ژباړه/ صديق الله بدر
ژان ماري ګوستاو لوکلزیو
څه ډول لیکل کوي؟

ژان ماري ګوستاو لوکلزیو په ۱۹۴۰ کال په فرانسه زېږيدلی دی.
لوکلزیو تر لومړنیو او منځنیو زده کړو وروسته د بريستول په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې زده کړې وکړې او بیا يې د بانکوک، بوستون او مکسیکوسیټي په پوهنتونونو کې تدریس وکاوه.
هغه په فرانسه کې یو له هغو لیکوالو ګڼل کېږي چې کتابونه يې تر ټولو لیکوالو زیات خرڅېږي.
څېړنه یا استنطاق د لوکلزیو لومړی ناول دی چې په ۱۹۶۳ کال کې چاپ شوی او د رنودو جايزه يې اخیستې. د بیان په نامه ناول يې د پل موران ستره جایزه واخیسته او په ۲۰۰۸ کال کې يې هم د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کړه.
همدغو آثارو له پیله نوموړي ته نړیوال شهرت ورپه برخه کړ.
هغه ورځ چې بومون له خپل درد سره غاړې ووت، تبه، دادغوښتنه، افریقايي، موندو او نورې کیسې، د لوږې منل، د ونو د دنیا سفر، پاوانا، مادي جذبه، هغه څوک چې هيڅکله يې سیند نه و لیدلی، سرګرځنی ستوری، د پله لاندې ماشوم، د لوږې شور او طلايي ماهي د لوکلزیو یو شمېر نور آثار دي چې تراوسه چاپ شوي دي.
دلته چې څه درسره شریکوو له لوموند او نورو بېلابېلو خپرونو سره د لوکلزیو د مرکو لنډيز دی، چې په کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقو غږېږي:
برچسب:
نویسنده: النا رستمی