ژباړه/ صديق الله بدر
فردریک بکمن څه ډول لیکل کوي؟

سویډنی کالم لیکونکی او ناول لیکوال کارل فردریک بکمن په ۱۹۸۱ کال په استکهلم کې زېږېدلی دی.
بکمن له لومړنیو زده کړو وروسته د کار په لټه کې شو. لومړی يې د مېوې په یو مارکېټ کار پیل کړ خو ډېر ژر دې باور ته ورسېد چې لیکل او لیکوالي هغه څه دي چې د ده راتلونکی ښه خوندي کولای شي. هغه په لومړيو کې د مترو ورځپاڼې ته لیکل پیل کړل او بیا يې له نورو خپرونو سره هم قلمي همکاري وکړه.
بکمن هغه ستر سویډني لیکوال دی چې آثار يې په نړۍ کې خپل ځانګړي مخاطبان لري. د هغه لیکنې د ځانګړي سبک لرونکي دي، په تېره طنزي ژبه د نوموړي منفرده ځانګړتیا ده.
د اوې په نوم یو سړی، د ټولو هغو څېزونو په اړه چې زوی باید پرې وپوهېږي، انۍ سلام وایه ويل يې چې خواشینې ده، برېت ماري دلته وه، د اېږو ښار، او هره ورځ د کور لاره اوږدېږي، او ما درسره مینه لرله، موږ ستاسو په وړاندې او رسوايي د بکمن چاپ شوي آثار دي.
د اوې په نوم سړی، هغه ناول دی چې بکمن په ۲۰۱۲ کال کې لیکلی او د نړۍ په دېرشو ژبو ژباړل شوی دی. دغه ناول تراوسه په ملیونونه ټوکه خرڅ شوی هم دی.
دلته له یوې المانۍ خپرونې سره د بکمن هغه خبرې در شریکوو چې په کې يې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو تجربې بیان کړې دي:
برچسب:
نویسنده: النا رستمی