خرید بک لینک
د اوښکو ملګریباران ورېده. سارا د کړکۍ تر څنګ ناسته وه، سترګې یې لمدې وې. ورور یې ورو ورنږدې شو: "ولې ژاړې؟ باران خو "څوک نه ژړوي.سارا ورو وویل: "دا باران نه دی… زما سترګې "ووري.ورور یې له جېبه دستمال راویست او د هغې اوښکې یې پرې وچې کړې.— ښه ده، زه به دا وساتم. که بیا غم درته مخه کړه، ورته وایو چې ته ملګری لرې.سارا موسکۍ شوه. د باران څاڅکي او د هغې وروستۍ اوښکه په دستمال کې ګډ شول.۱۴۰۴.۵.۲۴ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

لنډه کیسه:بې‌سکونه چوپتیا باران د کړکۍ ښیښه وټکوله. ډېوه د کړکۍ ترڅنګ ولاړه وه. چای‌یې په لاس کې یخ شوی و، خو کاته‌یې لا هم ګرم وو.د وره غنګا شوه، مور یې غلې کوټې ته راننوته:"لا هم هېڅ نه وایې؟ لورې، لږ وغږېږه، خبرې وکړه.ډېوې له یوې ترخې موسکا سره ورو وویل: "مورې... یو وخت به چوپتیا سکون راکاوه، خو اوس؟ اوس راته یوه سزا ښکاري.مور لږ ور وړاندې شوه:"چوپتیا خو پخوا هېڅکله دومره درنه نه وه..."ډېوې یوه ژوره ساه واخیسته:"هو... خو اوس داسې احساسوم، لکه هغه خبرې چې ما باید کړې وای، و نه کړې... اوس وخت ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

کیسه د شعر په بڼهنیمګړې مینه، نیمګړې کیسه هغه یې خوښېده،بې‌قید و شرطه، بې‌منته.ته وا، خپل ټول شتون یې د یوې نګاه، یوې خوږې موسکا او یو نري غږ لپاره وقف کړی و.خپله مینه ورته پوره ښکارېده،لکه هغه شعر، چې وزن او قافیه‌یې هېڅکله نه ماتېږي.خو ژوند…ژوند تل له نیمګړو کیسو سره ډېر عاشقانه چلند لري.هغوی د مینې لاس نیولی و،خو هر وار چې پای ته نږدې کېدل،تقدیر بڼه اړوله.اوس،هغه پاتې دی،او هغه عکس، چې پر شونډو یې خوره موسکا زړونه سکونډي.او یو زړه،چې هره شپه تر سهاره، له نیمګړې کیسې سره په ویښه تېروي…یوه پورادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

لنډه کیسه:د وچو اوبو پر ژۍ لعل جان د کلي وروستی کس و چې لا هم زړه یې له خپل ټاټوبي نه شکېده. نور ټول کډه شوي وو. کوڅې له دوړو ډکې وې. د جومات ملا له دوو جمعو راهیسې نه و راغلی.څاه، چې د کلي د منځ سترګه وه، اوس یې کاته وچ وو. د ډبرو له منځه به نور یو څاڅکی هم نه راوت. ماشومان له تندې داسې ژړل لکه جل وهلې سپرغۍ چې د باران چیغې وهي.نازو، د لعل جان مېرمن، له څلورو ورځو راهیسې دواړه پښې په یوه موزه کړې وې او ويل يې: "سړیه، نور نه کېږي! کلی نور پاتې بوله!"لعل جان نور خپلې اوږې درنې احساسولې. هر سهار ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

لنډه کیسه:چای کله چې په سپوږمۍ کې د څوارلسمې څنډې اوسېدونکی شوم، هوا یې یخه وه خو همیشه یې بهار رایاداوه.یو کوچنی ماشین مې درلود، هره ورځ یې د ځمکې یوه خاطره چای ته اړوله.ما په پیاله کې چای ته کتل. ختونکی تاو یې د خپل کلي د ګرمې نانوایۍ وره ته ودرلم چې خلاصېدو سره یې، کلی د تازه ډوډۍ خوږ بوی په سر اخیسته.ځان سره مې وویل:«کاشکې دغه چای یوازې خوشبویي درلوده، نه یادونه.»ماشین ته مې وکتل، ویې ویل:«دا خاطره نه ده، دا ژوندی ذهن دی. دوه ځایه اوسېدل دي.»د چایو پیاله مې بیا ډکه کړه، سپوږمۍ په ډډه واوښتهادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

خړ سیورید خندا غږ یې، په نري شمال کې، له شنو ونو هم خوږ و. غوټۍ نومېده. خلکو ویل، هغه د ښاپېریو له ټبره ده. کله چې به غوټۍ خپه وه، سپین بازان به یې پر بام کېناستل. خو غوټۍ به دا خبره نه منله: "زه بشر یم، خو زړه مې… زړه مې شاید له بلې نړۍ دی." غوټۍ په یو ځوان مئینه وه چې کله کله به یې دلته راپېښه کوله. هغې ایاز باله. ایاز هر ځل به داسې ایسیده لکه چې همدا شېبه له اوږده خوبه راویښ شوی وي.د ایاز له راتګ سره به دواړه، ډېر وخت د سیند پر غاړه ناست وو. بره د اسمان په سپينو ورېځو کې به یې ځان ته کورګکي ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

کیسه‌ګۍ:هنداره په زړو توکو پسې روان هلک، د تنګې کوڅې پای ته رسېده.په کراره کراره یې قدمونه اخیستل. پښې یې لوڅې وې، وېرېده چې پر څه و نه لګېږي.هر څو ګامه وروسته، پر اوږه یې درنه بوجۍ سموله.د نهیليو په توپان کې، د یو زوړ، درز شوي دیوال ترڅنګ ودرېد.پر مخامخ دېوال لګېدلې هندارې یې نظر خپل کړ.هنداره کې یو بل هلک ولاړ و.پاک، ښکلی یخن‌قاق او پتلون یې په ځان و.د ښوونځي بکسه یې پر اوږه او خوله یې له موسکا ډکه وه.هلک خپل ځان ته وکتل: څېرې جامې، خړه‌پړه څېره، له دوړو ډکه.حیران و. ورو یې تر شونډو لاندې وویادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

ورک ماشومتوبجلکۍ، له جبري کډې کولو، کلونه وروسته، راګرځېدلې وه. لاس یې پر زنګ خوړلې بټنه کېښوده، خو نه د دې لپاره چې څوک ور پرانېزي، غوښتل یې د تېر وخت غږ واوري.ورو یې له ځانه سره وویل: " که لا هم دلته څوک وي، غږ به مې وپېژني؟"هغه ور چې یوه ورځ په شوق خلاصېده، اوس غلی و او تر شا یې له کلونو تر دوړو لاندې خاطرې پټې وې.ماشومتوب یې په ذهن کې په ترپکو شو: "ولې دومره وځنډېدې؟"هغه د چا لیدو لپاره نه وه راغلې، غوښتل یې ځان ته غاړې وځي، له هغې ورکې ماشومې سره چې همدلته، د همدې وره تر شا، ورنه هېره شوې ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

کیسه‌ګۍسوځېدلی خیال ملابانګ راویښ شوم، کوټه کې هیڅوک نه وو. بسترې ته مې وکتل، زه هم نه وم. ښیښه کې، هېڅ انځور نه ښکارېده.د کور دروازې خلاصې راکتلې، خو نه څوک تلل او نه راتلل. کوټه تشه وه، حتی له ما.غږ مې وکړ، خو خپل غږ مې وانه ورېد. سیوری مې هم نه و، له لاسونو مې حس ختلی و. یوازې یم، خو یوازیتوب هم نه وایي چې درسره یم.غوږونو کې مې بونګهاری شو: "ته نور نشته یې."په غوږونو مې لاس کېښود، احساس مې وکړ چې هغه غږ زما و... هغه زه وم، یو سوځېدلی خیال.۱۴۰۴.۴.۵ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: شنبه 31 مرداد 1405 ساعت: 13:06

داستان کوتاه مزاحمتمثل همیشه، ذکیه جان امروز نیز با رد شدن از مقابل دفترم با تبسمی ملایمی گفت: سرمعلم صاحب اجازه مزاحمت است؟گفتم: بلی، مهربانی.با گفتن سلام و صبح بخیر با سرعت به صنف درسی اش رفت. من مصروف مطالعه نامه های صندوق شکایات مکتب شدم. اینبار هم تعداد نامه ها زیاد بود. شکایاتی که هر ماه به ارزیابی آن می پردازیم.با خواندن نامه ها عصبانیتم نسبت به شاگردان و معلمان بیشتر شد. دو سوم شکایت ها متوجه ذکیه جان می شد.معلمان نوشته بودند که ذکیه جان با حرف ها و کنایه هایش آنان را به باد مسخره می گیرد و هر روز آزار و اذیت می کند.شاگردان نوشته بودند که استاد ذکیه با وعده های شیرین فریبکاری می کند و در ارزیابی های روزمره هیچ نمره کمکی به شاگردان نمی دهد.با فکر کردن در مورد عادات و برخورد های ذکیه جان که من از آن متاثر گشته ام، خواستم تمام نامه هایی را که در آنها از ذکیه جان شکایت شده است، یکی یکی پاره کنم. اما فکر کردم بهتر است که با خود به خانه ببرم و بسوزانم. ترسم این بود که اگر این همه نامه ها بدست مدیر و در نهایت بدست هیات های معارف بافتند، با ذکیه جان برخورد نادرست خواهد شد و این چیزی بود که من نمی خواستم. غرق در همین فکر بودم که صدای مرا تکان داد: "مزاحمت کنم."خودش بود، ذکیه جان بود. نفسی عمیقی کشیدم و با کمی عصبانیت گفتم: بلی، مهربانی!!!ذکیه جان با تبسم و خنده ی شیطنت آمیزی گفت: "مزاحمت کردم" و با سرعت از آنجا دور شد. 1403.3.14 +ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۳/۱۵ ساعت 11:15 AM ليکوال صديق الله بدر  |  ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 14 تير 1403 ساعت: 10:57

لنډه کیسهعزتد ده بوري څلورلاري ته يې نږدې اندېښمنه ها خوا دېخوا وکتل او یو دم يې موټر له عمومي سرک نه اکسوس خپرنځي ته نږدې کوڅې ته تاو کړ. څو سورلیو پرې غږ وکړ: (( ولې داسې تاو شوې. چېرته مو بیایې؟))ډرېور ته زنګ راغی. موبایل يې غوږ ته کړ: ((ښه، ښه. کور ودان چې و دې ویل، سهي ده پل سرخ څخه نه د شورا سرک نه وځم.))موبایل يې چې بند کړ، لږ څه يې شاته مخ ورکوږ کړ او ويې ویل: ((خدای دې خیر کړي، ښار ته مو بیایم.))له درېیمې څوکۍ یوه سورلي غږ وکړ: ((که موږ درته ویلی چې داسې ځه والله که په عمر کې هم لاړ شې. سل بهانې راوړې او زیاتې پیسې غواړې.))ډرېور په خندا وویل: ((هو، سمه خبره کوې، لږه ستونزه وه.))آرتل پله ته نږدې له ځان سره وبوګنېد: (( اوه، خدایه! اوس دوی سره څه وکړم. د وتو لار هم نشته...))څنګ سېټ کې ناست، سورلي ورنه وپوښتل: (( څه دې وویل، پوه نه شوم.))ده سم له واره ځواب ورکړ: ((ترافیک مې ښودل.))ترافیک يې مخې ته ودرېد او ده ځای په ځای برېک ونیو. د عقب نما ښېښې له شانه يې خپل لیسنس او جواز سیر دواړه واخیستل او له موټر نه ښکته شو.ترافیک په غوسه ورته وویل: ((له ده بوري نه چې دې ځان رانه پناه کړ، پوه شو چې دلته دې باید وګورو.)) ترافیک له موټر نه تاو راتاو شو او بیا مخامخ ډرېور ته ودرېد: (( پلېټ نمبر دې چېرې، ولې دې نه دی لګولی؟ ما ویل چې څه کیسه خو شته چې تېښته کوې.))ډرېور غاړه کږه کړه: (( صاحب! لږ ډېر خېرن شوی و، کور ته مې یووړ چې ويې مينځي. په وتو کې رانه هېر شو.))- د نن خبره نه ده، دا درېیم څلورم ځل دې دی چې خلک پاذابوې او کوڅه په کوڅه يې ګرځوې.یو هلک چې د ده له موټر نه ښکته شوی و، وویل: ((صاحب، ښه شارګشت يې راکړ، نېغ سرک يې پرېښود او د شورا له سرک نه يې را وویستو.))ترافیک بیا وپوښتل:ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 14 تير 1403 ساعت: 10:57

مور# د بغلان د سیلاب یو تصویرپه وجود خواره ګل مینه، په یوه هیبتناکه کړیکه، اخ زېور مې، د خپلې غېږې ماشوم خپل خاوند ته ورکړ او له کلا سره نږدې د روان سیلاب په لور روانه شوه. دوه درې ښځو راکلکه کړه، دوې ښځې چې تر هغې تکړه او قوي وې په ځمکه ولوېدې او درېيمه هغه شاته شوه. هغې پيڅې بډوهلې او په منډه شوه. په منډه منډه يې په جګ غږ له ځانه سره لګیا شوه: ((ما مه ایساروئ، د زړه ټوټه زیور جان مې یوازې نه پرېږدم. بې له ما به يې ساه وخېږي.))ګلابي څادر يې له سره ولوېد او خټو کې ورک شو. زوی يې د مخامخ کلا له هلکانو سره د دېوال بېخ ته ولاړ و. نه د ګاونډي کلا ته ننوتی شو او نه د سیلاب له وېرې خپلې کلا ته راتلی شو. ګل مینې پر خپل زوی غږ وکړ: (( مور درنه ځار شه، در رسېږم، نور هم د دېوال بېخ ته شه.)) سترګې يې راغلې لاړې. زوی ورښکاره نه شو. منډه يې تېزه کړه. سیلاب په مخه کړه. زورونه يې وهل چې د زوی خوا ته لاړه شي: ((زېور رانه نه شې وړلای.))څه يې ولیدل. له سیلاب سره ور روانه شوه. غږ يې ټپ شو. سبا ته چې خلکو د خټو له منځه جنازې رایستلې، یو سړي د یوې مېرمنې په لیدو چې یو ماشوم يې له سینې سره جوخت نیولی و، چیغه کړه: ((دا زما د زېور او د هغه د مور جنازې دي.))۱۴۰۳.۲.۲۵ +ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۳/۰۱ ساعت 9:22 AM ليکوال صديق الله بدر  |  ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: جمعه 11 خرداد 1403 ساعت: 1:46

غریولنډه کیسهد نیکه له غږ سره مینه په منډه حویلۍ ته ووته او په یوه ساه لګيا شوه:(( بابا! پلار جان کله راځي؟))هغه په غېږ کې را اوچته کړه: ((د بابا ښایستې ځان تیار کړه چې بازار ته ځو.))مینې د نیکه له مخ نه مچو واخیسته: (( زنده باد بابا جان))هغه په وچولي ښکل کړه او بیا يې خپلې نږور ته چې خواشینې د سوپې په سر له خپلې خواښې سره ناسته وه او خپل دوه میاشتني ځوی ته شیدې ورکولې، وویل: (( ته هم راسره لاړه شه مینو ګلې ته باید ښکلې بکسه، کتابچې او بوټان واخلو چې د مکتب لومړۍ ورځ په خوشالۍ پیل کړي.))مینې کوټې ته منډه کړه. مور او نیکه يې هم ورپسې شول. مینه هیندارې ته ودرېده او مور ته يې ږمنځ ورکړ: ((هله! ژر یې را ږمنځ کړه چې ناوخته کېږي.))نیکه ته زنګ راغی. له خپل بغل جېب نه يې موبایل را و ایست او کړکۍ ته نږدې ودرېد: (( بلې قاضي صاحب! سلام. ...کور ودان...))غریو ونیو، سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. یوه ژوره ساه يې واخیسته: (( نه نه! قاضي صاحب! شپږ میاشتې نه. پوره کال يې بند کې وساتئ... هو! یو کال... چې عقل يې سر ته راشي. هلته به هم له نېشو خلاص وي او هم به یو کار و کسب زده کړي... هو مرکزي زندان ته يې بوځئ، که راته نږدې وي، تګ راتګ به ورته زیات وي... مننه، مننه.))مینې په چیغو د هغه په خوا ور منډه کړه او تر لاسونو يې کلک ونیو: ((تا ویل پلار جان کابل کې دی. تا خو بندي کړی. ولې بابا ولې؟))۱۴۰۲.۲.۹ +ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۲/۱۲ ساعت 9:24 AM ليکوال صديق الله بدر  |  ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 20 ارديبهشت 1403 ساعت: 11:05

له تا سره تر مخه ښې وروستهیوازنی شی چې هيڅکله به يې نه هېرومتر سترګو ولاړ لامده باڼه به مې ويچې تا به را یادويکه زه خوشاله وم او که خپګان ترلاسه نیولی به ومهمدا پرون زوی مې له ما نه پټ پټله خپلې مور سره د خپلې مينې او مئينتوبکیسې کولېپه دې خوشالۍ کې چې زوی مې ستر شوی باڼه مې لامده شولاو ته رایاده شویپه زوی مې زړه درد وکړ۱۴۰۱.۸.۲۹«««««««««««««جنګ که څومره بد هم دی جنگ د سترګو خوښ مې دیدې جنګکې په سترګو کې ټوله سوله ســــــــــــــوله وي۱۴۰۱.۸.۲۳«««««««««««««لا د سیند له څپو خروشاوډوبېدو نهپه څه نپوهېږمزهتازه همدا اوسد ساحل غاړې ته رسېدلی یمیوازې سیند پېژنم د مینې کار دی ډېره سخته ده چې څوک دېدا و واييزړه چې غوښته چې ډوب شي هلته يېتهلېدلې وې۱۴۰۰.۸.۲۶«««««««««««««دلته او هلتهپه هر ځای کې دې لټومنپوهېږمولې دا گمان کومچېپه دې باور یمته همدومره ډېره یې اوآیینهد آیینې مخې ته ولاړه یې۱۴۰۱.۸.۲۵«««««««««««««باران مې خوښېږيخو پر لارې مې هم زړه درد کويد پلیو په بوټانو کې به يېغوښې نښتې وي ۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««چېتا غوندې شيځان به هغسې سینګار کړيخو له خپلو وړو سترگو سره بهڅه کوي۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««کاش پوهېدم ته هم رښتیا راسره مینه لرېلږ ډېر به مې د نن لپاره مینه کول درسره ساتلي وو۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««هر څوک به خپلې خوښې ته پرېږدوته له ما سره مینه وکړهزه به له تا سره مینه کوم۱۴۰۱.۸.۲۳«««««««««««««خوله مې اوبه کويدعا مې کړې وهچې د اننګیو باغچه دېالوچې راشنه شي۱۴۰۱.۸.۲۲«««««««««««««درد به لريخو پرهرونه دومره بد هم نه ديڅړیکې يې نه مې پرېږديچې ته راشېاو زه خوب تر لاس نیولیچېرته وړی یم۱۴۰۱.۸.۹«««««««««««««ته د شونډو په کونج کېراته موسکۍ شوېچا ګناه وبللکاش مینه همیشه همداسېثوابي شي۱۴۰۱.۸.۲«ادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: جمعه 4 اسفند 1402 ساعت: 14:02

ډرامه څه شی ده؟صدیق الله بدرډرامه هم کیسه ده، خو ډرامه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.مکالمه یا ډیالوګ د ډرامې اصلي برخه جوړوي او له دې کبله په کار ده چې ښه استحکام ولري، ځکه کېدای شي له يوې وړې تېروتنې سره دړې وړې شي. د ډرامې ديالوګونه معمولا لنډ او ساده وي، اوږده او پېچلي الفاظ د ډرامې د هدف د ښه درک کولو خنډ ګرځي. ادبپوهان د ډرامې د ډيالوګونو پر خوږوالي او محاوروي انداز ټينګار کوي. خو په ډرامه کې تر هرڅه لومړی طرح یا پلاټ مهم توکی ګڼل کېږي. د ډرامې طرح؛ د متن د اساسي پیکرې سکلېټ دی. هرڅومره چې طرح قوي وي په هماغه اندازه په لوستلو او اجرا کولو کې د متن کاميابي تضمينېږي. ليکوال باید د طرحې د قوت لپاره په طرح کې د علت او معلول اړيکي، د طرحې او په ډرامه کې د موجودو عناصرو فني جوړښت، د صحنو ترکيب بندۍ یا د پېښو رامنځته کولو، کرکټرکښلو او د ژبې ټاکلو ته توجه وکړي.کله چې د يوې ډرامې لپاره مو خپله طرحه چمتو کړله، په کار ده چې د هغه داستان لکه د يوه واقعي تمثيل يا اجرا لپاره پخپل ذهن کې پلي کړو. طرحې ته د ډرامه يي جوړښت ورکولو لپاره بايد ځينې مرحلې عملي شي. ډرامه ليکونکي په دې نظر دي، چې دغه طراحي له يوې مقدمې سره پیلېږي او له کرکټرکښنې، غوټه ورکولو، تلوسې، ټکر او اوج سره پر مخ ځي او له يوې پايلې سره پای ته رسېږي. مقدمه:لیدونکو ته د لومړنيو معلوماتو ورکول، د ډرامې مقدمه یا سریزه ده. په پښتو ادبیاتو کې دې مقدمې یا سریزې ته پیژندګلو هم وایو. کله کله دغه مقدمه له يوې پيښې سره پيلېادامه مطلب

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: دوشنبه 24 مهر 1402 ساعت: 14:33

صفحه بندی