ليکنې: ډرامه څه شی ده؟

ساخت وبلاگ

ډرامه څه شی ده؟

صدیق الله بدر

ډرامه هم کیسه ده، خو ډرامه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.

ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.

مکالمه یا ډیالوګ د ډرامې اصلي برخه جوړوي او له دې کبله په کار ده چې ښه استحکام ولري، ځکه کېدای شي له يوې وړې تېروتنې سره دړې وړې شي. د ډرامې ديالوګونه معمولا لنډ او ساده وي، اوږده او پېچلي الفاظ د ډرامې د هدف د ښه درک کولو خنډ ګرځي. ادبپوهان د ډرامې د ډيالوګونو پر خوږوالي او محاوروي انداز ټينګار کوي. خو په ډرامه کې تر هرڅه لومړی طرح یا پلاټ مهم توکی ګڼل کېږي.

د ډرامې طرح؛ د متن د اساسي پیکرې سکلېټ دی. هرڅومره چې طرح قوي وي په هماغه اندازه په لوستلو او اجرا کولو کې د متن کاميابي تضمينېږي. ليکوال باید د طرحې د قوت لپاره په طرح کې د علت او معلول اړيکي، د طرحې او په ډرامه کې د موجودو عناصرو فني جوړښت، د صحنو ترکيب بندۍ یا د پېښو رامنځته کولو، کرکټرکښلو او د ژبې ټاکلو ته توجه وکړي.

کله چې د يوې ډرامې لپاره مو خپله طرحه چمتو کړله، په کار ده چې د هغه داستان لکه د يوه واقعي تمثيل يا اجرا لپاره پخپل ذهن کې پلي کړو.

طرحې ته د ډرامه يي جوړښت ورکولو لپاره بايد ځينې مرحلې عملي شي. ډرامه ليکونکي په دې نظر دي، چې دغه طراحي له يوې مقدمې سره پیلېږي او له کرکټرکښنې، غوټه ورکولو، تلوسې، ټکر او اوج سره پر مخ ځي او له يوې پايلې سره پای ته رسېږي.

مقدمه:

لیدونکو ته د لومړنيو معلوماتو ورکول، د ډرامې مقدمه یا سریزه ده. په پښتو ادبیاتو کې دې مقدمې یا سریزې ته پیژندګلو هم وایو. کله کله دغه مقدمه له يوې پيښې سره پيلېږي او دا هغه څه دي چې د لیدونکو حس ته ټکان ورکوي او هڅوي يې چې ټول داستان ولولي، خو په مقدمه کې نبايد داستان د ډرامې د افشا کېدو سبب وګرځي. که څه هم کله کله له دې وېرې يو شمېر ليکوال له مقدمې صرفنظر کوي خو دا کار سردرګمي هم رامنځته کوي. پخوا دود داسې و چې راوي به د داستان د مقدمې يوه برخه ويله او بیا به يې د دې ټکي په ويلو سره، چې دا هم تاسو او دا هم د ډرامې پاتې پېښې؛ له صحنې نه به ووت.

کرکټرکښنه:

په ډرامه کې تر ټولو مهم اصل کرکټر دی، ځکه هغه دی چې ډرامې ته روح وربښي. ليکوال باید په ليکلو کې له ښې کرکټرکښنې څخه استفاده وکړي. البته دلته باید د کرکټر ټول اروايي، فزيکي، اعتقادي، فرهنګي، عاطفي او ټولنيز اړخونه په يو بشپړ تناسب کې په نظر کې ونيول شي. دا کار د دې لپاره کېږي چې ليدونکي له هغه سره په ښه ډول اړيکه ټينګه کړي. د دې کار يوه ګټه دا ده چې لوبغاړی په ډرامه کې خپل ځان پېژني او په دې ډول خپل رول ښه لوبولای شي. په دې برخه کې د کرکټر اروايي ځانګړنه ډېره ونډه لري. ځکه ليدونکي د لوبغاړي د ډيالوګ، د غږ تون، ژستونو او بدني حرکتونو، درېدو، تګ او د څېرې د حالاتو په لیدو د هغه په اړه قضاوت کوي.

د کرکټر پېژندنې په لړ کې ليکوال دې پوښتنو ته ځواب ورکوي چې: دا کرکټر څوک دی؟ څه ډول سړی دی؟ له کومه راغلی، د ډرامې له داستان سره څه اړيکه لري؟ ولې يې حضور پیدا کړی؟ د هغه غوښتنې او اهداف څه دي؟ د هغه کړنې او فردي خصوصیات څه ډول دي؟ ستونزه يې څه ده؟ څه ډول له ستونزو او خنډونو راوزي؟

غوټه:

د دې لپاره، چې ډرامه له يوخېل والي وباسو او لیدونکي له هیجان سره مخ کړو؛ باید په ډرامه کې غوټه اچولو ته پام وکړو، خو مهمه دا ده چې دا کار څه وخت او څه ډول وکړو. البته دا غوټې بايد د ډرامې د هدف په بنسټ وي چې کرکټر د هغه د ثابتولو لپاره هڅه کوي او ډېر خطرونه په کې زغمي. هره ډرامه باید يو يا څو غوټې ولري.

ليکوال په لومړۍ غوټه کې له کرکټر سره د داستان په پرمخ بېولو کې مرسته کوي. کله چې ډرامه له روان حالت نه وځي، د اصلي غوټې د پیاوړتيا لپاره باید يوه بله غوټه رامنځته شي. دا غوټې بايد یو له بل سره بې ارتباطه نه وي او په اسانۍ سره خلاصې نه شي، غوټې بايد کرکټر مجبور کړي چې د هغه د خلاصولو لپاره ځان تېرېدنه څرګنده کړي او ستونزې وزغمي.

تلوسه:

تلوسه د غوټې مالګه ګڼل کېږي. ويل کېږي څومره چې تلوسه زیاتيږي، هغومره ورسره د ډرامې هيجان زیاتېږي. تلوسه هغه شېبه رامنځته کېږي چې د ډرامې يو کرکټر په يو غټ او برخليک جوړوونکي تصميم کې دوه زړي توب سره مخ کېږي، مثلا لاړ شي که نه؟ دا کار وکړي که نه؟ دعوا وکړي او که نه؟ قتل وکړي که نه؟ او...

ټکر او اوج:

وروسته له هغه چې تلوسه رامنځته شوه او کرکټر خپل تصميم ونيو، هغه له ټکر سره مخامخ کوو. اوس زموږ کرکټر يو هوډ او هدف لري چې هغه ته د رسېدو لپاره باید له دغو خنډونو واوړي. ټکر په مکالمه يي او فزيکي ډول رامنځته کېږي. کېدای شي ټکر دروني وي او انسان له خپل وجدان او نفساني حالاتو او... سره په کشمکش کې وي، يا انسان له انسان سره، انسان له ژويو سره، له طبيعت سره او يا... سره په کشمکش کې وي، خو دا ټول بايد د مقدمې، مقابلې، اوج او پای مرحلې ترشا پرېږدي. ټکر د ډرامې تر پایه دوام لري ترڅو د کرکټرونو برخلیک څرګند شي.

پايله:

کله، چې ټکرونه پای ته رسيږي، مساله پخپله روښانيږي او هرڅه مشخص کېږي، ټولې غوټې پرانستل کېږي، ليدونکي د خپلو پوښتنو ځواب مومي او د هيڅ ډول شک او ابهام ځای نه پاتې کېږي.

د ډرامې د تر سره کېدو ډولونه

له لويه سره ډرامې په دوه ډوله ترسره کېږي: ستېژ ډرامه او راډيويي ډرامه.

ستېژ ډرامه؛ د ستېژ پر مخ اجرا کېږي او د کرکټرونو د ظاهري او دروني حالاتو څرګندونه په کې ډېر مهم دي.

راډيويي ډرامه

راډيويي ډرامه؛ په دې ډول ډرامو کې غږ ډېر مهم دی او کرکټر د خپل غږ په وسيله خپل ټول حالات راته بیانوي.

راډيويي ډرامه د غږونو او موسیقۍ په وسيله د يوې واقعي يا خيالي کيسې بیانول دي، دغه ډرامې هغه وخت په زړونو چنګ لګوي، چې:
- د کيسې موضوع يې په زړه پورې وي.
- اوريدونکی يې د طبیعي والي احساس وکړي.
- هدف او غرض يې مشخص وي.
- اصول په کې مراعت شوي وي.
- کيسه يې نباید ډېره اوږده او ستړې کوونکې وي او نه هم له طبیعي حالته کمه وي.
پر دې سربېره د دې لپاره چې ممکن د راډيويي ډرامې زیات اورېدونکي عام او بې سواده خلک وي؛ ډرامه ليکونکي او کره کتونکي، د هغه د متن پر ساده والي زیات ټينګار کوي، ځکه دوی هماغه شېبه يوازې يو ځل هغه اوري. همدارنګه دا سپارښتنه هم کېږي چې د ډرامې لوبغاړي باید کم په نظر ونيول شي، ځکه اورېدونکي زیات لوبغاړي په یاد کې نه شي ساتلای.
رالف میلتون که څه هم په راډيو کې د غږونو رول ډېر مهم بولي، خو وايي چې د ډرامې هنر تر هغه ډېر مهم دی.
د هغه په وينا، هر غږ باید د کيسې د ښه بیان لپاره له موږ سره مرسته وکړي. دی وايي چې په راډيويي ډرامه کې غږونه بېلابېل ډولونه لري لکه د انسان، حیوان، وسایلو(تبر، کلنګ،بېل، موټر) او نور.
په راډيويي ډرامو کې معمولا له درېوو وسیلو نه کار اخستل کېږي: غږ، افکټ او موسیقي، خو غوره دا ګڼل کېږي چې له دې درې واړو په یو وخت او ښه استفاده وشي.
ميلتون وايي چې ځینې وخت د موسیقي او تر غږ لاندې موسیقي په اسانه د کلمو په پرتله صحنې ښه مجسموي، په تېره د احساساتو (خواشینوونکي او خوشالوونکي) د ښکاره کولو په وخت کې.
افکټ:
افکټ د صحنې په انځورولو کې مرسته کوي، په ساده ژبه افکټ د موقعيت په پېژندلو او احساسولو کې ډېر مهم نقش لري. له لويه سره افکټونه په دوه ډوله دي: اشنا او نااشنا افکټونه؛ اشنا هغه يې د موټر او اس غږونه دي. نااشنا افکټونه هغه دي، چې تر ډېره هرچا ته د احساس وړ نه وي، د دې لپاره په کار ده، چې د نااشنا افکټ په اړه په ډيالوګ کې له مخکې نه معلومات ورکړل شي، مثلا د سیند غږ، د اوروژنې غږ او نور. دلته دوه کرکټرونه په نظر کې نيسو، يو ځای کې اور لګيدلی، لومړی هغه دويم کرکټر ته وايي: هغه لوګي ګوري، اوهو اور وار له واره لمبې کوي. دلته باید د دوی له هرې مکالمې سره بايد د اور لګيدو د افکټ غږ کرار کرار اوچت شي.
موسيقي:
د ميلتون په خبره، موسیقي ډرامې ته روح ورکوي، یعنې هم يې وحشتناکه او هم يې حساسه او لطیف کولای شي، نو باید دا په نظر کې ونيول شي چې د ډرامې موسیقۍ اورېدونکي ته څه ډول احساس ورکوي؟ تر ډېره چې ليدل شوي، خلک خپله دوديزه موسیقي ډېره خوښوي او هغه د چا خبره احساسات يې ښه راپاروي، دا ډول موسیقي له اورېدونکي سره د ښه ارتباط ټينګولو غوره لار ده.
کرکټر:
کره کتونکي په راډيويي ډرامو کې پر کرکټر کښنې ډېر ټينګار کوي او وايي چې په راډيويي ډرامه کې کرکټر کښنه پر فزیکي، ټولنيزو، فرهنګي او رواني ځانګړنو ولاړه ده.
په فزيکي ځانګړنه کې عمر، جنس، ښکلا، بدرنګۍ راځي؛ په ټولنيزه ځانګړنه کې، چې په ټولنه کې د ډرامې د اتل موقعیت او اړخونه توضیح کوي، د هغه د مالي، اداري، معنوي او سیاسي قدرت انځورېږي؛ په فرهنګي ځانګړنه کې د ملي فرهنګ یا د نظر وړ فرهنګونو د يوې برخې ځانګړتيا رابرسېره کېږي او په رواني ځانګړنه کې چې تر ټولو پېچلې برخه ګڼل کېږي، د کرکټر دروني حالات را اخستل کېږي او په ډرامه کې د کرکټر ځانګړنې نبايد يوازې د هغه پر ظاهري خصوصياتو متکي وي، بلکې په کار ده چې د هغه دروني خصوصیات هم را واخستل شي، ځکه دروني خصوصيات تر ظاهري هغه له ډراماتيکو امکاناتو او اړخونو ډېر برخمن دی.
که چېرته دغه ځانګړنې په اساسي ډول په ډرامه کې مراعات شي، له اورېدونکي سره دا مرسته کوي چې هغه کرکټر په خپل ذهن کې انځور کړي او ورسره د نابلدۍ احساس ونه کړي.
په مناسب وخت او فرصت کې باید د لوبغاړو نوم واخستل شي، په تېره هغه وخت چې يو نوی کرکټر صحنې ته راځي.
د صحنې انځوروونه باید د ډیالوګونو په وسیله وشي او یا هم د نطاق له خوا په دوو کرښو کې وښودل شي. مثلا دوه کسه سره خبرې کوي، حال دا چې درېيم کس هم په هغه ځای کې حضور لري نو د دې لپاره باید لومړي دوه کسان د درېیم په اړه يو څه ووايي چې اورېدونکی مخکې له مخکې پوه وي او په يو دم راڅرګندېدو يې تعجب ونه کړي.
شخصیتونه باید د خپلو ډيالوګونو له مخې معرفي شي او ترپایه پورې وساتل شي، مثلا یو بې عقله او یا جدي او پوه سړی. دا په اصل کې شخصیت پنځونه ده چې ډرامه لیکونکی یې د خپلې ډرامې کرکټرونو ته ورکوي.
دا چې په راډيويي ډرامو کې کرکټرونه نه لیدل کېږي په هر مناسب فرصت کې باید نومونه یې واخستل شي. په تېره د صحنې د بدلېدو په وخت کې.
د راډيويي ډرامې اورېدونکي لوبغاړي نه شي لیدای، بلکه هغوی له غږ او نومونو څخه پېژني. د دې لپاره په کار دا ده، چې ليکوال باید د خپل داستان د شخصيتونو لپاره له رول او عمر سره سم او مناسب نومونه غوره کړي.

پر ستېژ ډرامه بیا غږېږو.

د جوړښت له مخې ډرامې په اووه ډوله وېشل شوي دي:

۱- کمېدي ډرامه: هغه ډرامې دي چې د داستان موضوع يې خندوونکې او خوشالوونکې وي.

۲- ډارم: که د ډرامې د داستان موضوع داسې وي، چې کرکټرونه په کې د واقعي ژوند انځور وړاندې کړي، هغه ته ډرام ويل کېږي.

۳- ملو ډارم: کېدای شي ډرام د کمېدي خواږه او اساس هم ولري چې په دې ډول هغه ملو ډرام بلل کېږي، کله بیا دغه مساله د ډرامې د ښه پای په توګه رغښت مومي.

۴- تراژيدي: که چېرته ډرامه ډېرې غم لړلې پېښې لکه: د پلار، ورور، زوی او... مرګ نندارې ته وړاندې کړي؛ د تراژيکو ډرامو په لړ کې راځي.

۵- طنز: کله کله کمېدي ډرامې د پیام لېږدونکې هم وي، چې امکان لري تريخ يا نېښ وهونکی وي؛ دغه ډرامې طنز دي.

۶- هجو: که چېرې ډرامې د کمېدي او طنز د حالاتو په بیان کې د افرادو او یا موضوعاتو د مسخره کولو په دام کې ولوېږي، دا ډول ډرامې د هجو ډرامو په ډله کې حسابېږي.

۷- لغو(بېهوده خبره): طنز او هجوي ډرامې، چې په بې بندوباره ډول کورني او غير اخلاقي مسايل مطرح کړي، د لغو ډرامو په ډله کې راځي.

+ليکل شوی په ۱۴۰۲/۰۷/۱۹ ساعت 11:58 AM ليکوال صديق الله بدر  | 

لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 80 تاريخ : دوشنبه 24 مهر 1402 ساعت: 14:33