خرید بک لینک

ژباړه/ صدیق الله بدر

امبرتو اکو څه ډول لیکل کوي؟

امبرتو اکو چې په ۱۹۳۲ کال کې زېږېدلی یو ايټالوي فیلسوف، ژبپېژندونکی، د منځنیو پېړیو متخصص، ادبي کره کتونکی او ناول لیکوال دی.

اکو خپل کار د منځۍ پېړۍ د مطالعاتو د یوه متخصص او نښه پېژندونکي په توګه پیل کړی دی. وروسته په ۱۹۸۰ کې د هغه (د سره ګل په نوم) په نامه ناول خپور شو. د نوموړي دغه اثر په ټوله دنیا کې د ټولو چاپ شویو کتابونو په منځ کې استثنایي وبلل شو. آن تر لس ملیونه ټوکه خرڅ شو او په دې ډول یو پروفیسور د ادبیاتو په ستوري بدل شو.

اکو اوس هغه سړی دی چې خبریالان ورپسې وي، فرهنګي نظریات يې ستایل کېږي او د احترام وړ شخص په نوم شهرت لري. ډېری هغه په ژوندیو لیکوالو کې یو مهم ایټالوي لیکوال پېژني.

اکو تر (د سره ګل په نوم) وروسته څو نور ډېر خرڅېدونکي ناولونه هم چاپ کړل، لکه آونګ فوکو، بودولینو، د پراګ هدیره او د ملکې لوانا جادويي ډېوه.
دلته له پاریس ریویو او یو شمېر نورو رسنیو څخه د اکو لنډې خبرې رااخستل شوې دي، چې د هغه د لیکوالۍ بڼه راښيي:

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 8 اسفند 1398 ساعت: 5:11

صفحه بندی