خرید بک لینک
ژباړه: صدیق الله بدر

پاتریک مودیانو څه ډول لیکل کوي؟


مودیانو هغه لیکوال دی چې ګناه او هویت يې د اثارو اصلي منځپانګه جوړوي او د فرانسې يو له مهمو ژوندیو لیکوالو څخه ګڼل کېږي.
موديانو په ۱۹۴۵ کال پاریس ته څېرمه د بولونی-بیانکور په ښار کې زېږېدلی دی. نوموړي په ماشومتوب او نوي زلمیتوب کې له لوړو ژورو ډک ژوند درلود.
په ښوونځي کې يې د هندسې له یوه ښوونکي او لیکوال سره تر پېژندګلوي وروسته لیکوالۍ ته مخه کړه او خپل لومړنی ناول يې چې پلاس دو لیتوال نومیده ولیکه او چاپ کړ.
د مودیانو اثار د ادبي کره کتونکو پام ځانته اړولی او هم ګڼ شمېر مينه وال لري. د هغه له یو شمېر ناولونو فلمونه هم جوړ شوي دي.
مودیانو په ۲۰۱۴ کې د نوبل د ادبیاتو جایزه خپله کړې خو تر دې مخکې يې نورې مهمې جایزې هم ګټلې دي. په ۱۹۷۲ کې يې د فرانسې د اکاډمۍ ستره جایزه او په ۱۹۷۸ کې يې د خپل ناول (د تیارو دکانونو واټ) پر سر د ګنکور معتبره فرانسوي جایزه اخستې ده.
په ۲۰۱۰ کې يې د خپل یو عمر حرفه یي هڅو په خاطر د فرانسې انستیتیوت د دل دوکای جایزه خپله کړه او په ۲۰۱۲ کې يې بیا د اروپايي ادبیاتو لپاره د اتریش دولتي جایزه واخیسته.
ورکه ځواني، افق، زه يې وړوکی نګین بللم، د شپې مزل، د پسرلی سپی، دورابرودر، د عسل میاشت، ورکه کوڅه، ځواني، سرکس تېرېږي، ناپېژندلي، په شپه کې ټکر، د ورکې ځوانۍ په سماوات کې، په مالت کې ورک نه شې، د شپې بوټي، غمجنه ویلا، د شپې اتڼ، کورنۍ تذکره، د تیارو دکانونو واټ او یوه ځواني د مودیانو له غوره اثارو شمېرل کېږي.
نوموړي له نیویارک ټایمز، ګاردین او پاریس ریویو سره د خپلې لیکوالۍ په اړه مرکې کړې دي، دلته له دواړو یو نچوړ يې درسره شریکوم:
مکانونه په ذهن کې خاطرې راژوندۍ کوي، څومره چې د داستان ځای دقیق وي، کيسه په ښه توګه د لوستونکي په حافظه کې ځای پیدا کوي.
ښايي د دې لپاره لیکل کوم چې زړه مې غواړي په مکانونو او اشیاوو کې يو راز ومومم، هغه څه چې نور يې نه ويني. زه د هغه راز په لټه کې يم چې د دغو مکانونو او اشیاوو په زړه کې له پخوا نه پټ پاتې دي، ډېری خلک يې نه ويني او یا هم ښايي هیڅ وجود و نه لري. داسې ډېر کم مکانونه دي چې زما زړه خپلوي، ډېرځله زه همدغو مکانونو ته سر ورښکاره کوم.
هغه ډول خيالپردازي مې خوښېږي چې د کلمې په دقیقه معنا لیکل ترېنه شاته پاتې وي. زه څو ورځې په بشپړ ډول هغه ځای ته ورځم چې دغې خیالپردازۍ پورې اړوند دی. زما له انده خيالپردازي نه شي کولای چې یوازې د اشیاوو، خلکو یا د هغو مکانونو د موقعیت د ټاکلو په اړه وي چې بهرنی وجود لري.
زه هغو لیکوالو ته حیران يم چې وايي د سهار له اتو بجو آن تر شپې پورې کار کوي. د ځان په اړه باید ووایم چې زه لیکلو ته کش نه شم ورکولای. ځکه لیکل جراحۍ ته ورته عمل دی: باید د دقت تر انتها پورې په بېړه يې ترسره کړم. زما لپاره د دقت او توجه اوج یو ساعت او یا هم یو نیم ساعت پورې دوام کوي.
تر لیکلو وروسته د اصلاح او بیا لوستلو وخت دی، چې واقعا ډېر سخت وي. جزیات اصلاح کوم او پر تکراري کلماتو کرښه کاږم.
کله چې څوک له ځوانۍ نه په لیکلو پیل کوي، د هغو لیکوالو په کارونو پر فکر کولو لیکل کوي چې په نورو نسلونو پورې اړه لري. موږ د هغوی لپاره لیکل کوو، یعنې موږ په لیکلو سره هغه څه چې هغوی غوښتل ولیکي او ووايي، فکر کوو.
زه له خپلو شخصي مصالحو څخه پر استفادې محکوم یم. خو ما تل فکر کاوه چې اتوبیوګرافیک هغه وخت جالبېږي چې موږ په کې لږ څه کیسه تزریق کړو.
د کیسې تزریقول دا اجازه راکوي چې نور (بغیر له موږ نه یو څوک) مخاطب وګرځوو او له لوستونکي سره اړیکه رامنځته شي ترڅو د یو بل چا لپاره هر څيز په بشپړه توګه په جالبو او عجیبو څيزونو بدل کړو.
دا کوم((زه)) چې زما په ناولونو کې شته، اصلا د پاتریک مودیانو((زه)) نه دی، بلکې هغه ((زه)) دی چې زه په کې ډوبېږم. لیکل هيڅکله هم زما د خپلې پېژندنې لپاره یوه طریقه نه ده، ځکه ماته دا جالبه نه ده چې کشف کړم، زه څوک یم.

برچسب: مودیانو, نویسنده: النا رستمی تاريخ: يکشنبه 14 آبان 1396 ساعت: 10:38

صفحه بندی