شعرونه: ۱۴۰۱ له څلورمې تر نهمې میاشتې

ساخت وبلاگ

له تا سره تر مخه ښې وروسته

یوازنی شی چې هيڅکله به يې نه هېروم

تر سترګو ولاړ لامده باڼه به مې وي

چې تا به را یادوي

که زه خوشاله وم او که خپګان ترلاسه نیولی به وم

همدا پرون

زوی مې

له ما نه پټ پټ

له خپلې مور سره د خپلې مينې او مئينتوب

کیسې کولې

په دې خوشالۍ کې چې زوی مې ستر شوی

باڼه مې لامده شول

او ته رایاده شوی

په زوی مې زړه درد وکړ

۱۴۰۱.۸.۲۹

«««««««««««««

جنګ که څومره بد هم دی جنگ د سترګو خوښ مې دی

دې جنګ‌کې په سترګو کې

ټوله سوله ســــــــــــــوله وي

۱۴۰۱.۸.۲۳

«««««««««««««

لا د سیند له څپو

خروش

او

ډوبېدو نه

په څه نپوهېږم

زه

تازه همدا اوس

د ساحل غاړې ته رسېدلی یم

یوازې سیند پېژنم

د مینې کار دی

ډېره سخته ده چې

څوک دې

دا و وايي

زړه چې غوښته

چې ډوب شي

هلته يې

ته

لېدلې وې

۱۴۰۰.۸.۲۶

«««««««««««««

دلته او هلته

په هر ځای کې دې لټوم

نپوهېږم

ولې دا گمان کوم

چې

په دې باور یم

ته

همدومره ډېره یې

او

آیینه

د آیینې مخې ته ولاړه یې

۱۴۰۱.۸.۲۵

«««««««««««««

باران مې خوښېږي

خو پر لارې مې هم زړه درد کوي

د پلیو په بوټانو کې به يې

غوښې نښتې وي

۱۴۰۱.۸.۲۴

«««««««««««««

چې

تا غوندې شي

ځان به هغسې سینګار کړي

خو

له خپلو وړو سترگو سره به

څه کوي

۱۴۰۱.۸.۲۴

«««««««««««««

کاش پوهېدم

ته هم رښتیا راسره مینه لرې

لږ ډېر به مې

د نن لپاره

مینه کول درسره ساتلي وو

۱۴۰۱.۸.۲۴

«««««««««««««

هر څوک به خپلې خوښې ته پرېږدو

ته له ما سره مینه وکړه

زه به له تا سره مینه کوم

۱۴۰۱.۸.۲۳

«««««««««««««

خوله مې اوبه کوي

دعا مې کړې وه

چې د اننګیو باغچه دې

الوچې راشنه شي

۱۴۰۱.۸.۲۲

«««««««««««««

درد به لري

خو پرهرونه دومره بد هم نه دي

څړیکې يې

نه مې پرېږدي

چې ته راشې

او زه خوب تر لاس نیولی

چېرته وړی یم

۱۴۰۱.۸.۹

«««««««««««««

ته د شونډو په کونج کې

راته موسکۍ شوې

چا ګناه وبلل

کاش مینه همیشه همداسې

ثوابي شي

۱۴۰۱.۸.۲

«««««««««««««

تا په کې وینم
د خوب رخه کېږي
چې نه راځي

۱۴۰۱.۸.۹

«««««««««««««

د ريښې ريښې ګرېوان د لاسه مې

له تا سره د لېونتوب تر کچې مينه

پټه نه کړای شوه

که چا ته

زما له هغه لیکونو

څه و نه وايې

چې یوازې مې تا ته لیکلي دي

هیڅوک به و نه پوهېږي

چې لیک لوست هم کولای شم

که چېرته

له شونډو دې د موسکا کوترې ژر وا نه لوزي

زما به هم دا هېرېږي

چې يو وخت شاعر پاتې شوی یم.

۱۴۰۱.۴.۹

«««««««««««««

ارمان مو دا دی

چې ته هغه هینداره و اوسې

چې زه په کې خپل ځان و گورم

او زه

هغه هینداره شم

چې تا ویني، و ځلېږي

راځه

داسې یو څه شو

چې هیندارې یې

ارمان وکړي

۱۴۰۱.۸.۲

«««««««««««««

هر توری چې لکه مرغۍ ستا له ژبې الوزي

زما د روح پر څانگو کیني

څانگې غوټۍ غوټۍ گلونه سپړي

پر ژوند د مینې عطر شیندي

مینه مستېږي

او اتڼ ته لېڅې بډ وهي

ته خپلې جادو ته موسکۍ شې

او زه همدې شېبې ته مرم

ستا پر شونډو نرۍ موسکا ته

موسکه شه

توري پرېږده چې ستا له ژبې والوزي

او گلونه گلونه

د مینې عطر وشیندي

او زه تندې وهلی یې

د روح په لپو

لپې لپې وڅښم

او ته پر شونډو نرۍ موسکا ته دې

گوته په غاښ يې

۱۴۰۱.۸.۱

«««««««««««««

درد چې څومره په درد

سر پر دېوال وهلی یم

غواړم هغومره يې

له دېوالونو سره وجنګوم

خو درد دی

درد نه شم ورکولای

۱۴۰۱.۷.۱۱

«««««««««««««

په لومړي ځل

چې د زړه ور مې درته پرانیست

غوښتل مې وپوښتم:

آیا کولای شې

په دې کور کې راسره و اوسې

۱۴۰۱.۷.۹

«««««««««««««

هره شپه

د خپلو سترګو د باران د څاڅکو په رڼا کې

خپلو خوبونو ته

ستا د موسکا نرۍ جامې وراغوندم

١٣٩٧.٧.٤

«««««««««««««

موږ خپله ژبه موندلې

که ته و نه غږېږې هم

زړه مې تا اوري

۱۴۰۱.۷.۳

«««««««««««««

ته چې راسره یې بل څه نه وینم
ستا په نشت کې شته څه چې دنیا وینم

«««««««««««««

ته که راځې او که ته نه راځــــــــــې یار

سترګې په‌لار اوس د ځان ډېر خوښېــږم

۱۴۰۱.۶.۱۸

«««««««««««««

ګڼه ګوڼه کې چــې څنګه ژر دې مومم

زما سترګې خـــــو یوازې یو تا وینــي

۱۴۰۱.۶.۱۸

«««««««««««««

زړه ته څنګه به په جګو سترګو ګورې

چې په کمه درته ګوري هغه هــــم خو

۱۴۰۱.۶.۸

«««««««««««««

چا وې لېونتوب بې کرامته دی

غاړه کبـــــرجنـې راته راکړله

۱۳۹۷.۶.۱

«««««««««««««

زړه چــې د چا تنګ وي سړی څه وکړي

ځان سـره په جنــګ وي سـړی څه وکړي

هیڅ دې په هیــچا سترګـې خوږې نه شي

ژوند غوندې بدرنـګ وي سړی څه وکړي

اور اور ترینـــه ټولــــــــه دنیا وګــــرځي

دی پاتـــــــې پتنگ وي ســـړی څه وکړي

جنـــــــګ ترینه کوڅـــې ټولې خوړلې وي

داســـــې یو ملنـــــګ وي سړی څه وکړي

نورو نه په لار کـــــــــــــــې به مخ واړوي

ځان نه چې په تنګ وي ســـړی څه وکړي

ناست ورتــــه دښمن په لویــه لار کې وي

توره یـــې چې زنــګ وي سړی څه وکړي.

۱۴۰۱.۵.۲۵

«««««««««««««

د هغې پر هر انکار

او ((نه))

چې غلی یم

توپانونه خو به مو لیدلي وي

توپانونه ونې چپه کوي

خو شنو لښتو ته يې لاسونه مات وي

۱۴۰۱.۲.۲۵

«««««««««««««

مینه به په زړونو کــــــــې سږ هـم نه غوړېږي

چـــا د ژوند ویالــــــــــې ته وايي بند دی اچولی

ريښې ریښې کیسه به د هر چا وي په خوله کې

لاس چې د مرګي ګرېــــوان ته ژوند دی اچولی

۱۴۰۱.۵.۱۰

«««««««««««««

داسې بد چې خاندمه

دغسې بد ژاړم هم

ژوند چې مې ستا پور ګڼم

مرگ مې پر تا غواړم هم

زه به درسره یمه

زه که درنه لاړم هم

غم مې یم لېوه مې یم

ځان به خپله داړم هم

څیرې ګرېوان ګرځم چې

خپل ځان کې به نغاړم هم

یم دې، لېونی که یم

داسې په ځان ویاړم هم

عشق وې ما گناه بوله

تا په کې لتاړم هم

بدره لېونتوب دی نو

خاندمه او ژاړم هم

۱۴۰۱.۵.۸

«««««««««««««

چې غواړې

خیر دی

مړ دې شم

خو

بیا به مو

مینې ته

د خېر دعا

څوک کوي؟

۱۴۰۱.۴.۲۷

«««««««««««««

په ځان کې نغښتله

وډار شوم

شپې ته مې

د سپوږمۍ انځور وکېښ

۱۴۰۱.۴.۲۲

«««««««««««««

ستا خبرو ته خوشاليږم

ځينې خبرې

ارواوې مروړي

او ځينې

د انسان پر شونډو د خندا ګلونه ټوکوي

۱۴۰۱.۴.۲۱

«««««««««««««

په هنداره کې چې نه ښکارم
نه به یم
۱۴۰۱.۴.۱۵

«««««««««««««

آزموینه کې مې وار و پار خطا و

لاړم کېناستم د داسې یو چا شا ته

چې تر هر چا بې پروا څوکۍ کې ناست و

څه شېبه ډاډ کې له نقل

هم ډاکتر شوم

هم د ډېرو شتو خاوند شوم

خو پوښتنې یې چې راکړې

هغه تر ډېر سوچه را وروسته

د خپل نوم په لیکلو

سپینه پاڼه په خندا څوکۍ کې پرېښوه

۱۴۰۱.۴.۱۲

«««««««««««««

شکر چې ته مې شته یې

او خبرې مې

داسې راغبرگوې

لکه شعرونه چې وي

هر څوک باید

د حیرانولو لپاره

داسې یو څوک ولري

۱۴۰۱.۴.۱۲

«««««««««««««

کله چې ځي

نه یې پوښتمه

ځکه

د هغې د زړه نرمي

او

د خپل ذهن سختي

راته معلومه ده

هغه نه راگرځي

او زما ذهن دا زغملی نه شي

د خپگان وس مو هسې هم سره نشته

۱۴۰۱.۴.۱۱

«««««««««««««

ستا سترگې ځرزې دي

زما تورې دي

ښایي د مینې تر ټولو ښه انځور همدا وي

وایي د رنگونو تضاد

کله کله انځور لا ښکلی کوي

۱۴۰۱.۴.۱۰

«««««««««««««««««««

د ريښې ريښې ګرېوان د لاسه مې

له تا سره د لېونتوب تر کچې مينه

پټه نه کړای شوه

که چا ته

زما له هغه لیکونو

څه و نه وايې

چې یوازې مې تا ته لیکلي دي

هیڅوک به و نه پوهېږي

چې لیک لوست هم کولای شم

که چېرته

له شونډې د موسکا کوترې ژر وا نه لوزي

زما به هم دا هېرېږي

چې يو وخت شاعر پاتې شوی یم.

۱۴۰۱.۴.۹

لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 41 تاريخ : جمعه 4 اسفند 1402 ساعت: 14:02