لنډه کیسه: عزت

ساخت وبلاگ

لنډه کیسه

عزت

د ده بوري څلورلاري ته يې نږدې اندېښمنه ها خوا دېخوا وکتل او یو دم يې موټر له عمومي سرک نه اکسوس خپرنځي ته نږدې کوڅې ته تاو کړ. څو سورلیو پرې غږ وکړ: (( ولې داسې تاو شوې. چېرته مو بیایې؟))

ډرېور ته زنګ راغی. موبایل يې غوږ ته کړ: ((ښه، ښه. کور ودان چې و دې ویل، سهي ده پل سرخ څخه نه د شورا سرک نه وځم.))

موبایل يې چې بند کړ، لږ څه يې شاته مخ ورکوږ کړ او ويې ویل: ((خدای دې خیر کړي، ښار ته مو بیایم.))

له درېیمې څوکۍ یوه سورلي غږ وکړ: ((که موږ درته ویلی چې داسې ځه والله که په عمر کې هم لاړ شې. سل بهانې راوړې او زیاتې پیسې غواړې.))

ډرېور په خندا وویل: ((هو، سمه خبره کوې، لږه ستونزه وه.))

آرتل پله ته نږدې له ځان سره وبوګنېد: (( اوه، خدایه! اوس دوی سره څه وکړم. د وتو لار هم نشته...))

څنګ سېټ کې ناست، سورلي ورنه وپوښتل: (( څه دې وویل، پوه نه شوم.))

ده سم له واره ځواب ورکړ: ((ترافیک مې ښودل.))

ترافیک يې مخې ته ودرېد او ده ځای په ځای برېک ونیو.

د عقب نما ښېښې له شانه يې خپل لیسنس او جواز سیر دواړه واخیستل او له موټر نه ښکته شو.

ترافیک په غوسه ورته وویل: ((له ده بوري نه چې دې ځان رانه پناه کړ، پوه شو چې دلته دې باید وګورو.))

ترافیک له موټر نه تاو راتاو شو او بیا مخامخ ډرېور ته ودرېد: (( پلېټ نمبر دې چېرې، ولې دې نه دی لګولی؟ ما ویل چې څه کیسه خو شته چې تېښته کوې.))

ډرېور غاړه کږه کړه: (( صاحب! لږ ډېر خېرن شوی و، کور ته مې یووړ چې ويې مينځي. په وتو کې رانه هېر شو.))

- د نن خبره نه ده، دا درېیم څلورم ځل دې دی چې خلک پاذابوې او کوڅه په کوڅه يې ګرځوې.

یو هلک چې د ده له موټر نه ښکته شوی و، وویل: ((صاحب، ښه شارګشت يې راکړ، نېغ سرک يې پرېښود او د شورا له سرک نه يې را وویستو.))

ترافیک بیا وپوښتل: ((بد سړی نه راښکارې خو بې پیلېټه ګرځېدل دې قانوني کار نه دی. که ورک وي، راغلی به وې بل به مو درکړی و.))

ډرېور ته يې بد بد وکتل: (( ځواب نه راکوې، څه دي کړي، مجبوره یو چې ځان سره دې بوځو او قانون درباندې تطبیق کړو. هله! سورلۍ دې ښکته دې کړه.))

د ډرېور سترګې اوښکې اوښکې شوې. غوښتل يې څه ووايي خو ستونی يې غریو ونیو او له یوه ساړه اسویلي سره د خپل موټر په بانټ تکیه شو او پرله پسې يې تر شونډو لاندې تکرار کړه : ((ما څه نه دي کړي. ما څه...))

یو پلنګ کوچ موټر د ده د پلنګ کوچ څنګ ته ودرېد او ډرېور يې په بېړه راښکته شو او ترافیک ته يې وویل: (( ده څه نه دي کړي، په ده باندې شوې دي.))

- څه پرې شوې، ولې يې نه وايي؟

- وايې يې خو نپوهېږم ویلې په ویلو يې شرم ورته ورځي.

د خپل انډیوال له دې خبرې سره ډرېور خپلې اوښکې پاکې کړې، خپله لمن جګه کړه او په لږ جګ غږ يې وویل: (( میاشت مخکې په تیاره کې ماښام غلو موټر رانه بېوه، جنګ مې ورسره وکړ. په چاقو ګانو يې ووهلم او بیا د خلکو په راټولېدو سره وتښتېدل.))

خپلې لاړې يې تېرې کړې او کرا کرار بیا لګیا شو: (( همدا یو موټر مې دی، د دارو درمل پیسې مې نه وې، یو شناخته ته مې د پیسو په بدل کې نمبر پلېټونه په امانت پرېښودل.))

ډرېور په ژړا شروع وکړه او په ژړا ژړا کې يې وویل: (( خبره مو راباندې وکړه، ما د هغه شناخته د عزت په خاطر دا نه ویل.))

۱۴۰۳.۳.۱۴

+ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۳/۱۵ ساعت 11:18 AM ليکوال صديق الله بدر  | 

لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 10 تاريخ : پنجشنبه 14 تير 1403 ساعت: 10:57