موریسون څه ډول لیکل کوي؟

توني موریسون چې اصلي نوم يې کلوئه انتوني ووفورډ دی، په ۱۹۳۱ کال په امریکا کې زېږېدلې او یوه تورپوستې لیکواله، فېمینسته او د پوهنتون استاده ده. نوموړې هغه لومړنۍ تورپوستې امریکايي لیکواله ده چې په ۱۹۹۳ کال کې يې د نوبل ادبي جایزه ترلاسه کړې او آثار يې د ځانګړې حماسي فضا، ژونديو مکالمو او د تورپوستو امریکايي شخصیتونو د انځورولو له کبله مشهور دي.
موریسون پر نوبل سربېره د پوليتزر، پن او د نیویارک د کتاب د منتقدانو جایزې اخیستې او د امریکا د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال هم خپل کړی دی.
موریسون ګڼ داستاني او غیرداستاني چاپ کتابونه لري.
کور، مینه، جنت، جاز، مینه ناک، ډمبري، د سلیمان غږ، سولا او شنې سترګې د نوموړې چاپ شوي ناولونه دي.
اختیار د چا په لاس کې دی هينداره یا ښيښه، اختیار د چا په لاس کې دی پاپي یا مار، اختیار د چا په لاس کې دی شمشتی یا سوی، اختیار د چا په لاس کې دی زمری یا موږک، اختیار د چا په لاس کې دی مېږی یا ملخ، د بدمخو کتاب او غټه بکسه ماشومانو ته لیکل شوي داستانونه دی.
توني موریسون په ۲۰۱۴ کال کې له نشنل پابلیک راډيو سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ او لیکلو طریقې داسې بیان کړې دي:
یو وخت په هاروارد پوهنتون کې له یوې ډلې سره مله شوم. غړي يې يو شمېر لیکوال او د پوهنتون محصلان وو. په میاشت کې یو ځل سره راټولېدو او د یو بل هستونې مو ارزولې. په دوی کې یو شمېر حرفه يي لیکوال وو، له دې کبله دې ناستې ته مې هرومرو یوه لنډه کیسه لیکله، هلته يې موږ ته غوړه سهارنۍ راکوله. که چا څه نه لیکل او یا پخوانۍ کیسې يې راوړلې په جلسو کې ورته د ګډون حق نه ورکول کېده. ما هرې ناستې یوه نوې کیسه لیکله. له همدې ځایه مې په لیکلو پیل وکړ.
لیکوالي چې مې پیل کړه، په پنسل مې لیکل کول. په دراز کوچ به کېناستم، هڅه مې کوله چې پېښې راپه یاد کړم او هغو ته د کلماتو جامه ور واغوندم. لومړی ځل مې پنځه شپږ مخه لیکلي وو، هغه مې له ځان سره غونډې ته یوړل، ډارېدمه خو له هرکلي سره مخ شوم.
زه په منظم ډول لیکل نه شم کولای او هیڅکله هم په دې نه یمه بریالۍ شوې چې د لیکلو چاره په منظم ډول مخته بوزم. ځکه چې ما تل د سهار له ۹ نه د مازیګر تر پنځو بجو پورې ثابته دنده لرلې ده. د همدې وختونو په منځ کې ما باید په بېړه لیکل کول یا هم د اوونۍ په یوه ورځ رخصتۍ کې او یا هم کار ته تر تګ مخکې مې دا کار کړی وای.
په لنډو کیسو او ناولونو کې مې پر هغو پاراګرافونو تر هغه حده کار کوم چې زما په زړه برابر شي. کله کله شپږ اووه ځلې او حتی دیارلس ځلې مې یو پاراګراف اصلاح کړی دی. خو د پسولنې او د کلماتو د حذفولو ترمنځ یوه نرۍ کرښه شتون لري. مهمه دا ده چې پوه شئ څه وخت هغه لرې کړئ، ځکه چې یوازې هغه اضافي برخې باید لرې شي.
معمولا یو څه مې په ذهن کې وي، له هغه سره لوبې کوم. تل له یوه تصور سره لیکل پیلوم، حتی که ډېر ستړی کوونکی وي.
زه په دې هڅه کې نه یمه چې د یوې موضوع په نسبت خپل حس مشخص کړم. زه پوهېږمه چې څه حس لرم. زما احساس زما د وړاندوینو او تېروتنو پایله ده، زه د پېچلتیا ليواله یم او دا چې يو فکر څرنګه کولای شي آسیب پذیره وي. داسې نه ده چې زه پر دې ځانګړې پېښې یا موضوع باورمنه یم ځکه په دې ډول کتاب نه لیکل کېږي بلکې پر یوې مقالې بدلېږي.
زه هیڅکله له هغه کرکټر نه چې ويې پېژنم استفاده نه کوم. په شنو سترګو ناول کې مې یو څه د خپلې مور له حرکتونو او ډیالوګونو کار واخیست، چې تر دې دمه پورې مې دا کار نه و کړی. په دې برخه کې ډېره حساسه یم. لکه ډېری نور لیکوال هیڅکله د چا د ځانګړنو په بنسټ داستان نه لیکم.
کوم کرکټرونه مې چې په داستان کې کاملا په خپله رامنځته کړي وي، احساس کوم چې تر نورو ټولو وګړو ډېره هوښياره او خپلواکه یم. دا هم د پېښې یا ماجرا هغه هیجان انګېزه برخه ده. که چېرته د ماجرا دا برخه مو د یوه بل شخص د ځانګړنو په بنسټ طرحه کړې وي، د کاپي رايټ له حقونو سرغړونه ده. هغه شخص د خپل ژوند مسوول دی، نه ښايي چې له هغه څخه د داستان لیکلو لپاره استفاده وشي.
برچسب: موریسون,
نویسنده: النا رستمی