خرید بک لینک

ژباړه/ صدیق الله بدر

فرانسواز ساګان څه ډول لیکل کول؟

فرانسواز ساګان (۲۰۰۴-۱۹۳۵) چې اصلي نوم يې فرانسواز کواره و، د نړۍ یو له هغو کم شمېر ليکوالو څخه ده چې په اتلس کلنۍ کې يې وکولای شول د خپل لومړي کتاب په خپرولو سره د ادبیاتو په نړۍ کې تلپاتې نوم خپل کړي.

کله چې په ۱۹۵۴ کال کې د نوموړې د «سلام پر غم» ناول خپور شو، فرانسوا موریاک ( په ۱۹۵۲ کې د نوبل د ادبي جایزه ګټونکی) په دې ټکو « یوه وړه اتلس کلنه غولوونکې هیولا» د ساګان په ستاینه کې له شور او ځوږ نه ډکه فضا رامنځته کړه، چې د هغې د کتاب د شهرت لوی سبب شو. هغه ولیکل چې: « کوم پرتم او ویاړ چې ما د یوې اتلس کلنې په ۱۸۸ پاڼو کې ولیدل، لکه یوه فضايي چاودنه وه.»؛ د فرانسوا دې خبرې دا پاریسۍ ناول ليکونکې دومره مشهوره کړه چې کتاب يې د فرانسې په تاریخ کې يو له ډېرو خرڅېدونکو کتابونو څخه شو.

ساگان لکه څنګه چې لويي اراګون، موریاک او یو شمېر نورو فرانسوي کره کتونکو او ليکوالو ویلي دي، په شلمه پېړۍ کې د فرانسوي ادبیاتو یو له نادرو پدیدو څخه وه چې د فرانسوي ځوانانو په تېره د ښځو د طغیان په سمبول بدله شوه.

نوموړې په خپل ژوند کې له څلویښتو زیات ادبي او ننداریز آثار کښلي چې له هغو څخه ۱۲ يې لکه «سلام پر غم»،» نمونه خندا» او «ایا له برامس سره مینه لرئ»، سینما او ټلویزیون ته لاره وکړه.

هغوی چې سیوری نه لري، لکه په ګوته کې تللی اغزی، ناپوه، په سویډن کې ماڼۍ، روږدې، د زړه ساتونکی، جادوګرې ورېځې، ورېښمينې سترګې، اوبرنګه وینه، طوق او یو شمېر نور د ساګان هغه اثار دي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي دي.

کله چې د ساګان لومړی ناول چاپېده، هغه قانوني عمر ته نه وه رسېدلې او د خپلې کورنۍ په مشوره يې ځانته د ساګان مستعار کورنی نوم غوره کړ چې د عمر تر پایه په همدې نامه یادېدله. پلار يې د دې ناول له خپرولو سره جوړ نه و.

ساګان په ۱۹۵۷ کې په مخدره توکو روږدې شوه چې ډېرې سختې شپې يې په کې وزغملې.

دلته چې څه درسره شریکوو له مشهورو نړیوالو خپرونو سره د نوموړې د مرکې لنډيز دی چې په کې يې د خپلې لیکوالۍ او ليکلو په طرز غږېدلې ده.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 21 فروردين 1399 ساعت: 10:46

صفحه بندی