هاینریش بل څه ډول لیکل کول؟

هاینریش تیودور بل په ۱۹۱۷ کال د المان په کولن کې زېږېدلی او په ۱۹۸۵ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. بل له ۱۹۳۹ کال نه تر ۱۹۴۵ پورې د دویمې نړیوالې جګړې په ډګرونو کې پاتې شوی او تر جګړې وروسته لکه د یوه ځلېدونکي ستوري په شان د المان د ادبیاتو په اسمان کې راڅرګند او تر پايه ځلېدونکی پاتې شو.
ریل ګاډی په وخت راورسېد، آدمه چېرته وې؟، د ځوانۍ د کلونو ډوډۍ، تور پسونه، یو ټکی يې هم ونه ویل، د یوه جوکر عقیدې، پرښتې چوپتیا غوره کړه، میراث، امنیتي شبکه، مساپره اسپا ته راځې؟ او په نهه نیمې بجې د بیلیارد لوبه د هاینریش بل غوره اثارو کې شمېرل کېږي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي هم دي.
بل په ۱۹۷۲ کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه حال دا چې تر دې مخکې په ګڼو جایزو ویاړل شوی او نړیوال محبوبیت يې خپل کړی و.
له بل سره دا مرکه په ۱۹۶۱ کې شوې ده.
زما په نظر د لنډې کیسې لپاره کومه ځانګړې قاعده وجود نه لري بلکې هره لنډه کیسه خپل ځانګړي قواعد لري. ښايي کلونه واوړي او يوه لنډه کيسه پای ته ونه رسوم، البته کله هم چې قلم را اخلم، ډېر ژر یې لیکل پای ته رسوم. ستونزه د کلمې یا د لغت په موندلو کې ده، د ځانګړي احساس یا ځانګړي انسان لپاره د بیان په تازه والی کې هم.
کله چې د لیکلو لپاره یوه موضوع ولرم، په هیڅ ډول لیکل نه کوم. یوازې څو پاڼې سرڅپرکي یا فصلونه چمتو کوم. د دې هر یوه سرڅپرکي په لړ کې د ناول یو څپرکی پټ وي چې ذهن مې پرې کار کوي. یوازې هغه وخت ټول ناول د کاغذ پر مخ لیکم چې ذهن مې د هغه لیکل پای ته رسولی وي.
دا ستره تېروتنه ده چې لیکوال دې د خپل ناول په اړه ډېرې پلټنې وکړي او بیا لیکل وکړي. لیکوال باید تر ۲۱ کلنی پورې د انسانانو د ژوند عناصر وپېژني، هغه څه چې وروسته زده کوي د هغه د هنري شخصیت په بشپړېدو کې مرسته کوي. فکر کوم په دې مقوله کې فني زده کړې هنرمند ته ضربه ورکوي او هغه ناسم لوري ته ټېل وهي.
د لیکلو لپاره یوې آرامې کوټې، څو قطۍ سګرټ، هر دوه ساعته یو ځل یو پیاله چای یا قهوې او د ټايپ ماشین ته اړتیا لرم خو که وخت ولرم تر لیکلو دمخه غواړم څو شېبې قدم ووهم.
پر الهام باورمن یم چې تل د کار پر وخت راځي نه تر هغه مخکې.
لیکل د یو څه د اړولو او د یو بل ترڅنګ اېښودلو په معنی ده.
د ناول کرکټرونه، موقعیتونه او موضوع له بهره نه کنترولېږي، خودجوشه دي او مخ پر وړاندې ځي. خو په هر ډول دا لیکوال دی چې داستان باید مخته بوزي، تر هغه ځایه چې وکولای شي پېښې او موقعیتونه د ناول د کرکټرونو اوږو ته کړي.
زه هغه وخت د ناول په لیکلو پیل کوم چې په اصطلاح اشباع (مړه خوا) شوی اوسم. له دې حالت نه د راوتلو په پار په لیکلو پیل کوم. معمولا په لیکلو کې ډېر وخت په کې راباندې تېرېږي. دا یوه حساسه مرحله ده، ځکه غواړم هرڅه په خپلو سترګو ووینم.
د ناول په نسبت ټولیز لید او شخصي درک ته تر لارې موندلو وروسته لیکل پیلوم. په دې مرحله کې له نورو امکاناتو هم ګټه اخلم. د بېلګې په ډول له هغه جدول نه ګټه اخلم چې درې ردیفه لري، لومړی ردیف يې: واقعیت - حاضره زمانه، دویم ردیف يې: تفکر او د تېرو خاطراتو د محدودو ارزونه او درېیم ردیف يې: انګېزه ګڼل کېږي.
زه د خپلو کارونو د بیا اصلاح کولو په خاطر له هر فرصت نه استفاده کوم. تر اوسه داسې نه دي شوي چې زه یو داستان(کم تر کمه یوه لنډه کیسه) تر لیکلو وروسته درې ځلې ونه ګورم او بدلون ورنه کړم. ځينې داستانونه حتی پنځه شپږ ځلې ګورم او ډېر کم هغه یوازې یو ځل ګورم. خپل ناولونه مې هم په همدې بڼه کتلې او ارزولي دي.
زما په نظر لیکوال- ازاد لیکوال- د آزادۍ تر ټولو لوړه څوکه کې ناست دی. آزادي چې په خطر کې وي، ژبه په خطر کې وي او برعکس. دا ګواښ له ژب دوده پیلېږي او بیا انځوریز هنرونه په بر کې نیسي. لیکوال له هڅې، دندې او ژمنې سره سروکار لري او دا هغه څه دي چې باید خپل ځای پیدا کړي.
په ناولونو کې باید د هغو مکانونو نومونه راوړل شي چې یا ډېر ستر وي او يا ډېر کوچني، په داسې بڼه چې نور نو واقعي نه وي، لکه پاریس، پترزبورګ، مسکو، نیویارک او لندن. زه لا د توکیو او پکن په تمه هم یم. زما په نظر خپرېدل یا چاپ مکان ته اړتیا لري، همدارنګه ځمکې ته، کافکا ته دا ځمکه پراګ وه او زما لپاره هغه ښار دی چې ښه يې پېژنم.
برچسب: هاینریش,
نویسنده: النا رستمی