کیسهګۍ:
هنداره
په زړو توکو پسې روان هلک، د تنګې کوڅې پای ته رسېده.
په کراره کراره یې قدمونه اخیستل. پښې یې لوڅې وې، وېرېده چې پر څه و نه لګېږي.
هر څو ګامه وروسته، پر اوږه یې درنه بوجۍ سموله.
د نهیليو په توپان کې، د یو زوړ، درز شوي دیوال ترڅنګ ودرېد.
پر مخامخ دېوال لګېدلې هندارې یې نظر خپل کړ.
هنداره کې یو بل هلک ولاړ و.
پاک، ښکلی یخنقاق او پتلون یې په ځان و.
د ښوونځي بکسه یې پر اوږه او خوله یې له موسکا ډکه وه.
هلک خپل ځان ته وکتل: څېرې جامې، خړهپړه څېره، له دوړو ډکه.
حیران و. ورو یې تر شونډو لاندې وویل: "دا زه یم؟"
هندارې ته لږ نږدې شو: " زه هم داسې کېدای شم؟"
پر خپل زړه یې لاس کېښود: "زه به ښوونځي ته ځم... زه به پاکې جامې ولرم... زه به وخاندم، کټ مټ لکه دغه هلک."
یوه شېبه یې سوچ وکړ، بیا یې بوجۍ په اوږه سمه کړه: "لاړم. که بدل شم."
هندارې ورغږ کړل: "په تمه دې یم."
۱۴۰۴.۴.۷
برچسب:
نویسنده: النا رستمی