سوفي 1 څه ډول لیکل کوي؟
برېتانیايي لیکواله او ژورنالسته سوفي کینسلا، چې اصلي نوم يې مدلین ویکهم دی، په ۱۹۶۹ کې زېږېدلې ده. نوموړې په اکسفورډ کې زده کړې کړې دي. هغې د موسیقۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې خو یو کال وروسته يې خپله رشته بدله کړه او د اقتصاد، سیاست او فلسفې زده کړې ته يې مخه کړه. مخکې تر دې چې هغه د ټولو د خوښې په لیکواله بدله شي، مالي او اقتصادي ژورنالسته وه.
کینسلا هغه لیکواله ده چې په پېرلو روږدې، کولای شې یو راز وساتې؟، د واده شپه او بې کوره الهې کتابونه يې په ملیونونه ټوکه خرڅ شوي او له څلوېښتو څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي دي. له (په پېرلو روږدې) کتاب څخه يې سینمايي فلم هم جوړ شوی دی.
کینسلا له دویچه وله او یو شمېر نورو رسنیو سره د خپلې لیکوالۍ او لیکلو په طریقو غږېدلې چې دلته يې لنډيز درسره شریکوو:
کله کله داسې پېښېږي چې څه ونه شم لیکلای، نو له دې کبله بازار ته سر ورښکاره کوم ځکه بازار راته الهام بښونکی ځای دی. په بازار کې ګرځم، خلک وینم، خبرې اورم، نوي او زاړه شیان مې له سترګو تېرېږي او يا د خپل همیشني عادت له مخې يو څه را اخلم.
د خپلو کتابونو موضوعات له کومه کوم، دا هغه پوښتنه ده چې بیا بیا مطرح کېږي. هر کتاب له یو کوچني فکر نه راپېلېږي. زه دغه فکر ته پراختیا ورکوم او بیا پر طرحې کار کوم.
ډېر ځله د لیکلو لپاره یوې قهوه خانې ته ځم، دا ما ته د الهام اخستلو یو ښه مکان دی. هلته ډېر وخت تېروم. کله چې کيسه، کرکټرونه او ستونزې مې وڅڼلې، د ناول لیکل پیلوم.
پخوا مې د مدلین ویکهم په نوم لیکل کول، خو له ۲۰۰۰ کال نه راهيسې د سوفي کینسلا په نوم کتاب لیکم، دا خپل دلیل لري. وګورئ کله چې یو څوک وغواړي کتاب ولیکي، تل یو غږ او یا یو کرکټر الهام بښونکی کېږي او د لیکوال لیدلوری ټاکی. د مدلین کتابونه یو څه جدي او ډراماتیک شخصیت لري، خو د کینسلا آثار مسرت بښونکي دي. دا لیکوالې ځانته ځانګړي مقامونه لري. هر کله چې د لیکلو لپاره له دې دوو نومونو یو يې غوره کوم، هڅه کوم چې د هغه له لید نه لیکل وکړم.
ځوانو لیکوالو ته مې مشوره دا ده چې تل له ځان سره د يادښت یوه کتابچه ولري. هر هغه څه چې يې په ذهن کې ګرځي، ويې لیکي، حتی په هغه شېبه کې که کوم ټکی بې ربطه هم ورښکاره شي.
که غواړئ چې لیکوال شئ، هیڅکله هم له لوستلو لاس وا نخلئ، مطالعه واقعا حیاتي خبره ده. وړه چې وم، د سهارني په وخت مې له نورو سره د خبرو کولو په ځای د بیسکویټونو او شیدو پر قطیو لیکل شوې کرښې لوستلې.
د لیکوال یا لیکوالې په توګه د نورو د رضایت ترلاسه کولو لپاره په کار ده چې ځان د یوه لوستونکي په ځای حس کړئ او دا ومومئ چې د کوم ډول اثر لوستل غواړئ. غواړمه دا ووایم، هغه څه ولیکئ چې خپله تاسې خوښ او راضي ساتي.
زه د یوه نوي کتاب د لیکلو په وخت کې هڅه کوم چې خپل کار له نورو پټ وساتم. ځکه اوس دې باور ته رسېدلې يم چې لیکوال تر نورو ډېر اسیب پذیره او مات زړي دي. ډېر ژر تر اغېز لاندې راځي. د دې لپاره چې د بشپړې ازادۍ په حالت کې لیکل وکړئ او د نورو د قضاوتونو له سیوريو لرې اوسئ او له دې کبله کومه اندېښنه درسره نه وي، په خصوصي ډول لیکل وکړئ او یا د لیکلو تمرین ترسره کړئ.
زما په نظر د یوه لیکوال لپاره تر ټولوسخت کار د خپل غږ موندل دي. دې ته باید ځير واوسو چې په کومه بڼه د کومو شیانو له لیکلو خوند اخلو. په دې توګه هغه څه چې غواړو، کولای شو چې ويې لیکو.
حقیقت دا دی چې د هر کتاب لیکل سخت کار دی او کېدای شي په یوه مرحله کې د هر چا سر په دیوال ولګېږي. ښايي د داستان په کلي طرحه کې کومه تشه رامنځته شي او یا دا وسه مو نه وي چې يوه صحنه په ښه ډول پای ته ورسوو. خو مهم ټکی دا دی چې په هر ډول چې کېږي خپل کار باید پای ته ورسوو. حتی که چېرته لومړۍ نسخه ډېره غوره نه وي او بیا لیکلو او اصلاح کولو ته اړتیا ولري، حداقل تاسو خو د یو کتاب لیکل پای ته رسولی چې وروسته به يې بیالیکلو ته اوږه ورکوئ.
کوم وخت چې وپوهېږم نور نو لیکلو ته دوام نه شم ورکولای، پلي تګ ته مخه کوم. خو هیڅکله هم د لیکلو د بیا پیلېدو په تمه مخامخ کمپيوټر ته نه کينم. ډېر ځله مې په همدې بڼه د داستان لیکلو په وخت کې راپيدا شویو ستونزو ته حل لاره موندلې ده.
هر څوک د ویلو لپاره یو داستان لري او هرڅوک کولای شي خپل لیکل بهتره کړي. د لیکلو او لیکوالۍ ځينې تکنیکونه زده کېدای شي، تاسو هم هڅه وکړئ زده کړه وکړئ او خپل کار بهتره کړئ. زه اوس هم د هر کتاب له لیکلو سره نوي ټکي زده کوم.
دا لیکل دي چې تاسو پسې ګرځي او تاسو پیدا کوي. له ځان سره دا فکر مه کوئ چې غواړئ د داوینچي راز په څېر یو کتاب باید ولیکئ. تاسې خپل لیکل وکړئ، تاسې به په خپله د راتلونکي یوه ستره پدیده یاست.
کمېدي لیکل مې خوښېږي، آن تر دې بریده چې غواړم يو پیغام د طنز او شوخۍ په وسیله نورو ته ولېږدوم. ځکه زه غواړم خلک وخندوم او خوښ يې وساتم.
زه واقعا نیکمرغه یم او دا ځکه چې زه لیکل کوم، زه هغه کار ترسره کوم چې ورسره مینه لرم.
برچسب:
نویسنده: النا رستمی