کیسه د شعر په بڼه
نیمګړې مینه، نیمګړې کیسه
هغه یې خوښېده،
بېقید و شرطه، بېمنته.
ته وا، خپل ټول شتون یې د یوې نګاه، یوې خوږې موسکا او یو نري غږ لپاره وقف کړی و.
خپله مینه ورته پوره ښکارېده،
لکه هغه شعر، چې وزن او قافیهیې هېڅکله نه ماتېږي.
خو ژوند…
ژوند تل له نیمګړو کیسو سره ډېر عاشقانه چلند لري.
هغوی د مینې لاس نیولی و،
خو هر وار چې پای ته نږدې کېدل،
تقدیر بڼه اړوله.
اوس،
هغه پاتې دی،
او هغه عکس، چې پر شونډو یې خوره موسکا زړونه سکونډي.
او یو زړه،
چې هره شپه تر سهاره، له نیمګړې کیسې سره په ویښه تېروي…
یوه پوره مینه،
په هغه داستان کې، چې هېڅکله پای ته ونه رسېده.
۱۴۰۴.۵.۱۵
یادښت: غوښتل مې دا محور په شعر کې راوړم، خو الفاظو یې خپله د کیسې بڼه غوره کړه.
لیکنی جوړښت مې د آزاد شعر په بڼه برابر کړی، ګوندې هم د شعر او هم د کیسې تنده خړوبه کړي.
برچسب:
نویسنده: النا رستمی