خرید بک لینک

د لونګو دريڅې پر دویم ټوک د ښاغلي لیکوال محب الله زغم سریزه

د لونګو دريڅې؛ پنځه، كه لا ډېرې؟

ښاغلي صديق الله بدر د كليد راډيو ادبي خپرونې ته ((د لونګو دريڅې)) نوم وركړى و. دغه خپرونه له نورو ټولو ادبي فرهنګي خپرونو بېله وه، بدر له نوښته كار اخيست، زحمتونه يې ايستل او خپرونه يې داسې جوړوله، چې بل چا نه وه جوړه كړې.

اوس يې د همدې خپرونو متن د كتاب په بڼه چاپ ته چمتو كړى دى او كتاب ته يې هم هماغه نوم ((د لونګو دريڅې)) غوره كړى دى. دغه نوم د كتاب له محتوا سره له دې نظره اړخ لګوي، چې دريڅې يادوي يعنې يوه دريڅه نه ده، څو دريڅې دي. يو خو كتاب په څو ټوكو كې چاپېږي، چې هر ټوك يې بېله دريڅه بللى شو او بل دا چې د كتاب په هر ټوك كې ګڼې دريڅې شته. موږ له هرې درېڅې د يوې ځانګړې ښكلا ننداره كولاى شو. ما په كې دغه دريڅې وموندې.

لومړۍ دريڅه د تذكرې دريڅه ده، بدر صاحب د خپل عصر شاعران او ليكوال راپېژني، د هغوى د ژوند په باب معلومات راكوي او د هغوى اثار رامعرفي كوي. دغه كتاب د راتلونكو نسلونو او حتى زموږ د نسل څېړونكو ته مناسب مواد په لاس وركوي. زموږ د ادبياتو د پوهنځيو فارغان به نور دې ته نه اړ كېږي، چې بيا بيا د رحمان بابا پر شاعرۍ مونوګرافونه وليكي او زړې خبرې بيا تكرار كړي. دوى كولاى شي خپل مونوګراف ته له دې كتابونو يو شاعر يا ليكوال غوره كړي. البته دا يوازې همدا كتاب نه دى، د لونګو دريڅې لومړى ټوك چاپ شوى او نور ټوكونه به يې هم چاپ شي. دغه لړۍ محصل ته دا فرصت په لاس وركوي، چې د ګڼو اديبانو د اثارو نمونې ولولې، چې د هر چا شعر يا كيسه يې ډېره خوښه شوه، پر هماغه شاعر يا ليكوال دې ليكنه وكړي. استاد اسدالله غضنفر وايي: ((څو پورې چې مو يوې موضوع سره مينه نه وي، پر هغې باندې څه مه ليكئ.))

د كتاب دويمه دريڅه د كره كتنې پر بڼ سپره ده. دلته كره كتنه يوازې ستاينه نه ده او يو مخ غندنه هم نه ده. كره كتونكو د هر شاعر او ليكوال د هنر مثبت او منفي دواړه اړخونه بيان كړي دي. بدر صاحب بيا بل كمال هم كړى، چې د عين موضوع په باب يې د څو كسانو نظرونه اخيستي دي، دغه نظرونه سره متفاوت او كله كله متضاد هم دي. په دې توګه وينو چې په ادبياتو كې مطلق حكمونه نه شي كېداى او فتوا ګانې نه شي صادرېدلى، هر څوك خپل نظر وركولى شي، خو په نورو يې خامخا نه شي منلى. دغه دريڅه راته دا زيرى هم راكوي، چې نن زموږ نقد معيار ته نژدى شوى دى. له بلې خوا په ليكوالو شاعرانو كې د زغم خبره هم راته كوي. پخوا به كه د چا د اثر يو منفي اړخ چا وښود، نو هغه به خپه و، خو نن ټول پوهېږي، چې د كره كتونكي مطلب سمونه وي، نه رټنه. په دې كتاب كې وينو چې ځينې نقادان كلي او عمومي غږېږي، خو ځينې نور بيا خپله خبره له مثال سره يو ځاى كوي. سړى چې د بېلابېلو كسانو نظرونه لولي، نو پوهېږي، چې په نقد كې بايد څه ډول خبرې وشي. دا د ادبياتو د پوهنځيو محصلانو ته د ممد درسي كتاب كار هم وركوي. نن سبا ادبي اثار زيات او د خلكو وخت كم دى، استاد نجيب الله منلى وايي: ((د كره كتونكي يوه وظيفه دا ده، چې كره او ناكره اثار خلكو ته وروپېژني)) ما په دې كتاب كې د داسې شاعرانو شعرونه ولوستل، چې پخوا مې د دوى اثار نه وو لوستي، خو دوى ډېر تكړه شاعران دي، اوس مې دا ګټه وكړه، چې هر چېرته د دوى شعرونه يا كتابونه وګورم، په مينه به يې ولولم او خوند به ترې واخلم.

د دې كتاب له درېيمې دريڅې د ادب تيوري ليدلى شو. تر دې دمه چې په پښتو كې د ادب د تيورۍ او د كره كتنې د اصولو په باب كتابونه ليكل شوي، تقريباً ټول د عربي ژبې د بديع او بيان خبرې دي، چې په پښتو ادبياتو باندې تطبيق شوي دي. هره ژبه ځان ته هنري تومنه، خپل نزاكتونه او خپل ادبي صنعتونه لري. په پښتو باندې د بلې ژبې د تيورۍ سل په سلو كې تطبيقول، هسې يو كار دى. له بلې خوا تر دې د مخه د غربي ادبياتو د تخنيكونو په اړه زموږ په كتابونو كې څه نه وو راغلي، خو دغه كتاب د ادبپوهانو په ويناوو كې دا تخنيكونه هم راپېژني. موږ ((پاراډاكس)) نه پېژانده، د ((نا څاپي پېښې)) په خوند نه پوهېدو، زه په دې نه پوهېدم، چې د ((زنګېده)) د كلمې تكرار يعنې ((زنګېده زنګېده)) د كلمې له معنا سره هم اړخ لګوي، ځكه چې ((زنګېدل)) د اهتزاز حالت راښيي او اهتزاز پخپله د حركتونو تكرار دى. خو په دې كتاب كې په لوستلو مې دا هر څه زده كړل. د كيسې د تخنيكونو په باب ما يوازې دوه كتابونه ليدلي، چې دواړه د اجمل پسرلي دي: ((لنډې كيسې به څرنګه وليكو؟)) چې ژباړه ده او ((نجيب محفوظ څرنګه كيسه ليكي)) چې د ده تاليف دى. ويل كېږي، چې كلونه پخوا شريفې شريف هم ((د لنډې كيسې تيوري)) په نوم كتاب ژباړلى و، چې اوس په بازار كې نه موندل كېږي. استاد اسدالله غضنفر د كيسې د تخنيكونو په اړه ګڼې مقالې لري، خو چاپ كړې يې نه دي. د دې كتاب په بحثونو كې لولو، چې په كيسه كې ((مكالمه)) بايد څرنګه وي، ((كركټر)) بايد څه خېل ترسيم شي، د كيسې لپاره كوم ((نثر)) مناسب دى، د كيسې ((پيغام)) بايد څه رقم وي او نورې خبرې، چې ممكن ډېرو لوستونكو ته نوې اوسي.

څلورمه دريڅه د ښكلا پېژندنې د سمندر خوا ته خلاصېږي. سړى ممكن يوه تابلو وويني او خوند ځنې وانه خلي، خو كه يو هنرمن د تابلو ښكلاوې ورته وښيي، بيا به دى هم د تابلو پر خوند پوه شي. زه ګومان كوم د دې كتاب لوستونكى به هم همداسې پېښې سره مخ شي، ممكن دى له يوه شعره خوند وانه خلي، خو كله چې د كره كتونكي نظر ولولي، بيا به ورجوته شي، چې دغه شعر رښتيا هم ښكلى دى. دلته نقادان په حقيقت كې د ښكلا پېژندنې لپاره ځينې معيارونه راښيي. انسان كه په يو شى پوه شي، بيا به ډېر خوند ځنې واخلي. كه موږ كتاب په غور سره ولولو، نو د ادبي ښكلاوو په باب به مو پوهه زياته شي. سړى ويلى شي، چې دغه كتاب د خلكو ذوق لوړوي، سړى چې دغه كتاب ولولي بيا به يې مبتذل او بازاري شيان خوښ نه شي، دى به په عالي اثارو پسې وګرځي.

دغه كتاب د روزنې دريڅه هم لري. څوك چې نوي ادبياتو ته مخه كوي، په ډېرو شيانو نه وي خبر. نه پوهېږي، چې خپل شعر يا كيسه څنګه ښكلې كړي. دغه كتاب به دوى ته هغه عملي لارې چارې وښيي، چې سړى معياري ادب ته رسولى شي.

تاسې كتاب په غور سره ولولئ ممكن ستاسو پر مخ نورې دريڅې هم خلاصې شي، چې له ما به پاتې وي. زما په فكر بايد كابل پوهنتون او نور پوهنتونونه مو دغه لړۍ خپلو محصلانو ته چاپ كړي او د عملي نقد د يوه كتاب په توګه يې تدريس كړي.

زه نه شم كولاى د ښاغلي صديق الله بدر له ستايلو ډډه وكړم. د ده زحمت د قدر وړ دى. كه دى پښتو ادب ته نور هېڅ كار هم ونه كړي، نو همدا خدمت يې بس دى، خو نه، دى له راډيوګانو سره كار كوي، مقالې ليكي، لنډې كيسې جوړوي، څېړنيز اثار ليكي (لكه د علامه عبدالشكور رشاد په باب اثر چې بيا بل چا ځنې غلا كړ او علمي رتبه يې پرې واخيسته)، دى شعر وايي، خپل وېبلاګ چلوي، د بهير له وېب پاڼې سره همكاري كوي او خداى خبر چې څومره نور ))پساتونه(( كوي. زما خو ورته رخه راځي، زړه مې غواړي زه هم همداسې فعال واوسم.

په مينه

محب الله زغم

۱۳۹۸ د سلواغې اتمه د جمعې ورځ

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

صفحه بندی