یوه شېبه وي
او ته د هغې
له خولې
بس د یوې جملې اورېدل وغواړې
ورته پلمه وکاندې
چې بې باوره دې شي
رخه يې راشي
ته ورته خپل د زړګي ور ورخلاص کړې
شي لروبره
په کې دې ښه وګرځي
یو وخت په لوړ غږ
د زړه
له ت
له دې نارې کړې
دلته خو هيڅوک نشته
دلته خو زه یم
یوازې زه یم او بس
۱۳۹۷.۹.۱۱
««««««««««««««««
د ځمکې شتون
یوه پلمه وه
ما او تا باید سره لیدلي وای
١٣٩٧.٩.١١
««««««««««««««««
... او زه
دغه انسان
چې ته یې وینې
چې وايي هسک یې دی
په کاڼو ویشتی
چې په خپل ځان پسې
بې سیکه پښې کشېږي
ک
له د مینې پر لار
په منډه کې یم
ک
لهد ژوند
تر پایه ځان ځغلوم
که زړه مې زړه راسره وکړي یو څه
دغه یو ګام واټن
تر مرګه
پورېغواړم چې اوږد را لنډ کړم
خو هره ورځ راڅخه
چېرته د خپل فکر پڼې هېرې وي
١٣٩٧.٩.١١
««««««««««««««««
د خندا څېره دې ښکلې ده
ستا خندا
غواړم دا م
ترنم غږ
ستا د څېرې په ښکلې جام کې وڅښم
۱۳۹۷.۹.۱۱
««««««««««««««««
ویل یې
رښتیا درته ګرا
نه یم؟
ما به څه ویل
می
نه خو احساسېږي
۱۳۹۷.۹.۱۱
««««««««««««««««
له خپلو شعرونو
هغه وخت خپله ډېر خوند اخلم
چې زه يې د هرې کليمې په منځ کې
تا په غېږ کې نیسم
۱۳۹۷.۹.۱۰
««««««««««««««««
مخ دې اړاوه
روږدی دې کړم
چې
نه درګورم
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
آزادي
یوه مرغۍ کړکۍ ته نږدې
دن
نه کوټې ته ګوري
بله
کړکۍ ته نږدې ښاخ
نهد الوتلو سوچ په هوا کړې
نپوهېږم
آزادي د ښاخ او کړکۍ
ترمنځ
په کوم ځای کې ورکه ده
۱۳۹۷.۹.۱۰
««««««««««««««««
زه، کوټه او کړکۍ
لکه چې زه د کوټې هر یو کونج کې تا لټوم
کوټه هم زړه نا زړه کړکۍ او کله وره ته ګوري
کړکۍ غلې ده ولاړه
کړکۍ زما او د کوټې چوپتيا ته ښه په خوندونو ګوري
کړکۍ خوشحاله ده چې بنده وي تل
کړکۍ بیا بیا هره شېبه په شوق بهر ته ګوري
کړکۍ دا ټوله کوڅه، ټول کلی او ټول خلک په ځان کې ګوري
کړکۍ دا هر څه لکه ځان پېژني
د کړکۍ هيله دا ده
کړکۍ دعا کوي چې
کوڅه دې تشه ګرځي
کلی ځان کې ډوب وي
خلک دې هم لکه زما په شانې
د کور یو کونج کې ناست وي
د یو چا خيال دې وي اخیستی پسې
کړکۍ پوهېږي
دا ويده ويښتیا راولټېده
کوڅه په ځان تشوالی نه شي زغمای
کوڅه په ځان یوازيتوب هیڅ لورولای نه شي
کلی چې تندې
د یوې اوږدې تندې وهلې چوپتیا
د وچ
کالی اخیستی
باران ته نه لپه نيولې سیلابونو ته ده
خلکو د شور لپاره لستوڼي بډ وهلي
اټن ته هم توره ټيکي نه باسي
د کور په کونج کې ځان ته ډېر په تنګ دي
کړکۍ پوهېږي
چې د هيچا بې شوره ژوند نه دی خوښ
چيغې غوږو باندې يې ښې لګېږي
غوږونه رودي دي په چيغو پسې
غوږونه چيغې غواړي
کړکۍ پوهېږي
لاس که ور نه وړي خلک و ګرېوانه ته د بل
ځان ورته مړ ښکاريږي
کړکۍ او
تره شوله
کړکۍ راوخوځېده
لکه څه داسې وه
دعا چې کوي:
تورې دې نه وي
ګاټي دې نه وي
کاڼې دې نه وي
تېږه دې نه وي.
کړنګ شو یو دم
او له دې کړنګه سره
تېږه راورغړېده
د کوټې منځ کې تاو راتاو شوه
کوټه اوتره
د کړکۍ ترڅنګه غلې پټه ودرېده
کوڅه کې ځان مې ولید
چې مې د خپلې زړه تنګۍ په تېږه
د خپل زړګي ماته هينداره ويشتې
۱۳۹۷.۹.۱۰
««««««««««««««««
څه دې وې؟
په مینه کې
سړی له ځانه شي ورک؟
مساپر له ورکېدو نه وېرېږي
١٣٩٧.٩.٨
««««««««««««««««
اوس چې هېرېږي خلک ډېر له خلکو
یو چا ویل، یو څه دي هېر له خلکو
د مینې ژوند څه چې خپل ژوند نه کوي
چې وخت راځي وخت به وي تېر له خلکو
١٣٩٧.٩.٨
««««««««««««««««
زړه کې مې هره پولې بیا بیا پسې داسې چوي
لکه هغه په خوله کې ژاولې نه چې ټک وباسي
١٣٩٧.٩.٨
««««««««««««««««
((نه)) ووایه
خو
ځواب راکړه
١٣٩٧.٩.٨
««««««««««««««««
درد هغه کیسه ده
چې ځان ته یې ژاړم
خو نورو ته یې لوستلای نه شم
١٣٩٧.۹.٨
««««««««««««««««
شعر د هغې کوټې یوازیتوب دی
چې د زړه غوږونه یې وره ته څک دي
او وییونه يې هغه چوپتیا وهلې چیغې دې
چې له مودو راهیسۍ
ټکی ټکی
ګونګه وره را غږوي
١٣٩٧.٩.٨
««««««««««««««««
ته یوه دنیا یې
خو دنیا تا غوندې نه شي کېدای
دنیا له خپلو ټولو ښکلاګانو سره
یوه ورځ داسې راځي چې چا زړه ووهي
ستا دې قسم وي
ته را دا ووایه
چې دا ستا شتون
ولې مې زړه نه وهي
خوښېږي مې
خو نوره به هیڅکله هم دنیا ونه بلمه
نوره دې (ته ) بلمه
یوازې شتون دې منم
١٣٩٧.٩.٧
««««««««««««««««
زړه ته مې سودا ده
ویرېږم
را ویښ نه شي
د درد سترګې تازه سره ورغلې
١٣٩٧.٩.٧
««««««««««««««««
د تورو زلفو په لار د تللي زړه پوښتنه کوې
څوک چې د شپې له کوره وځي په غله ورځي خامخا
١٣٩٧.٩.٧
««««««««««««««««
د ژمي ژوند دی
سوړ به وي
خو زه په اوړي کې هم
لاسونه مښم
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
را وايې خيستم
ستا خيال دی
نپوهېږم
چې چېرته به مې وړي
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
منم چې هيڅ نه لرم
هیلې مې هم هره شېبه
د انتظار لاره کې
خپلې لوږې ته په شا وي
که راغلې
وعده درکوم
تا ته به د خبرو مې
دومره لوی دسترخوان
در وغوړوم
چې د عمرونو د یوازیتوب د چوپتیا
لوږې وهلې سترګې هم مړې شي
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
غواړم چې ودې لرم
اوس دې د نه لرلو په فکر
زړه مې نه خورم
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
مخ دې اړاوه
روږدی دې کړم
چې نه درګورم
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
پانګه
پانګه مې
د هغه په ارزښت کې ده
ټول باید وپوهېږي
چې نه نن
نه سبا
او نه هیڅکله
کم و زیاتېږي
حساب يې هم ورکولای شم
زما پانګه
د هغه په ارزښت کې ده
زما پانګه
زما مینه ده
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
د ساړه نظر په سیوري کې دې
زړه مې څنګه وپېژنم
کنګل خو ويلي کېږي هم
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
درې سوه پنځه شپېته
ورځې به
یوه يوه شمارم
د درد
کال دی
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
ته نه يې
چې شپه پخیر راته ووايې
وېرېږم بد خوبونه
زړه راته ونه چوي
۱۳۹۷.۹.۷
««««««««««««««««
اوښکې د باد په پښو
د ګرېوان پر لاره منډې ستړې کړې
د درد
کال دی
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
سترګې مې لګي
چې ونه وایم
ولې
ډېره ښکلې یې
تورې عینکې مې واچولې
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
باران نه و
زړه مې سوری شوی و
مينه راڅڅېده
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
اشنا خوبونه
زما ښۍ سترګه رپيږي
ځم ویده کېږم
ډېر مساپر
اشنا خوبونه لرم.
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
سپوږمۍ چې هره ورځ
غلې غونجه
لمر ته ناسته وي
د بې خوبه شپې
په پرخو يې لمبلې وي
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
خپګان مې هغو ورځو ته دی
چې ته راسره نه اوسې
١٣٩٧.٩.٦
««««««««««««««««
ځينې چې وينې
یادېږي دې
ځينې
یو چا
درنه هېر کړی وي
نن مې خپل ځان ته
ډېر خپه شوم
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
ځينـې لاسونه د دوزخ بنجخ وي
ځینــې لاسونه وي د اور لاسونه
ځينـــــې لاسـونه ښکلولو ته دي
ځينـې لاسونه وي د مور لاسونه
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
که جامې راباندې تنګې شي
نورو ته يې ورکوم
څوک شته چې زړه تنګي مې واخلي
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
باران نه و
زړه مې سوری شوی و
مينه راڅڅېده
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
نه!
بیا نه پوره کېږې
خپله هيله دې نه ګرځوم
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
ساه مې لنډه رانیولې ستا خبره
زړه دې نه کېږي دلبره پېښه وکړې؟
د زړه ور
پورې کوم نه
پورې کېږي
لکه بیـــــــــــا چې ناببره پېښه وکړې
۱۳۹۷.۹.۶
««««««««««««««««
شپه
...او زه نن
له شپې سره خبرې غواړم
شپه له رازونو څخه جوړه یوه داسې نا اشنا سارا ده
چې سر یې پای او پای یې سر نه لري
شپې غږومه دې نن
شپې راته دا ووایه
چوپتیا دې چېرته او په کوم وخت کې په مخه راغله
داسې یې څه وویل
چې ځای دې زړه کې ورکړ
شپې راته دا ووایه
تنهایي خوارې ته دې څنګه په کلکه غېږه ورکړه
وایه سینې مو سره
کنګل شوې که نه؟
دغه شېبه
د ژمي شپه وه که نه؟
شپې راته ووایه چې
زه دې په کوم ځای کې په مخه راغلم
څنګه دې وپېژندم
چې زه له ورځو نه په تېښته کې یم
زه له خپل ځان او هر انسان نه
سخت په وېره کې یم
د یو ارام غوندې مکان لټه کې ستړی ګرځم
شپې راته ووایه چې
تیاره دې څنګه داسې تر لاس نیولې
له چا نه پټه ګرځې
شپې راته ووایه چې
یوازیتوب کې څه دي
له ځانه تېښته څه ده
له چا نه ځان پټول څه کیسه ده
شپې راته دا ووایه
چې تنګېدل څه معنی
ته هم تنګېږې کله
شپې راته دا وویه
که داسې نه ده
نو هر سهار ته ولې
رڼا ته چینګه خواره خوله ورګورې
شپې راته دا ووایه
چې شپه د شپې په نوم چا شپه یاده کړه؟
د چا چوپتیا
د چا تیاره
دا تنهایي او له خپل ځان نه پټیدل ښه راتلل
چې درسره په یوه لاره راغلل
شپې راته ووایه
١٣٩٧.٩.٥
««««««««««««««««
بې مطلع غزل
خپله بې زړه کــــــــــــه زوروره ده د خلکو وېـره؟!
په خیال کې هم چې راســـــره وي بس ډارېږي جنۍ
اوس اندېښنو اوس مې له ژونــــــد سره سلا کړې ده
اوس دې وېښتان دغسـې جــــــړ زمـا خوښېږي جنۍ
د درد خبره دې نيمه وکـــــــــړه پوره به يې کــــــړم
مينه کې درد راته پر خپـــــــــل زړګي لورېږي جنۍ
زما ګناه نه ده راځه ســــــــــــــزا مې زړه ته ورکړه
اوبه اوبه په تا پســـــــــــــــــــې چې اوبه کېږي جنۍ
ته یې مني کـــــــــــــــــه نه منې درنه خپه که هم شم
زړه مې په تا پســـــــــــــې نری نری خوږیږي جنۍ
خدای زده له خپل ځان نه د وېرې احساس هم راکوي
چېرته چــــــــــې ومې ويني څنګ ته شي پټېږي جنۍ
بدره د عشـــــق کوڅه کــــې ستا دغه راوړی زړګی
وي لېــــــــــونۍ چــې مات بنګړي ته به درېږي جنۍ
۱۳۹۷.۹.۵
««««««««««««««««
وچ
کالي
د هغو خوبونو له کیسو نه
چې ته مې په کې لیدلې یې
د ویالې خافظه ډکه شوې
خو د څراغ د هیلو ساه لا نه ده سوې
د زړه د کوټې هر کونج ته په منډو کې ده
د درد لپاره
نیم ژواندې تیارې
تر پښو لاندې کوي
شپه هم په یو کونج کې رڼه خوره
شوبرکو د شور وزرې کړې
زه هر سهار
د خپل کلي
په لویه
خو وچه ویاله کې
په شنه رنګ
د عشق
په زوړ ساتلي مویک
سیند انځوروم
١٣٩٧.٩.٤
««««««««««««««««
ستا د کتلو هر غږ ډېر ښکلی دی
په هر بدرنګ باندې يې مه اوروه
١٣٩٧.٩.٣
««««««««««««««««
کاته دې ښکلی غږ لري
زړونه بدرنګ وي
چې نه یې اوري
١٣٩٧.٩.٣
««««««««««««««««
ژوند پر خپلې خېټې
تيږه تړلې
ډوډۍ دسترخوان ته
وږې سترګې اړولې
څوک شته چې راته ووايي
زه چېرته یم؟
١٣٩٧.٩.٣
««««««««««««««««
منډې مې ستړې کړلې
ژوند دې نور خپل کار کوي
۱۳۹۷،۹،۳
««««««««««««««««
وخت
بېړه راپسې ده
هیلې ترلاس نیولی یم
لارې او غرونه مو ټول
تر شا پرې ایښي
د کلي لمر په کوم زړه پسې ډوبېږي
سیندونه ټول وچ دي
ویالې له تندې نه وازې خولې نیولې
د زړه کوڅه کې د دیدار ګرد باندې دې
غواړمه ژر تر ژره
خپل مخ او لاس تازه کړم
ځم چې د مینې د ماښام
د لمانځه وخت کم دی
١٣٩٧.٩.٢
««««««««««««««««
مينه
عشقه چې په اور کې دې
زړه ته سودا مې نشته
په تناره کې حتما
يا به پخېږي
یا به سوزيږي
یا به هم لوېږي ډوډۍ
۱۳۹۷.۹.۲
««««««««««««««««
نن شپه دردونه
خبرو ته نه پرېږدو
نن شپــــــه په ژبه
د مچکـو غږېږو
١٣٩٧.٩.١
««««««««««««««««
په څه چې پوهېږم
نه یې پوښتم
مثلا ته چې تللې یې
نه غواړم وپوښتم
یوازې یې؟
١٣٩٧.٩.١
««««««««««««««««
خپسه
زړه مې خبرې غواړي
ته راته وغږېږه
دا ستا خبرې باران په للمه کې دي
ته راته دا ووایه
اوبه تر کومه له ویالې سره ځي
د جل وهلو ځمکو
لپې ډکېږي کنه
ته راته دا ووایه
چې له دې ځمکو د تېرو شويو ویالو
په دواړو غاړو باندې
د څو چوغکو د نغمو ژبې له تندې نه را وتې کنه
ته راته دا ووایه
چې ګرد د څومره چنارونو پاڼې
ور اړولې سپېرې
او د چنارونو په ملا
ټول کښل شوي توري
څومره تک تور اوښتي
چې هر چا دا توري لیکلي
هغه لوستای شي کنه؟
زړه مې خبرې غواړي
ته راته وغږیږه
دا ستا خبرې باران په للمه کې دي
هوا اخته په ساه لنډي باندې ده
ساه په اسانه باندې نه شي کښلای
هره شپه سر
چې په بالښت د تنهايي باندې ږدم
ژړا مې وتخنوي
خو بدرګه د اوښکو نه وي چې مې زړګی راسپک شي
زما پر ستوني وي خپسه ناسته
چیغې وهلای نه شم
سم غږیدلای نه شم
١٣٩٧.٩.١
««««««««««««««««««««««««««
زما ورکه
ته مې وې ورکه
ته مې دنیا ته له راتللو سره
د ماشومتوب د شپو
په وړو چیغو کې خپل
په مینه مینه لټولې همیش
خو ته وې بوخته
چېرته په ځان کې
زما د کریږو غږ دې نه اورېده
مور به سینې ته جوخت کړم
یو څه ارامه به شوم
خو تا په زړه باندې به وسکونډلم
درد به په مینه تر لاس ونیولم
ما به په تا پسې
د چیغو کوڅې
په سر را واخیستلې
پلار او مورکۍ او خپلوان
راته سودا کې وو ټول
ټولو ځېلي بللم
ډاکتر یې راوستو خو
په دواګانو مې ونه شو علاج
زه یې ملا ته بوتلم
ملا څه سم سړی و
ملا زما د زړه خبره وکړه
ملا پر ما د ښاپیرۍ د ناستې
مور ته خبره وکړه
ویل یې ټولو نه خوږه ده او ښایسته ښاپیرۍ
ملا ته ومې خندل
ملا په ما د مینې دم واچاوه
ته مې وې ورکه
ته مې کوڅه کې یو ځل ښه احساس کړې
خو مې ونه لیدلې
له جینکو سره چیندرۍ دې کړلې
تا ته له کوره یو چا غږ وکاوه
کلا ته وخوځېدې
منډې مې وکړې چې راګیره دې کړم
ودې ګورم
لکه چې ووېرېدې نه هم په منډو شولې
په نهیلۍ بېرته راستون شوم د کلا له مخې
ته مې وې ورکه
چا راته وې ته ګل یې
بس له هر سهار تر مازیګره
هر وخت
بڼ نه به تاو راتاو شوم
خو ستا څېره په هیڅ یو ګل کې
راته ونه خندیده
ته مې وې ورکه
ته مې ګودر
ته مې مکتب
ته مې پانتون
ته مې په يو ځای کې هم ونه موندې
ته مې وې ورکه....
نن ستا په لټه کې له ځان سره وم
نن مې ته وموندلې
ته رانه پټه
زما د زړه ناکراریو کې وې
١٣٩٧.٩.١
««««««««««««««««
زما منډې
ستا کوڅه کې
هغه وږیو ته دي ورته
چې مړه کړي
خپله ګېډه
سم د هر بډای له کوره
ورو تېرېږي
۱۳۹۷.۸.۳۰
«««««««««««««««««
ناشوني نه ده
ته به له هغه چا سره پالي
چې درسره نه وي
درست لکه ما
چې له تا سره مینه لرم
۱۳۹۷.۸.۳۰
»»»»»»»»»»»»»»»»
سمندرونه چې دومره ډېر ارام ویده دي
خوبونه یې زموږه ویالې ویالې دي څښلي
۱۳۹۷.۸.۳۰
»»»»»»»»»»»»»»»
د ژړا غږ مې د تړلي ور تر شا واورېد
ور مې په زوره په سوکانو باندې وډباوه
اوتر را ویښ شوم
او په مات شوي چپرکټ باندې خپل ځان ته
ځير وم
١٣٩٧.٨.٢٨
«««««««««««««««
تصویر ته دې خپه یم
د زړه وروستی دېوال مې هم
درز شوی
۱۳۹۷.۸.۲۵
«««««««««««««««
کوترې هیلې مې
هغه اسیرانې دي
چې الوتلې هم شي
»»»»»»»»»»»»»»
تصویر دې
ما غوندې دی
ګوري
خو نه غږېږي
۱۳۹۷.۸.۲۴
«««««««««««««««««
زړه مې دا غواړي
یوازې له تا سره وغږېږم
د هر توري اقلیم
درلره ښه اشنا دی
پوهېږم توري که کنګل ونیسي
کرار کرار یې اوبه کولای هم شې
زړه خو مې یاد به دې وي
۱۳۹۷.۸.۲۴
«««««««««««««««
د شپې وجود باندې ساړه خواره دي
چوپتیا کنګل نیولې
فریاد ته ګرمه بړستن لټوم
زړه ته هم دا ښایي چې
د ژمي پای
پورې دې
خپله ګرمي او هر رګ
سړې سینې ته خس کړي
ځکه چې دلته باید
د چا ساړه نظر تر سیوري لاندې
مینه او ژوندی پاتې کېدل تجربه شي
۱۳۹۷.۸.۲۳
«««««««««««««««««««««
مخامخ هيڅ یو وژونکی
دا چا ته نه وايي چې
وژنم دې
خو هغه
هغه مې چې همدا ولیدله
ويې وژلم
١٣٩٧.٨.٢٣
««««««««««««««««««
څوک يې نه اوري
فکر کوم
پر غږ مې خپسه ناسته ده
ژونده په ویښه کې دا ستا لپاره
لکه چې چیغې مې ټولې خوب وړې دي
۱۳۹۷.۸.۲۲
»»»»»»»»»»»»»»»»»»
چا به ترې لاس اخیستی وي
باد چې راځي د هیچا لاس نه نیسي
باد چې راځي هر څه له ځمکې وهي
١٣٩٧.٨.٢٢
««««««««««««««««««
اوښکې، چوپتیا او تنهايي
سره له سړې هوا
ټولې راغلې چې تسلي دې راکړي
زړه مې دا ستا د تګ ماتم نیولی
۱۳۹۷.۸.۲۲
««««««««««««««««««
وینه
یو راته په دې په دار ځړوي
چې پښه یې د ده له لارې
کږه ايښې ده
چا ته د شپې تیاره کې
لاره نیسي
چې یو څه ښه یې مزدوري شوې ده
یوې ته ځکه د سنګسار سخته سزا ورکوي
چې ګوندې چا ته یې خپل زړه ورکړی
...او د چا سر ځکه بیا
تر تیږې لاندې کوي
چې د فکر تېږه یې درنه ختلې
وینه
مګر خوشحاله ده
چې زموږ په کور کې
ښه توییږي؟
۱۳۹۷.۸.۲۲
»»»»»»»»»»»»»»»»»
لاره پرې غلطه کــــــړي
درد او غم د مينـــــــې تل
ژوند ته د مستۍ ســـاه ده
مرګ ځواني ته نه ګوري
۱۳۹۷.۸.۲۱
برچسب:
نویسنده: النا رستمی
تاريخ: شنبه
20 بهمن
1397 ساعت: 3:44