جون دیدیون څه ډول لیکل کوي؟
جون دیدیون چې د ۱۹۳۴ کال د دسمبر په پنځمه د امریکا په ساکرامنتو کې زېږېدلې، یوه فیمینسته لیکواله او خبریاله ده. که څه هم دیدیون یوه ښه ناول لیکونکې ده خو تر ډېره د خپلې خبریالۍ او ادبي خاطرو په خاطر شهرت ته رسېدلې ده.
دیدیون ډېر وخت په کالیفورنیا کې ژوند وکړ خو یو وخت سانفرانسیسکو ته لاړه چې داستان لیکل زده کړي.
نوموړې په ۱۹۵۶ کې د کالیفورنیا برکلي له پوهنتون څخه په انګلیسي ادبیاتو کې لیسانس واخیست او بیا په ووګ خپرونې کې تر اووه کلن کار وروسته د یادې خپرونې مدیره شوه.
منډې ووهه سینده، د عمومي دعاګانو کتاب، ډموکراسي، هغه وروستی څيز چې هغه غوښته، سپین البوم، تر هنري وروسته، د جادويي فکر کولو کال، رڼې شپې، په پارک وحشت، موږ ځان ته د ژوند کیسې وايو، لوبه لکه څنګه چې ده باید ترسره شي او بیت الحم د دیدیون چاپ شوي آثار دي.
دیدیون د سنت لوییس، پولتیزر او د کتاب د منتقدانو د ټولنې د کتاب ملي جایزې اخيستې دي. سربېره پر دې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کې يې د ادبیاتو دوې افتخارې دوکتوراوې او په ۲۰۱۳ کې يې د سپينې ماڼۍ له خوا د هنر ملي مډال تر لاسه کړی دی.
نوموړې خپلې لومړنۍ جملې په هغه کتابچه کې ولیکلې چې مور يې په ماشومتوب کې ورته اخیستې وه. د دې کتابچې پر پوښ د پنځه عدد لیکل شوی و. یعنې جون خپل لومړی داستان په پنځه کلنۍ کې لیکلی چې په هغه کې د هغې ښځې ژوند را اخستل شوی چې په يوه سړه شپه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دیدیون له پاریس ریویو او یو شمېر نورو معتبرو رسنیو سره د خپلې لیکوالۍ او لیکلو تجربې داسې بیان ګړې دي:
برچسب:
نویسنده: النا رستمی