خرید بک لینک

ژباړه/ صديق الله بدر

جولیان بارنز څه ډول لیکل کوي؟

بارنز له خپلې مېرمنې سره

انګلیسي لیکوال او کره کتونکی جولیان پاتریک بارنز په ۱۹۴۶ په یوه فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی او په ۱۹۶۸ کې د اکسفورد د مګدالن له کالج څخه فارغ شوی دی.

نوموړي په لومړیو کې فرهنګ لیکلو ته مخه وکړه خو وروسته يې بیا يو شمېر ورځپاڼو ته ادبي نقدونه لیکل.

بارنز هغه لیکوال دی چې خپل مخاطب ته باج نه مني، نثر يې لوڅ، ژور او کله هم ډېر متاثر کوونکی وي.

د یوه انجام احساس، د فلوبر توتي، انګلیس-انګلیس، ارتور او جورج، د مترو سیمه، مخکې تر دې چې هغه وپېژنم، د هغې په اړه خبرې کوو، په لمر کې ډوبېدل، له کانال تېرېدل، د وېرېدلو څه نشته، له لندن څخه لیکونه، مینه او نور، یو څه د ویلو لپاره، د زمانې غوغا او د لیمو مېز د نوموړي یو شمېر چاپ شوي ناولونه، لنډې کیسې او ادبي نقدونه دي.

د یوه انجام احساس د بارنز هغه ناول دی چې په ۲۰۱۱ کې يې د من بوکر ادبي جایزه خپله کړې ده. په همدې کال کې نوموړي د خپل یو عمر ادبي هڅو په بدله کې د ډيويډ کوهن جایزه هم ترلاسه کړه.

بارنز له پاریس ریویو سره په يوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو رازونه داسې بیان کړي دي.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 21 فروردين 1399 ساعت: 10:46

صفحه بندی