خرید بک لینک
ژباړه/ صديق الله بدر

جومپا لاهیري څه ډول لیکل کوي؟


جومپا لاهيري په ۱۹۶۷ کال په لندن کې زیږېدلې ده. پلار او مور يې له هغو هندي مهاجرانو څخه وو چې د امریکا په ايلنډ روډ کې اوسېدل.
د نوموړې لومړی کتاب (د دردونو ترجمان) چې د لنډو کیسو ټولګه وه، په ۲۰۰۳ کال کې د پوليتزر جایزه واخیسته. بل کتاب يې (هم نومی) نومېده چې له مخې يې يو فلم هم جوړ شو. په یادو کتابونو کې د هغو مهاجرانو پر فرهنګي مخامختیاوو بحث شوی چې د خپل اصلي ټاټوبي هند او د نوې سیمې د پردي دود او دستورونو ترمنځ بند پاتې دي.
په درېيم کتاب کې يې چې پردۍ خاوره نومېږي جومپا بیا هم هغه خپله هميشنۍ او د خوښې وړ موضوع را اخیستې خو په دومره توپير چې دا ځل يې د مهاجرانو د دویم نسل انځور کښلی، هغه نسل چې اړ دی هم د خپلې کورنۍ په سنتي ارزښتونو او هم د امریکايي چاپیریال په معیارونو او ارزښتونو ته ژمن وي.
د نوموړې یو شمېر نور کتابونه هم چاپ شوي دي خو تر ټولو نوي او وروستي کتابونه يې یوه نړۍ، لاندې ځمکه او دوزخ - جنت نومیږي چې د منتقدانو ډېره توجه يې جلب کړې ده.
جومپا خپلې زده کړې په انګلیسي ادبیاتو کې بشپړې کړې او خپله دوکتورا يې د رنسانس د مطالعاتو په برخه کې اخيستې ده.
جومپا پر پوليتزر سربېره د پن همینګوې، پن مالمود، د نیویارکر کتاب، د ګوګنهایم د افتخاري استاد، فرانک اُکانر، د ادیسون مت کاف د امریکايي هنر او ادبیاتو د اکاډمۍ جایزې هم اخیستې دي.
دلته له ځینو رسنیو سره د جومپا د مرکو لنډيز را اخیستل شوی چې په کې د خپلې لیکوالۍ او د لیکلو په طریقو غږېدلې ده.
دا چې د یوه نارینه له لید لوري لیکل کوم خپل دلیل لري. په لومړيو کې يو ډول د غور او دقت حس یا کنجکاوۍ و. زه کوم ورور نه لرم، د سترېدا په ټولو کلونو کې نارینه راته یو رازناکه موجود ښکارېده. لومړی داستان مې د (دا سپېڅلی کور) په نوم و چې د یوه نارینه له لید لوري مې ولیکه، دا کار د ازادۍ پر حس سربېره له ځوښه ډک و، پرله پسې مې درې نور داستانونه هم ولیکل چې د ټولو هغو لیدلوری نارینه و.
زه تل له ځانه دا پوښتم: ((آیا یو نارینه همداسې فکر کوي؟ او همداسې کوي؟)) په دې پوهېدمه چې د همنومي ناول اتل همداسې کوي. د دې ناول اصلي بڅرکی حقیقي او په هند کې زما د خاله د زوی په یو دوست پورې تړلی دی چې کورنی نوم يې ګوګول دی. ډېره موده کېده چې غوښتل مې د کورني نوم او سارايي نوم پر توپيرونو لیکل وکړم. پوهېدمه چې د دې خیال د راسپړلو لپاره د یوه ناول په اندازه فضا لازمه ده. دا په دوو هویتونو او دوه ټوټې معنوي دنیا کې د یوه مهاجر هلک د تجربو د بیان لپاره یوه مناسبه استعاره ده.
زه د کار د پایلې او لاسته راوړنې پر بنسټ د لنډې کیسې او ناول ترمنځ توپیر ته قایله نه یم. ځکه یو خيال یا ښه وي او یا هم نه وي. دا خیال دی چې کولای شي د اوږد، منځني او یا لنډې کيسې په چوکاټ کې انځور شي. له همدې کبله ما تل هڅه کړې چې د داستان پر ماهیت فکر وکړم.
په نثر کې ساده ګي او رښتینوالی مې خوښېږي. د داستان په نړۍ کې موږ هم د اثر له فورم او سکښت سره او هم له اغېز او مقصدیت سره مخ یو. زه له هغو لیکوالو نه یمه چې یوازې د فورم پلوي دي. زما مقصد د داستان ساده کول او روڼول دي. د بیا لوستلو پر وخت تر وروستي حده هڅه کوم څومره چې کولای شم خپل اثر ساده کړم.
زه په لیکلو کې تر اطنابه لنډيز خوښوم. که چېرته ژوند و او نور ناولونه مې لیکل، هڅه به مې دا وي چې تر مخکینیو ناولونو مې ډېر راټول او ساده وي. موږ ولې باید بې محابا او بې ضرورته د کاغذ پر مخ د کلماتو باران جوړ کړو؟ یو اثر په دې دلیل غوره او برلاسی ګڼل کېږي چې زیاده روي په کې نه وي شوې.
له لیکوالۍ سره مينې مجبوره کړم چې په تنکیني عمر حتی غلا ته مخه وکړم. د هغو الماسو د لاسته راوړلو لپاره مې چې په موزیم کې لیدلي وو، نقشه وویسته او قوانین مې تر پښو لاندې کړل او د خپل ښوونکي د میز له روک نه مې څو سپینې خط داره کتابچې راپټې کړې.
ما ته خپل هر داستان یو بهرنی هیواد دی چې په لیکلو سره يې تسخیروم او بیا له هغه ځایه ځمه. زه په خپل کار او کرکټرونو پورې تړلې يم، د نویو کرکټرونو د رامنځته کولو لپاره خپلو زړو کرکټرونو ته شا اړوم.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: يکشنبه 14 آبان 1396 ساعت: 10:38

صفحه بندی