غږ
له خپل کټ سره، چې له خوبونو او خاطرو ډک دی، عادت شوی. نیمه شپه آن کله کله سپیده دم هم له محفلونو، مجلسونو او میلمستیاوو په خپل کټ کې د خوب لپاره کور ته راځي.
نن هم د ملا له آذان سره له یوه لرې ځایه له میلمستیا نه تر راستنېدو سم له واره پر کټ وغځېد.
یو تت غږ یې د زړه غوږونو ته لاره وکړه:"ویده یې؟"
اړخ بدلوي او وایي:"نه."
خو ویده دی. په خوب کې گوري چې یوازې دی او په خپل ځان کې ژوند کوي.
اړخ بدلوي. لا هم یوازې دی. تک یې تنها دی.
غږېږي: غواړم له خوبونو سره د بیدارۍ پر پوله واوړم. له هغې پولې چې لمر څرک یې ستا غږ دی.
ستونی ستغ پرېوزي:" غږ راوکړه."
۹۵.۶.۹
برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 102