سګرټ
له لرې يې، په ځير ځير، د هلک لاسونو ته کتل. هغه چې رانږدې شو، شونډې يې وېړې شوې: (( انتخاب مې غلط نه دی، خبره مې پر ځمکه نه غورځوي.))
هلک سلام ورکړ: (( خوشاله يې، څه کیسه ده؟))
- هو خوشاله یم، ډېره خوشاله، په دې خوشاله یم چې تا خپله ژمنه پوره کړه.
هلک په خندا شو: (( سګرټ ښيې؟))
جلۍ يې په خبرو کې ور ولوېده: ((هو، سګرټ ښييم، ډېر وخت نه دې څکوده؟))
هلک تر لنډ سوچ وروسته ورغبرګ کړل:((څلور پنځه کاله به کېږي.))
- ډېر به درته سخت وي؟
- یو څه به سخت وي، خو پرېښودلو يې پر ځان يو کلک ډاډ راوباښه.
- هغه څنګه؟
هلک په غرور جلۍ ته وکتل: (( زه به تل په هرڅه کې دوه زړی کېدم خو اوس که وغواړم هر شی او هرڅوک پرېښودلای شم.))
جلۍ سوچونو په مخه کړه او تر شونډو لاندې له ځان سره لګیا شوه: ((... هرڅوک پرېښودلای شم. هرڅوک...هرڅوک...))
١٣٩٧.٤.٣١
برچسب:
نویسنده: النا رستمی