لنډه کیسه:
چای
کله چې په سپوږمۍ کې د څوارلسمې څنډې اوسېدونکی شوم، هوا یې یخه وه خو همیشه یې بهار رایاداوه.
یو کوچنی ماشین مې درلود، هره ورځ یې د ځمکې یوه خاطره چای ته اړوله.
ما په پیاله کې چای ته کتل. ختونکی تاو یې د خپل کلي د ګرمې نانوایۍ وره ته ودرلم چې خلاصېدو سره یې، کلی د تازه ډوډۍ خوږ بوی په سر اخیسته.
ځان سره مې وویل:
«کاشکې دغه چای یوازې خوشبویي درلوده، نه یادونه.»
ماشین ته مې وکتل، ویې ویل:
«دا خاطره نه ده، دا ژوندی ذهن دی. دوه ځایه اوسېدل دي.»
د چایو پیاله مې بیا ډکه کړه، سپوږمۍ په ډډه واوښته، سترګې یې تلې راتلې.
له ځانه سره مې کړل:
«دا ځل چای مه څښه.»
یو چا پر ولي لاس راکېښود،
موسک شو:
«زه هم له ځمکې راغلی یم.»
غوښتل مې څه وپوښتم، په خبرو کې راولوېد:
«ځمکه اور ګرځېدلې، تودخه په کې چیغې وهي. چای راچاوه، د ځمکې ګرمي د سپوږمۍ په یخ سیوري کې په همدی چای به ماتوو.»
غوسه راغله، د بدلون ابۍ بوره ښکاره شوه. همدا چې د چایو پیاله په لاس راولاړ شوم، موسکا مې پر شونډو وچېچله:« خپله ډېر بد بدل شوی یم...ههههه!»
۱۴۰۴.۱.۳۰
نوټ: د کابل بې حده ګرمي او اقلیمي بدلون.
برچسب:
نویسنده: النا رستمی