یوه لاس هم
ځواب ور نه کړ
۱۴۰۴.۲.۴
««««««««««««««««
چې را ویښ شوم،
و مې لیدل؛
خپسې، په خوب کې لیدلی وم.
۱۴۰۴.۲.۴
««««««««««««««««
د خندا ټیکله
کله چې خاندې
لمر
له ورېځو
بهر راووځي
لکه د تازه ټیکلې بوی
چې ټوله کوڅه په سر اخلي
۱۴۰۴.۲.۳
««««««««««««««««
تازه لنډکي
۱
د چایو پیاله
د وخته سړه شوې
خو ستا غوسه...؟
لا هم
سره ډوډۍ ده
۲
بېغږه نه دي
قدمونه دې پر وچو پاڼو
سندرې بولي
۳
وخت ولاړ دی
نه شپه شپه ده، نه ورځ ورځ
نشتون دې را اړولې
۴
د زړه پر کړکۍ
د ونې زبېښلی سیوری
رالوېدلې شپه ده
۵
تازه پاڼه
یوه وړه خوښي ده
پر زړې څانګې
۱۴۰۴.۲.۲
««««««««««««««««
څو تازه لنډکي
۱
نوم مې دې واخیست
ګلونو غوټۍ وکړې
پسرلی راغی
۲
سپوږمۍ ویده وه
د ونې په سیوري کې
را ویښه مې کړه
۳
شپه نه ده، خو ته
د خوبونو کوڅه کې
راسره ګرځې
۴
په خوله مې ستا نوم
مرغانو سندره کړه
سپېدې وچادې
۵
هسکه اوړي
مینه د سیوري دعا ده
غرونه دېوالونه
۱۴۰۴.۲.۱
««««««««««««««««
د درد خالي حافظه
زه
د خپلو سترګو تر شا
د اوښکو هغه وچه دره یم
چې کبان یې له حافظې وتلي
۱۴۰۴.۲.۱
««««««««««««««««
چې ته مې شته یې...
له غــــــــــــږ سره دې گرانې ساه اخلمه
ثواب په غــــــــــــــــــــاړه د ګناه اخلمه
د خاموشــــــــــــۍ شپو کې فریاده زما
هېروم څنګــــــــــــــــــه به دې یاده زما
زړه مـې درکړی چې دی ځان مې ته یې
یاره چې ځان مې یې، جهان مې ته یې
لـــــــــــــــرې له تا نه چې تنها نه یم زه
ته مې چـــــــــې شته نو بې تا نه یم زه
له خپلــــــــــــــــو زړونو په کراره نه یو
وګڼه موږ چــــــــــې چېـــرته یاره نه یو
وایه یو بل ته خــــــــــو به کم را نه شو
چــې چیرته ځو چې هلته هم را نه شو
د مینـــــــــــــې سیوری دې آرام دی زما
ورته خمار چـــــــــــــې یمه جام دی زما
فـــــراق دې درد دی او درمان یې ته یې
ځمکه تر پښــــو تر سر اسمان یې ته یې
هغه میئن یم چـــــــــې خندا پسې مري
بدر په یاد دې دی، په تا پســــــــې مري
هــــره شپه ستا سترګې غزل کې نغاړي
د پریشانــــــــــۍ د شپو بدل کې نغاړي
۱۴۰۴.۱.۳۰
««««««««««««««««
د فراق سیوری
ســــره به لرې يو خــــــو ځان مې ته یې
چې ځان مې ته یې خو جانان مې ته یې
لــــــــــــــــــرې له تا نه چې تنها نه یم زه
چـــې ته مې شته یې خو بې تا نه یم زه
له خپلــــــــــــــــــو زړونو په کراره نه یو
وګڼه موږ چې چېــــــــــــــرته یاره نه یو
وایه یو بل ته خـــــــــــو به کم را نه شو
چــــې چیرته ځو هلته چې هم را نه شو
د مینـــــــــــــــې سیوری دې آرام دی زما
زه یې نېشه چــــــــــــې یمه جام دی زما
فـــــراق دې درد دی او درمان یې ته یې
ځمکه تر پښو تر ســــر اسمان یې ته یې
راشــــه چې ساه مې وځي مرم درپسې
تر څـــــــو به وینې د زړه خورم درپسې
دنیا کـــــــــــې اوسمـــــه دنیا کې نه یم
نه یم په ځــــان د ځان سودا کې نه یم
زه به تا نه وینــــــــــــــم ته ما نه وینې
سیــــــوری به هم تر ځان جدا نه وینې
هــــر څه به نور هــر څه به نور ښکاري
د ژوند سایه کــــې به ژوند اور ښکاري
بدر به پاتـــــــــــــې شاعرۍ نه وي نور
توري به پاتـــــــــــې زندګۍ نه وي نور
د هر څه خپـل ژوند او جهان به نه وي
جهــــان به وي د ژوند ارمان به نه وي
۱۴۰۴.۱.۳۰
««««««««««««««««
پټ زخم
بنده ساه وه،
نه کوم غږ و، نه ژړا وه.
وې یوازې د چا سترګې
چې ګنډل د زړۀ چاکونه
پوهېدلې په چوپتیا مې،
خو په دې نه پوهېدلې
چې زه چیغه د خاموشه شانتې درد یم
چې تر شا یې له پېریو
یو پټ زخم
ناویلی پاتې شوی.
۱۴۰۴.۱.۲۹
««««««««««««««««
د دُعا غوندې نوم
خلک مینه لېونی کړي
خو غږونه د خندا دې
تړتۍ کړي زما ژبه
په نشه کې وارخطا شم
د یادونو دې په شور کې
زړه مې غلی بیدارېږي
تېرېدل د نوم له خولې دې
د دعا په شان اوږدېږي
خیال د سترګو د لیدو دې
لکه شپه رڼا ته خاندي
د خیال سیوري دې ژوندی شي
لکه بله شمعه باد کې
ستا سکوت کې د خبرو
شي چوپتیا مې ژبه وره
لکه بڼ تښتي له ورېځو
د باران دعا په خوله کې
اورېدل ستا د نامه تل
شي اذان د ناورین شپه کې
رڼا زړه کې غوټۍ وکړي
صبر مات شي امېدو کې
زه چې تا ته فکر وکړم
بڼ سپرلي پر لور روان وي
یوه ناوی کوژدې شپه کې
د اسرو شمعې ته ژاړي
ستا د تلو په خاموشۍ کې
زما غږ ستوني کې بند شي
ناتمامه دا سندره
ژاړي شپو سره د مني
سپوږمۍ بره شي ماښام کې
ستا د سترګو یاد ژوندی شي
د آسمان ژور سکوت نه
زوږ په زړۀ کې په خندا شي
زه اوس هر یوې دعا نه
پټ دې بوی نامه نه اخلم
ووړ ماشوم لکه له ویرې
د کیسې منځ کې ویده شي
لکه ستا زړې خبرې
په خاموشه باد کې لوېږي
ستا د تګ فصل نه وروسته
زما هره ورځ خزان وي
۱۴۰۴.۱.۲۸
««««««««««««««««
لپو کې خوند
ګودر،
د ژوند هېره شوې هینداره ده.
چې چا ته وایم؟
ما ته به په لپو کې اوبو خوند راکاوه،
ګوته په غاښ چیچي
۱۴۰۴.۱.۲۸
««««««««««««««««
د سپوږمۍ پر مخ زخم
ښایي
هیچا
.ليدلې نه یې
یوه شاعر
نن شپه
سپوږمۍ وستایله
خو رڼایي یې
هیڅکله هم
هغه ته موسکه نه شوه
د شاعر
سوې کرښه
پر سپین رخسار
د سپوږمۍ
لکه د زخم سیوری
کرار کرار
غوړېده...
۱۴۰۴/۱/۲۸
««««««««««««««««
نه لیدل کېدونکی بوی
ما د شپې د چوپتیاوو له خولې
ستا د غږ رنګ اورېده،
لکه د سپوږمۍ سپین بخار
چې د اوبو پر مخ چورلي.
ستا د ګوتو سیوری
پر زړو کاغذونو نڅېده،
خو لا لیکل شوې نه وې
په نشت کې هلته وې،
لکه له خوبونو نه راوتې
ویده ويښتیا.
زه دې د بوی پر لور خوځېدلی وم،
په داسې لارو
چې په هیڅ یوه نقشه کې نشته،
په هر یو ګام کې
یوه هېره حافظه راسره وه
د یوه ناویلې احساس غوندې.
ما او ته
نه سره لیدلي،
نه اورېدلي یو،
خو مو
د باد په ژبه
هر وخت سره خبرې کړې دي.
که بوی هم خوب ویني،
ته به په کې د څه انځور یې؟
۱۴۰۴.۱.۲۶
««««««««««««««««
خوب دې
هغه آینه ده
چې مینه
په کې
خپله خاموشه څېره
ویني.
۱۴۰۴.۱.۲۶
««««««««««««««««
د ډېوې لوګی
د مینې د وجود
د تیر یو تصویر دی،
لکه له خولې وتې سلګۍ
چې په یخه هوا کې
د ژوول شویو یادونو
بڼه خپلوي.
لوګی تاوېږي،
لکه یو غږ،
چې پخپل ستوني کې
بند پاتې وي،
او څوک یې هیڅکله هم
لکه چې زړه یې غواړي
نه یې اوري.
ډېوه چې کله هم بلېږي،
د زړه نري تارونه
هر ځل دا ستا په نامه
په مینه اور اخلي
لوګی، په مینه
تر خپل مزار تاوېږي...
کرار
کرار
پسې
ورکېږي.
۱۴۰۴.۱.۲۴
««««««««««««««««
مروڔل شوې خاطرې
سترګې دې
د مرورل شویو خاطرو
اسمان کې الوزي
شپه
د پټو چیغو تارونو ته
غوټې ورکوي
او باد
د پېغلو شېبو
پر سترګو گرد شیندي
زه
د یوې نیمګړې کیسې
یوه ګوښه څنډه کې
خپل سیوری څښم
او ته،
د ناکراره لفظونو
په لپه کې
زما د خوب
د مرغیو
ځاله لټوې.
۱۴۰۴.۱.۲۴
««««««««««««««««
نالیکلی نوم
(دویم لیک)
سربداله باده!
که دې د یار
پر کلي پېښه وکړه،
د هغې پلونو باندې
زما سلام
لکه باران وشینده؛
چې زه لا اوس هم
د چوپتیاوو
پر دېوالونو
نالیکلی نوم لیکمه.
۱۴۰۴.۱.۲۴
««««««««««««««««
بې څراغه شپې
(لیک)
د خپل زړه
وړه نقشه مې درته کښلې
رودونه یې
د تېرې شپې له اوښکو ځینې تنده ماتوي
او غرونه یې
ستا د بې ځوابې چوپتیا
په تمه دنګ ولاړ دي.
ائ!
رانه پاتې
اېلبنده!
پر کوم پېچومي باندې
چې ما دې نوم ایښی دی،
درګرده هره شپه
شمال لټېږي
چې ما له ځانه سره نه اخلي
زه هغه ونه یمه
چې یې خپل سیوری
ستا په یاد بخښلی
او باد، زرځلې
زما په غوږو کې نوم اخلي
خو غږ دې نه اوروي
هیڅکله هم.
درته لیکلی لیک مې
یو شیشه یي غوندې صندوق کې ایښی
او هغه سیند ته مې سپارلی دی هم
چې ستا په نشتون کې تل تریو جاري دی.
که کومه ورځ
هغه ساحل ته دې پښه وښویېده
چې زما ورکې چیغې
په کې خپل ځان ته
همېش لمر ورکوي،
پوهه اوسه
چې اوس دې هم جانانه لارې څارم.
که کومه ورځ،
زموږ د مینې یاد کې
د هغه سیند پر نرۍ لاره راغلې
چې یې څپې
په مخه کړي دي
زما شعرونه
ته باید وپوهېږې
چې زه لا هم
هغو شېبو کې
چې دې ایستلي یاد نه
ژوند مې له لاسه ټینګ نیولی دی
د مرګ له وېرې
له شپې نه ما هغه جامې ګنډلي
چې دا ستا عطر لري
او زه یې
هره شپه اوس
پر تنهایي اغوندم
په دغه تمه باندې
چې دې یو څوک به شپه پخیر ووایي.
باد ته په ځیر یم
چې نور ستاسې کور نه، نه الوزي،
خو زه لاهم
په بې څراغه دالانه کې اشنا
پیالیو د چایو ډکوم په مینه
گوندې را غږ وکړي څوک:
"درغلمه"
۱۴۰۴.۱.۲۳
««««««««««««««««
نا بلده څراغ
په تیاره کې
د لارې د ورکېدو په تمه ده
مینه،
د یوه نابلده څراغ
په رڼا زړه تړلی
۱۴۰۴.۱.۲۳
««««««««««««««««
خوږ د غزل آمــــــــــــــــــد آورد دی د عشق
غـزل یـو بیــت غـزل یـو فــرد دی د عشق
ګوښه کــــــــــــــې ځان سـره چې ژاړمه زه
په اندازه د مینــــــــــــــــې درد وي د عشق
چــــــــــــــــــې هره لاره يــې تر لاسه نیسم
سیوری لمـرونو کې تل سرد دی د عشق
اوبه کـــــــــــــــــــوو يې موږ د زړه په وینو
حاصل کې رنګ ولې بیا زرد دی د عشق
بهار بهار چــــــــــــــــــــــــــې لکه بدر ګــرځي
د چا پر مـخ پرېوتـــــــــی ګرد دی د عشق
۱۴۰۴.۱.۲۲
««««««««««««««««
بې نوره پیاله
همدا چې شپې کړکۍ پرانیستله
د باد له راننوتو سره
له چت نه
توره بیدیا راښکته شوه
ساعت درېدلی،
خو ستنې یې لا هم
د سترګو پر سپینه پاڼه خړ لوګي انځوروي
زموږ د کور په زړو انځورونو کې
د نیکه شونډې خوځېږي،
خو هیڅ کوم غږ په کې ساه نه اخلي
هندارې له شګو لمن ډکه کړې
چې تیاره کوټه کې پښه نیولې کړي
د مازیګر لمر اوس
د چایو پر پیاله نه تودوي
او یو ناپېژانده سیوری
د مېز ترڅنګه راته داسې ګوري
لکه چې پېژني مې
او زما د خوبونو کیلۍ ورسره دي...
۱۴۰۴.۱.۱۸
««««««««««««««««
ساه،
د دې لپاره اخلم
چې تصویر دې
په آیینه کې پاتې شي
۱۴۰۴.۱.۲۱
««««««««««««««««
په آيينه کې
هغه څوک ساه اخلي
چې هيڅکله
په کې نه و.
۱۴۰۴.۱.۲۱
««««««««««««««««
خپلې سترګې پټې کړې
ترڅو و نه وینم
چې نه ليدل مې دې
څومره لیدلي
۱۴۰۴.۱.۲۱
««««««««««««««««
ښکلا،
لکه یو گډ جوهر دی
چې
پر چا مې
زړه اوبه وڅښي
ته،
سترګو ته را درېږې.
۱۴۰۴.۱.۲۰
««««««««««««««««
مینه درسره لرم
خو
د ځان لپاره
و مې بخښه
که لږ
ځان غوښتی یم.
۱۴۰۴.۱.۲۰
««««««««««««««««
اناري سندره
د شونډو اناري سندره دې
زما له زړه نه
راوتلې لمبه ده
ویې بوله
که غواړې
ډېر درته وسوزم
۱۴۰۴.۱.۲۰
««««««««««««««««
ګونګی نه یم
یوازې
له هغه چا سره غږېږم
چې خوښېږي مې
۱۴۰۴.۱.۲۰
««««««««««««««««
د سپوږمۍ په خندا کې
شپه، ستا د سترګو پر لاره راځي
او ستا له یوې نرۍ موسکا سره،
بېرته خپله لار وهي.
تېره شپه، سپوږمۍ په مینه لاسونه راوغځول...
ښایي غوښتلیې
چې خوب دې دروند نه شي.
نپوهېږم...
زهیې خوښېدم؟
که له تا سرهیې مینه وه؟
او یا ښایي...
دواړهیې پر زړه ناست وو،
چې هره شپه، بې غږ و بې غوږه،
د شعر په غېږه کې،
د خوبونو صحرا ته مخه کړو.
نن شپه،
له هغو شپو نه نه ده...
غږ دې، خپله رڼا کې ډوبېدل هېر کړي،
او په تیاره کې، زما په څېر،
وېرېږي.
او شپه،
چې ستا له سترګو غورځېدلې،
یوه نیمه ټپه له خوږ ګوتې نیسي،
زما د زړه کوټې ته،
له کړکۍ سر راښکاروي.
هلته، چې د خوبونو غېږ کې،
ستا نری غږ،
لا هم د سپوږمۍ له خندا سره
غاړه وړي.
۱۴۰۴.۱.۱۹
««««««««««««««««
مړوند کې دې
شرنګ
شرنګ
بخت خپله بنګړي کېږي
۱۴۰۴.۱.۱۹
««««««««««««««««
زما ماشومتوب
هغو شپو رانه یووړ
چې پلار څراغ و
۱۴۰۴.۱.۱۹
««««««««««««««««
سپوږمۍ پټه ده
ستا د یادو سیوری
زما د زړه څراغ
۱۴۰۴.۱.۱۹
««««««««««««««««
لوېدلې پاڼې
باد تر لاسه ونیو
تر آرام دمخه
۱۴۰۴.۱.۱۹
««««««««««««««««
گلاب ته اور مه ورته کوئ
گلاب ته اور مه ورته کوئ؛
همدا شېبه د غاټولو له خوبه راویښ شوی.
ما لیدل، چې
د خټو په منځ کې،
یوه اوښکه چیغه د شګو له سینې راپورته شوه،
او آسمان د تورو مچیو غوندې وزرونه خپرول.
ما لیدل، چې
باران د زنګوهلي ساعتونو غږونه څښل،
او لمر،
د سترګو سپینو غوندې،
د یوې ړندې نجلۍ له کوڅې تېر شو.
ما لیدل، چې
یوه بوډا،
د خپل ټول عمر سیوری نغري ته اچولی و،
او ګلاب ته یې سندره بلله؛
خو آواز یې،
د شګو له ژبې ورک شو،
لکه هغه زلزله، چې د ماشوم زړه کې ویده ده.
گلاب ته اور مه ورته کوئ
گلاب زموږ د ژوند د باغ
وروستۍ، په خوب کې پاتې پرښته ده،
چې لا هم د عشق د شونډو بوی لري،
او په تیاره کوټه کې،
سترګې ـ سترګې د رڼا خوب ویني.
گلاب ته اور مه ورته کوئ...
راځئ!
یوه شیبه د ګلاب تر سیوري لاندې کینو،
او نور دا اور، چیغې او زنګونه هېر کړو
یوازې هغه عطرو ته غوږ ونیسو،
چې د خوبونو د څڼو له گل سیورو
زموږ ستړي زخمونه دمه کوي.
۱۴۰۴.۱.۱۸
««««««««««««««««
د ژوند واټ
بابا د واټ په سر کې
د خپل ژوند هندارې ته ودرېد
نرۍ موسکا يې پر شونډ تېره شوه
او اوښکې يې
تړمې تړمې
پر ګرېوان وښوېيدې
تر مټ دې نیولی وم
۱۴۰۴.۱.۱۵
»»»»»»»»»»»»»»»»
زه یم
خو یوازې یو سیوری،
د هغه لمر له مینې
چې شته
خو نه ښکاري.
۱۴۰۴.۱.۱۳
««««««««««««««««،
مخ ته لاسونه مه نیسه،
په تیاره کې،
د شپو پر لاره، مزل نه کېږي.
۱۴۰۴.۱.۱۳
««««««««««««««««
د سیوري آزادي
زه نه د خپل سیوري له تښتېدو وېرېږم
او نه له تيارې
زما وېره زما بې خبري ده
ښايي د لمر لاس ځان ته و نه رسېږي
خو زه کولای شم
د شپې ګرېوان ته لاس واچوم
او سپوږمۍ راپټه کړم
لمر،
تل د سړي پښو نه خپل سیوری کاږي
خير!
زه به هغه سیوری شم
چې د دېوالونو تر درزونو اوړي
پرته له دې چې رڼايي ته تم شي
او یا تېښتې ته زړه ښه کړي.
۱۴۰۴.۱.۱۳
««««««««««««««««
مینه او مرګ
مینه هغه دروازه ده
چې بیا نه بېرته کېږي
درست لکه د مرګ دروازه
چې ډېری پرې تللي دي
خو هېڅوک راستانه شوي نه دي
مینه او مرګ
دواړه هغه دروازې دي
چې یوازې پاتې کېدل یې زده دي.
۱۴۰۴.۱.۱۳
««««««««««««««««
بې رنګه انځور
تنهایي، یوه سپینه پاڼه ده
د خاطرو بې رنګه انځور.
تنهایي هغه پاڼه ده چې
د اسویلیو په کنګل شویو لاسونو کې رېږدي،
او کله بیا
د سینې هغه اورنۍ لمبه وي چې
د ژوند په توپاني بادونو کې پناه کوي.
تنهایي یعنې زه.
زه یعنې په خپل ځان کې هغه ورکه شوې مینه
چې نه غواړي څوک یې وموندلای شي.
تنهایي، یعنې زما بې رنګه انځور.
۱۴۰۴.۱.۱۳
««««««««««««««««
چې ته راشې،
زه نه یم
هر ځل،
پخپل وجود کې ورکېږم.
۱۴۰۴.۱.۱۲
««««««««««««««««
واټونه او فاصلې
شپه، په واټونو کې روانه وه
د څراغونو له رڼایي وینه څڅېدله.
ستړی وم،
خو واټ لا هم له لرې
راته غېږ پرانیستې وه
ما په نوکانو د خپل زړه پخوانی زخم ګراوه،
سپوږمۍ د شپو پر ولیو پرته وه
او ستوري
په سترګو کې مې د خوبه خوبه کېدل
یوازې وم، خو چاپېر مې تا نیولی و
سیوری دې زما د ولیو هوا کې ساه اخیسته
واټ په بې پایه چوپتیا کې ښوییده
او شپې، ورو تر شونډو لاندې زما زخمونه غږول
ستړیا نه غوښته راسره پاتې شي
خو د لارې زړه لا هم خبرې غوښتې.
ته مې هلته لرې
څومره نږدې لېدلې،
خو نه سره رسېدو،
ته وا، واټونه چې څومره ځغاستل
فاصلې هغومره پراخېدلې.
۱۴۰۴.۱.۱۲
««««««««««««««««
ستا رنګ
په رنګونو کې نهشته
هر نوم ورته کوچنی دی
ستا رنګ
یوازې ستا رنګ دی.
۱۴۰۴.۱.۱۱
««««««««««««««««
چې ته یې
باور کوم اختر دی
خلک میاشت ویني
چې اختر کوي
۱۴۰۴.۱.۱۰
««««««««««««««««
زړه سپین وساته،
مینه مې لا درباندې ماتېږي،
خو زړه نه درسپارم.
په کومه کوټه کې چې اور بل وي،
تورېږي.
داغ مې نه دی،
درپېرزو.
۱۴۰۴.۱.۱۰
««««««««««««««««
ژبه د زړه تار دی،
که و نه غږېږي،
زما شاعري به څوک
و نه مني.
بې غږه چیغې،
چا اورېدلي دي؟
۱۴۰۴.۱.۱۰
««««««««««««««««
اختر هغه لمر دی،
چې د مینې له دریڅو ځلېږي،
او د زړونو د اسمان پر لمن
په خپل سیوري کې ورک،
ستوري ستوري،
د هیلو د رڼا سپرغۍ شیندل کیږي.
سپرغۍ دې مبارک،
د سپوږمۍ پر شونډو نرۍ موسکا،
چې پر زړونو د مینې ګرمي پیرزو کوي.
۱۴۰۴.۱.۱۰
««««««««««««««««
ما مه خندوه،
ته وخانده...
هغه قاتل،
چې مینه هم کوي،
پر زخمونو
پټۍ ږدي.
۱۴۰۴.۱.۹
««««««««««««««««
د خوب زنګون
خوب د مینې بوی دی
هر وخت پر همدې زنګون سر ږدم
د ستړیا تر سیوري لاندې
دمه خپل عطر شیندي
۱۴۰۴.۱.۸
««««««««««««««««
د وچکاليو بزګري
لېونی دې یم،
لېونتوب مې
مینې ته د لارې لنډولو هیله ده.
په دې ستړي ژوند کې،
ځان ته به په یاد یم،
چې شته یم.
هېرجن مې څه غواړې؟
هېرول د زړه پر ځمکه
د پردي کېدو ویره کرل دي،
د وچکالیو بزګري،
خاورې پر بادونو شیندل دي.
۱۴۰۴.۱.۸
««««««««««««««««
ونې شاعرانې
ونې چوپه خوله شاعرانې دي،
پاڼې یې رنګونه سندرې؛
شنه، سره، طلایي،
او کله هم سپین،
هغه بېغږه او له رازه ډک شور
چې په چوپتیا کې،
د ژوند زړه درزېږي.
او موږ، له لارې هغه ورک مسافر
چې د پاڼو سیوري ته،
د شنې زرغونې رنګین خوبونه وینو،
چې پای یې، د باد په پېچومو کې، ځان لټوي.
۱۴۰۴/۱/۷
««««««««««««««««
زموږ ښار...
زموږ ښار
یوه ورځ
په رنګ او نور کې ډوب و
او آسمان یې رنګین خوبونه لیدل.
خو اوس
له هر دیوال يې
یوازې
یوه درنه چوپتیا
سر را اوچتوي.
زموږ ښار داسې زخمونه خوړلي
چې د مړو شویو څراغونو په چوپتیا کې
خپل دردونه
بې غږه ژاړي.
زموږ ښار
د هغې ونې له سترګو رالوېدلی
چې لاسونه یې
نه ګلونه راوړي او نه
مېوه کوي
او مرغی یې په غشو هغه ټپ خوړلې هيلې دي
چې په وینو سرو لاسونو کې الواته غواړي.
زموږ ښار
یوه کوټه ده
چې خپله هم په کې نه ځاييږي
خوبونه يې پر خپل ځای
چې لویو لارو لا پخوا اغوستي دي
زموږ ښار
هغه جلکۍ ده
چې د هوس تږو يې
د پېغلتوب خوبونه
له ویرې او ډار
ډک کړي دي.
زموږ ښار
داسې یو ښار دی
چې له غرو او سمندرونو لرې
د لمر سیوري ته ښوييدلی.
زموږ ښار
په تیاره کې
خپل زخمونه شماري
خو لا هم
په یوه لرې کوڅه کې
یو څراغ لګېدلی
او یو ماشوم
د کړکۍ شاته
پر ښيښه
لمر انځوروي...
۱۴۰۴.۱.۷
««««««««««««««««
د کبانو آسمان
تر اوبو لږ پورته دی،
کبان ټوپونه وهي،
خو لاسونه یې
نه ورسېږي.
آسمان په اوبو کې
رنګ شوی،
او کبان
هغه ته رسېدل غواړي،
خو هڅه یې،
خالي ستړيا ده.
۱۴۰۴.۱.۶
««««««««««««««««
د خوب بام ته ختلی یم
چې سپوږمۍ لمنې نه راکښم
د بلې شپې ګږنګ مې وېروي
۱۴۰۴.۱.۶
««««««««««««««««
د مینې پر لاره
چې تل د سیوري غوندې تېرېږو،
بختونه مو د باد پر وزرونو
په پټو سترګو لیکل شوي دي...
نیکمرغي هيڅکله اشنا څېره نه وي.
۱۴۰۴.۱.۶
««««««««««««««««
و دې ویل، غوږ شه!
زه د ونې سیوری شوم،
خو ته د باد په څېر
له پاڼو سره لاړې...
هو،
پسرلی دی،
خو کومې پاڼې
چې راغلې دي هیڅ سیوري نه لري.
۱۴۰۴.۱.۵
««««««««««««««««
مینې ته اور ورکړه زما پر شونډو
موسکۍ موسکۍ دې کړه ښکلا پر شونډو
مینې ته خیر دی تل د جل موسم کې
پتري دې ماتې شي زما پر شونډو
غوارم خواره واره یې عطرو غوندې
زلفې پر مخ بوی د خندا پر شونډو
د خپلو شونډو یخ وهلې مچۍ
غواړم تودې کړمه دا ستا پر شونډو
نه دي زما او نه د بل چا شونډې
شونډې مې هېرې کړې د چا پر شونډو
نغمې د شاتو د مچیو بولي
شونډې مې غواړمه چې ستا پر شونډو
بدر موږ ټولو لېونی وباله
چې وې د ژوند نه ده رښتیا پر شونډو
۱۴۰۴.۱.۴
««««««««««««««««
ریښې ریښې یې په لاسونو کې تاوان کښلی دی
لېونتوب مینه کې خپل نوم پر هر ګرېوان کښلی دی
د یاد بادونه دې الوځي د زلفو سیوري کې دې
عطر یې ستا په نیمه لاره پر توپان کښلی دی
د سترګو شپه مې د امید سپوږمۍ ته لاس غځوي
عشقه په نور کې دې سفر راته جانان کښلی دی
زما تقدیر د تورو شپو په تورو لارو باندې
دا ستا نظر د رڼاګانو په تاوان کښلی دی
بدره یادونه یې لاسونه د توپان ښکلوي
زما ارمان د تندې اور چې پر باران کښلی دی
۱۴۰۴.۱.۴
««««««««««««««««
اوبه، هغه بېپایه سیند دی
چې د ځمکې رګونه تازه کوي
لمبې وژني او زاړه رازونه تخنوي
اوبه څاڅکې څاڅکې،
د ژوند د مینې سندره ده.
موږ هغه سیوري یو
چې د اوبو په غېږه کې پایو.
۱۴۰۴.۱.۳
««««««««««««««««
راز
غواړم هر څه بې له ویلو
ووایې،
مینه همدا ده،
پرېږده چې ستا د سترګو سیند کې
لا نور هم ډوب شم،
لکه یو راز،
چې یوازې ته پرې پوهېږې.
۱۴۰۴.۱.۲
««««««««««««««««
د سیورو الوت
خلکو خپل سیوري اغوستي دي
زموږ د اسمان لمر
فکر وړی
چې په اورنۍ ژبه
چا سره څنګه وغږېږي؟
زموږ د اسمان د لمر ژبه
اورنۍ اوړي را اوړي
سیورو چې پرې ځان راځوړند کړی
د لمبو په وړاندې یې خپل ریږدېدلي انځور ته ګوري
د خلکو بې وسه لاسونه
له تودوخې د تېښتې لپاره
خپلو سیورو ته الوزي.
۱۴۰۴.۱.۲
در این مطلب اطلاعات، جزئیات و نکات مرتبط با شعرونه: د ۱۴۰۴ لمریز کال ټول شعرونه بررسی شده است.
جدیدترین اطلاعات و تغییرات مربوط به ژوند در این گزارش ارائه شده است.
جزئیات مهم و نکات قابل توجه درباره سترګو در متن مقاله بررسی شده است.
برچسب:
نویسنده: النا رستمی