خرید بک لینک

ژباړه/ صديق الله بدر

یوناس يوناسون څه ډول لیکل کوي؟

یوناس یوناسون چې بشپړ نوم يې ولا پر يوناس یوناسون دی په ۱۹۶۱ کال د سویډن په جنوب کې زېږېدلی دی. يوناسون په سويډني او اسپانيايي ژبو تر زده کړو وروسته، خپلې لوړې زده کړې د ګونتنبورګ په پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

یوناسون لومړی د یو خبریال په توګه کار پیل کړ او بیا يې ناول لیکل پیل کړل.

د خبریالۍ په ډګر کې تر دې بریده مخته لاړ چې يو رسنيز شرکت يې پرانیست او هلته يې د ورځې ۱۶ ساعته کار کاوه.

هغه په ۴۷ کلنی د خپل لومړني ناول ( هغه سل کلن بوډا چې له کړکۍ نه يې ځان وغورځاوه) په لیکلو پیل وکړ، د دې اثر لیکلو څو کاله وخت ونیو او بالاخره په ۲۰۰۹ کال کې چاپ شو چې د دنیا په ګڼو ژبو وژباړل شو او نوموړي ته يې زیات شهرت ورپه برخه کړ.

هغه نجلۍ چې د سويډن پاچا يې وژغوره، هغه قاتل چې د جنت هيله يې درلوده، قاتل اندرس او د هر هغه څه معنا چې شته د یوناسون چاپ شوي آثار دي.

نوموړي د ډنمارک، د سویډن د کتابلورنځيو ... او د سکپادز ادبي جایزې اخیستې دي.

دلته چې کوم څه د یوناسون د لیکلو او لیکوالۍ په اړه درسره شریکوو، له نیویارک ټایمز او ځینو رسنیو سره د هغه د مرکو یو لنډیز دی.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 21 فروردين 1399 ساعت: 10:46

صفحه بندی