خرید بک لینک
1/ صديق الله بدر


جوجو مویز څه ډول لیکل کوي؟

جوجو مویز چې بشپړ نوم يې پايولین سارا جو مویز دی، په ۱۹۶۹ کال په لندن کې زېږېدلې ده. نوموړې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د عاشقانه ناولونو لیکلو ته مخه کړې چې  تراوسه يې دوه ځلې د عاشقانه ناول جایزه ترلاسه کړې او آثار يې د دنیا په یوولسو ژبو ژباړل شوي دي.
له بارانه تېښته،  خارجي مېوه، د معشوقې وروستی لیک، د طاووس پلورنځی، د ناویانو کښتۍ، نقره يي خلیج، د شپې موسیقي، نڅاګر اس، زه له تا مخکې، هغه نجلۍ چې تا پرېښودله، یو د یو دپاسه، له تا وروسته او یو یوازې په پاریس کې د نوموړې چاپ شوي ناولونه دي.
دلته چې څه له تاسو سره شریکوو، له جوجو مویز سره د یوې مرکې لنډيز دی، چې هغې په کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقې غږېدلې ده.

کیسې له خپل شاوخوا ماحول نه پیدا کوم. کله کله کرکټرونه په مجزا ډول ذهن ته مې لاره کوي، وروسته دغه کرکټرونه سره یوځای کوم.    
یو لیکوال باید د خپل داستان له ټولو کرکټرونو سره خواخوږي ولري او ځان د هغوی په ځای احساس کړي. که داسې ونه کړي خپل کرکټرونه په سمه توګه انځورولای او هغه ته وده ورکولای نه شي.

که چېرته د یوې حساسې احساسي او هیجاني صحنې د لیکلو په وخت کې سترګې مې له اوښکو ډکې نه شي، پوهېږم چې صحنه مې ښه نه ده انځور کړې، کله هم چې غواړم د لوستلو په وخت لوستونکي ته یو حس پیدا شي، لومړی باید دا حس ما راوتخنوي.
ما خپل خانته د کار کولو وختونه ټاکلي، که کومه ستونزه نه وي، سهار همدا چې له خوبه راولټېدمه، د مېز تر شا کښېنم او لیکل پيلوم، البته د سهار له ۶ بجو تر اووه نیمې پورې. وروسته له هغه چې نور کارونه مې خلاص کړل، د سهار له لسو بجو د غرمې تر دوه نیمو پورې لیکل کوم. خو زما د خوښې وخت د غرمې له درېیوو بجو د شپې تر لسو پورې دی چې هيڅکله مې هم دې خوښې ته نه یمه رسېدلې.

که وکولای شم، خلک فکر کولو ته اړباسم، د درک وړ داستان ولیکم او په یو وخت کې خلک هم وخندوم او هم وژړوم، اصلا دې خبرې ته اهمیت نه ورکوم چې څوک ما ته څه لقب راکوي. غواړمه چې د ادبیاتو (جاکومو) پوچيني و اوسم. دا چې په لوستونکي کې احساسات را وپاروم، نه شرمساره کېږمه.
تر کومه ځایه چې پوهېږم، لوستونکی غواړي په داستان کې خالي ځای ډک کړي. لوستونکی له دې کار نه خوند اخلي، نو زه باید داسې یوه فضا رامنځته کړم، چې د دې کار د ترسره کولو لارې ورته برابرې شي. مخکې له دې چې خپل کار پیل کړم، د خپلو داستانونو له کرکټرونو یو روښانه انځور لرم. هیله مې دا ده چې داسې يو څه زما په داستانونو کې په ښه توګه راڅرګند شي.
دا چې په ناولونو کې مې د جدیت ترڅنګ طنز هم شته، دا زما په روحيې پورې تړلې خبره ده. یو وخت مې دا احساس کړ چې د ژوند د جدي ستونزو تر څنګ له طنز نه ګټه اخستنه ګټوره پرېوځي. ځينې ورځې خندوونکې خبرې په خپله راځي او زه د کار د مېز تر شا له خندا ورته بډوډې نیسم. ځينې ورځې چې د دې خبرو درک نه وي، زه هم ورپسې سر نه ګرځوم، ته باید باور ولرې چې خندوونکې څيزونه په خپل وخت په خپله راځي.
زه د لیکلو لپاره له لب ټاپ نه استفاده کوم. له لیکلو سره ايډيټ هم کوم. هره ورځ د خپلې تېرې ورځې لیکل شوې کرښې بیا ګورم او یوه زیاته برخه يې حتی پاکوم. هغه اصلاحات چې راولم، تر هغه زیات دي چې په لاس لیکل وکړم.
زه د يو داستان لپاره هم له لیکلو مخکې او هم د کار په وخت کې تحقیق کوم. کله کله په دې مرحله کې حتی امکان لري چې ټول لیکل شوی داستان بدلون ومومي. دا کار د تحقیق کولو له خوندونو څخه بولم.  
پر کرکټرونو چې څه راځي هغه يې حق دی، که څه هم کله چې کوم کرکټر انځوروم په داسې یو ځای کې مې ځان مومم چې ته وا خپله اروا په تېښه وهم. کله چې کال دوه وروسته خپلو تېرو کارونو ته ور ګرځمه، له ځان سره وایم: ((واه! څومره ظالمانه و.))  خو زه هڅه کوم چې خلک له ښو پېښو سره مخ شي. ژوند هسې هم په کافي اندازه سخت دی.
یو د یو دپاسه ناول کې هلکان له هوټل نه ډېره غلا کوي، ځينې فکر کوي چې دا زما له شخصي تجربې سرچینه اخیستې، خو رښتيا دا ده چې زه له هوټل نه د غلا نه یمه، زه ډېره ډارنه یم، تل دا خیال کوم چې یو ګارسون په ګوښه کې ولاړ دی او تر شونډو لاندې وايي: زه دې څارم او وینم چې ته څه کول غواړې.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: چهارشنبه 25 بهمن 1396 ساعت: 8:34

صفحه بندی