خرید بک لینک

سوزان سانتاګ څه ډول لیکل کول؟


سوزان سانتاګ د ۱۹۳۳ کال په جنوري کې زېږېدلې او د ۲۰۰۴ کال د دسمبر په میاشت کې د وینې د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سانتاګ یوه امریکايي لیکواله، ادبي کره کتونکې، خبریاله او سیاسي فعاله وه.
سانتاګ په پنځه کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړ او مور يې له بل چا سره چې لنډ نوم يې سانتاګ و، واده وکړ. پلندر نه غوښتل چې سوزان او د هغې خور ته خپل نوم ورکړي خو هغې او خور يې دا نوم خپل کړ.
سوزان سانتاګ تر لومړنیو زده کړو وروسته لومړی د کالفورنیا په برکلي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. هلته يې فلسفه، ناول لیکل او ادبیات زده کړل. نوموړې خپله دوکتورا له اکسفورد پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
بې پایه جګړه او اته نورې مقالې، د اورشيندي لیوال، د سیند ښاپيرۍ، الیس په بستر کې، نیکي کوونکی، انځور اخیستل، سترګې، د پيشو د بچي مړينه، افسونګره فاشیزم، د نورو د درد ننداره، له مرګ سره شخړه، په عین حال کې، د یوه اخلاق پالونکي ذهن، د داستان هنر او یو شمېر نور د سانتاګ چاپ شوي کتابونه دي.
سوزان سانتاګ له پاریس ریویو سره د خپلې لیکوالۍ او لیکوالو تجربې داسې بیان کړې دي:

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: چهارشنبه 17 مرداد 1397 ساعت: 19:46

صفحه بندی