خرید بک لینک

ژباړه/ صديق الله بدر

جیمز ام. کېن څه ډول لیکل کول؟

جیمز ام. کېن په ۱۸۹۲ کال د امریکا په مریلند کې زېږېدلی دی. هغه تر لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۹۱۰ کال د واشنګټن له کالج څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

کېن په ۱۹۱۴ کال کې ليکوالي ته مخه کړه او بیا يې د خبریال په توګه دنده پیل کړه. هغه په فرانسه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې يوې پوځي مجلې ته لیکنې کولې.

لیک رسوونکی دوه ځلې ور ټکوي د کېن لومړی چاپ شوی ناول دی چې هغه ته يې ډېر زیات شهرت ور په برخه کړ.

د کېن آثار جنايي او عاشقانه رنګ لري.

دوه چنده غرامت، میلدر پیرس، دوګونی هویت، د چل ول مینه، مهاجمه جزیره، بشپړې جنايي کيسې، حسوده ښځه، ماشوم په یخچال کې او نورې کيسې او شمېر نور د کېن چاپ شوي آثار دي.

که څه هم کېن د عمر ترپایه لیکلو ته دوام ورکړ او خپل ډېر ناولونه يې چاپ کړل خو هیڅ یو يې د هغه د لومړنیو آثارو ځای ونه ونیو.

د کېن له یو شمېر ناولونو سینمايي فلمونه جوړ شوي او نن سبا هغه تر دې چې د خپلو کتابونو له مخې وپېژنو، د سینما له لارې پېژنو.

کېن د ۱۹۷۷ کال په اکتوبر کې ومړ، دلته چې څه د نوموړي د لیکلو او لیکوالۍ په اړه درسره شریکوو، د هغې مرکې لنډيز دی، چې پاریس ریویو مجلې تر مړينې يې اته میاشتې مخکې ورسره کړې ده.

برچسب: نویسنده: النا رستمی تاريخ: پنجشنبه 21 فروردين 1399 ساعت: 10:46

صفحه بندی