ریچارد فورډ څه ډول لیکل کوي؟

ریچارد فورډ چې په امریکا کې د لنډې کیسې د یوه بې بدیله استاد په توګه پېژندل کېږي او د لنډې کیسې او ناول یو له غوره لیکوالو ګڼل کېږي، په ۱۹۴۴ میلادي کال د میسيسیپي په جکسون سیمه کې زېږېدلی دی.
فورډ د خپل لومړني ناول ((د زړه یوه ټوټه)) له بشپړولو مخکې په ۱۹۷۶ کې يې د نیویارکر او سکوایر خپرونو لپاره لنډې کيسې لیکلې.
د زړه یوه ټوټه، وروستۍ چانس، د ژويو ژوند، د خپلواکۍ ورځ، سپورټي خبریال، د ځمکې نښه، پرېږده چې درته فرانک و اوسم او کاناډا د فورډ ناولونه او راک سپرینګز، ښځې له نارینه وو سره، د ګناهونو بوخڅه، فورډ او تاسې له فرانک سره وپېژنئ د هغه د لنډو کیسو ټولګې دي.
نوموړي د پولتيزر او پن فاکنر په جایزو سربېره ګڼې نورې جايزې هم اخیستې دي او د امریکا د لیکوالو د ټولنې غړی دی.
دلته له ګاردین او بي بي سي سره د هغو دوو مرکو نچوړ درسره شریکوم چې فورډ په کې د خپلې لیکوالۍ ځينې رازونه بیان کړي دي:
د لیکلو په مهال، دا نه وایم، غواړم چې يو څه پای ته ورسوم، بلکه وایم؛غواړم چې ويې لیکم. غواړم هغه شېبه کې پاتې شم. غواړم د کتاب تل ته ننوزم او په اول او اخر فکر ونه کړم.
کله چې لوستونکی یو ناول را اخلي، پوهېږي چې ساختګي دی، پوهېږي چې له واقعي ژونده د څه ويلو تابیا نه لري.
لوستونکی تا ته چې یو لیکوال يې دا اجازه ورکوي، هر کار چې دې زړه غواړي کوه يې خو په دې شرط چې هغه ته داسې یو څه ورکړې چې ارزښمتن او د درک وړ وي.
د وروستي ناول ((کاناډا)) د لومړۍ جملې پر لیکلو مې یوه میاشت لګولې. کله کله یوازې یوه کلمه اضافه کوم چې جمله ورسره سندریزه راشي. زه د هغې کلمې په لټه کې یم چې یو د A غږ لرونکي او درې بې غږه توري ولري. هره جمله باید د ټول ناول بار پر اوږو یوسي.
زه په قلم لیکل کوم، ځکه د لیکلو سرعت ورسره کم وي او ما ته د ښه کار او فکر کولو زیات فرصت راکوي.
د کلونو په اوږدو کې مې دا زده کړل چې د نورو له خوا د کلماتو انتخاب او د غږ موسیقۍ ته ښه غوږ شم. دا له لیکلو سره یوه ستره مرسته ده.
کله چې د یوې مناسبې کلمې یا جملې په لټه کې يم، غوره ګڼم چې یاده کلمه د هغه غږ او ریتم په بنسټ چې لري يې انتخاب کړم. یعنې د هجاګانو، د کلمې د اوږد والي او د غږپېژندنې په بنسټ. خو دې موضوع ته چې دا کار څومره زما اصلي هدف تضمینوي، دومره اهمیت نه ورکوم.
د لوستونکي او لیکوال ترمنځ یو قرارداد شته دی چې د هغه په بنسټ، تمه کېږي چې لیکوال یوه منطقي او منسجمه نړۍ رامنځته کړي، راټول یا منسجم غږ او لحن ولري، لیکوال کولای شي کله هم په خپله خوښه له دې نړۍ نه واټن خپل کړي، خو په دې شرط چې په بدل کې يې لوستونکي ته یو ارزښتمن او فوق العاده څيز ورکړي.
د لیکوالۍ د ستونزو په اړه باید ووایم چې ګیله من نه یم، ځکه هیڅوک مې هم د دې کار د ترسره کولو لپاره نه اړباسي. که چېرته لیکوالي په رښتيا هم سخت کار وای، لا پخوا به مې ورته شا اړولې وه. واقعیت دا دی چې که څومره مشکل کار هم وي، په دقیق تشخیص او درک سره دې پايلې ته رسیدلی یم چې زه په هغه کار بوخت يم او خوند ترې اخلم چې چخوف هم ترسره کړی دی.
له هغه چا سره واده وکړئ چې فکر ولري او فکر کوي، هغه وخت کولای شئ ښه لیکوال و اوسئ، زه چې د هر کتاب لومړۍ نسخه پای ته رسوم، هغه مې مېرمن ته ورکوم چې ويې لولي او خپل نظر راسره شریک کړي. په حقیقت کې زما د آثارو لومړۍ لوستونکې زما مېرمن کریستینا ده.
د سپورټي خبریال تر لیکلو مخکې څه ناڅه له لیکوالۍ مایوسه شوی وم. زما له کتابونو هغومره هرکلی، چې موږ يې تمه درلوده، نه کېده. زما د کتابونو ناشر راته وویل چې که داسې مخ ته لاړم شم، خبره دې خلاصه ده. غوښتل مې يو غوره کار وکړم که نه سبا به اوبه له ورخه تېرې وي. یو سخت پروګرام مې تنظیم کړ، یو ډول جهنمی منشی ګري؛ هره ورځ مې باید د پلان له مخې په منسجم ډول کار کړی وای. په پای کې دې پلان او پروګرام مې ښه نتیجه ورکړه. هو، کتاب مې د چاپ لپاره ناشر ته ورکړ.
برچسب:
نویسنده: النا رستمی