میلان کوندرا څه ډول لیکل کوي؟
میلان کوندرا په ۱۹۲۹ کال په پراګ زېږېدلی او د لومړنیو زده کړو په دوران کې يې شاعري ته مخه کړې ده.
د دویمې نړیوالي جګړې له پای مخکې څه موده يې د کارګر په توګه کار کړی او د جاز په غږولو يې خپله تنده ماتوله. څه موده وروسته يې د پراګ په چارلز پوهنتون کې موسیقي، فلم، ادبیات او ښکلا پوهنه زده کړه.
که څه هم کوندرا خپل لومړی کتاب په ۱۹۵۳ کې چاپ کړی خو د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۸ کلونو په اوږدو کې د خپل دویم کتاب (خندوونکې مينې) له چاپ سره شهرت ته رسیدلی دی.
کوندرا د پنځوسمو کلونو په اوږدو کې ژباړې هم کړې دي.
نوموړي په ۱۹۹۴ کال کې د خپلو مقالو د ټولګې (تحریف شوي وصیتونه) په چاپولو د اثارو له تحریف کوونکو، مترجمینو او مفسرانو سره د حساب و کتاب دريڅه پرانیسته. دا کار يې ځکه وکړ چې خپل ځان يې د دې تحریف کوونکو قرباني ګاڼه.
د هستۍ نه زغمونکې سپکتیا، شوخي، ژوند په یو بل ځای کې دی، د مخه ښې مېلمستیا، تلپاتې والی، هویت، د ناول هنر، نامناسبه فیسټیوال، تېروتنه او جهالت د ګوندرا نور چاپ شوي اثار دي. کوندرا جهالت په هسپانوي ژبه لیکلی دی چې وروسته د نړۍ په نورو ژبو ژباړل شوی او ده ته يې نړیوال شهرت ورپه برخه کړی دی.
کوندرا د هردر، مديسي، اوید، موندلو، كامنولث، اروپا ليتراتور او د چک د ادبیاتو جایزې ترلاسه کړې دي. هغه تراوسه لس ځلې د نوبل جایزې ته هم کاندید شوی دی.
کوندرا په هره مرکه کې پر دې ټينګار کوي چې له لیکوالو سره په مرکو کې باید د کاپي رایټ قانون په نظر کې ونیول شي ترڅو مرکه کوونکی ونه شي کولای چې نقل قولونو ته بدلون ورکړي او یو څه ترې لرې کړي. ځکه له دې کار سره معنا بدلون مومي.
دلته له پاریس ریویو او ځینو نورو رسنیو سره د میلان کوندرا د خبرو نچوړ را اخیستل شوی دی:
برچسب:
نویسنده: النا رستمی