خرید بک لینک

ژباړه/ صديق الله بدر

جورج ساندرز څه ډول لیکل کوي؟

جورج ساندرز په ۱۹۵۸ کې د امریکا په تګزاس کې زېږېدلی او په شیکاګو کې لوی شوی دی. د ساندرز لوړې زده کړې په جیوفزیک او خلاقې ليکوالۍ کې دي چې د کلورادو سیراکیوس په پوهنتونونو کې يې ترسره کړې دي.

ساندرز له ۱۹۹۷ څخه راهيسې په سیراکیوس پوهنتون کې د خلاقې ليکوالۍ په تدریس بوخت دی.

سره له دې چې یو زیات شمېر کره کتونکي د ساندرز کیسې طنزي ډوله بولي، خو خپاره شوي آثار يې تر ډېره د لوستونکو په ذهنونو کې فلسفي او اخلاقي پوښتنې رامنځته کوي.

ساندرز هم لنډې کیسې او هم ناولونه لیکلي دي.

لنډ او وېرې خپروونکی حکومت، د کورنۍ جګړې وطن په بد زوال کې دی، د دسمبر لسمه، د راتلونکي لپاره دوه دقیقه يي ياددښتونه، لینکن په باردو کې، غومبسې وچيچلم ځکه مې کبان ووژل، په پردي وطن کې، ګيدړه ۸ او یو شمېر نور د ساندرز غوره آثارو کې شمېرل کېږي.

ساندرز د امریکا د کتاب پر ملي جایزې سربېره د او هنري، فولیو، د نړۍ د فانتزي ادبیاتو، پن مالمود او د من بوکر ادبي جایزې هم ترلاسه کړې دي. د یادونې وړ ده چې نوموړي د امریکا د کتاب ملي جایزه څلور ځلې ګټلې ده.

دلته چې کوم څه له تاسو سره شریکوو له نیوریاک ټایمز څخه د ساندرز له مرکې څخه اخیستل شوي دي. ساندرز په دې مرکه کې خپله ليکوالي او د لیکلو طریقه داسې بیان کړې دي:

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 21 فروردين 1399 ساعت: 10:46

صفحه بندی