لنډه کیسه: غریو

ساخت وبلاگ

غریو


لنډه کیسه
د نیکه له غږ سره مینه په منډه حویلۍ ته ووته او په یوه ساه لګيا شوه:(( بابا! پلار جان کله راځي؟))
هغه په غېږ کې را اوچته کړه: ((د بابا ښایستې ځان تیار کړه چې بازار ته ځو.))
مینې د نیکه له مخ نه مچو واخیسته: (( زنده باد بابا جان))
هغه په وچولي ښکل کړه او بیا يې خپلې نږور ته چې خواشینې د سوپې په سر له خپلې خواښې سره ناسته وه او خپل دوه میاشتني ځوی ته شیدې ورکولې، وویل: (( ته هم راسره لاړه شه مینو ګلې ته باید ښکلې بکسه، کتابچې او بوټان واخلو چې د مکتب لومړۍ ورځ په خوشالۍ پیل کړي.))
مینې کوټې ته منډه کړه. مور او نیکه يې هم ورپسې شول. مینه هیندارې ته ودرېده او مور ته يې ږمنځ ورکړ: ((هله! ژر یې را ږمنځ کړه چې ناوخته کېږي.))
نیکه ته زنګ راغی. له خپل بغل جېب نه يې موبایل را و ایست او کړکۍ ته نږدې ودرېد: (( بلې قاضي صاحب! سلام. ...کور ودان...))
غریو ونیو، سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. یوه ژوره ساه يې واخیسته: (( نه نه! قاضي صاحب! شپږ میاشتې نه. پوره کال يې بند کې وساتئ... هو! یو کال... چې عقل يې سر ته راشي. هلته به هم له نېشو خلاص وي او هم به یو کار و کسب زده کړي... هو مرکزي زندان ته يې بوځئ، که راته نږدې وي، تګ راتګ به ورته زیات وي... مننه، مننه.))
مینې په چیغو د هغه په خوا ور منډه کړه او تر لاسونو يې کلک ونیو: ((تا ویل پلار جان کابل کې دی. تا خو بندي کړی. ولې بابا ولې؟))

۱۴۰۲.۲.۹

+ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۲/۱۲ ساعت 9:24 AM ليکوال صديق الله بدر  | 

لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 25 تاريخ : پنجشنبه 20 ارديبهشت 1403 ساعت: 11:05