لنډه کيسه: غلا

متن مرتبط با «لنډه» در سایت لنډه کيسه: غلا نوشته شده است

لنډه کیسه: د اوښکو ملګری

  • نیلوبلاگ

    د اوښکو ملګریباران ورېده. سارا د کړکۍ تر څنګ ناسته وه، سترګې یې لمدې وې. ورور یې ورو ورنږدې شو: "ولې ژاړې؟ باران خو "څوک نه ژړوي.سارا ورو وویل: "دا باران نه دی… زما سترګې "ووري.ورور یې له جېبه دستمال راویست او د هغې اوښکې یې پرې وچې کړې.— ښه ده، زه به دا وساتم. که بیا غم درته مخه کړه، ورته وایو چې ته ملګری لرې.سارا موسکۍ شوه. د باران څاڅکي او د هغې وروستۍ اوښکه په دستمال کې ګډ شول.۱۴۰۴.۵.۲۴...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: بې‌سکونه چوپتیا

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه:بې‌سکونه چوپتیا باران د کړکۍ ښیښه وټکوله. ډېوه د کړکۍ ترڅنګ ولاړه وه. چای‌یې په لاس کې یخ شوی و، خو کاته‌یې لا هم ګرم وو.د وره غنګا شوه، مور یې غلې کوټې ته راننوته:"لا هم هېڅ نه وایې؟ لورې، لږ وغږېږه، خبرې وکړه.ډېوې له یوې ترخې موسکا سره ورو وویل: "مورې... یو وخت به چوپتیا سکون راکاوه، خو اوس؟ اوس راته یوه سزا ښکاري.مور لږ ور وړاندې شوه:"چوپتیا خو پخوا هېڅکله دومره درنه نه وه..."ډېوې یوه ژوره ساه واخیسته:"هو... خو اوس داسې احساسوم، لکه هغه خبرې چې ما باید کړې وای، و نه کړې... اوس وخت ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: نیمګړې مینه، نیمګړې کیسه

  • نیلوبلاگ

    کیسه د شعر په بڼهنیمګړې مینه، نیمګړې کیسه هغه یې خوښېده،بې‌قید و شرطه، بې‌منته.ته وا، خپل ټول شتون یې د یوې نګاه، یوې خوږې موسکا او یو نري غږ لپاره وقف کړی و.خپله مینه ورته پوره ښکارېده،لکه هغه شعر، چې وزن او قافیه‌یې هېڅکله نه ماتېږي.خو ژوند…ژوند تل له نیمګړو کیسو سره ډېر عاشقانه چلند لري.هغوی د مینې لاس نیولی و،خو هر وار چې پای ته نږدې کېدل،تقدیر بڼه اړوله.اوس،هغه پاتې دی،او هغه عکس، چې پر شونډو یې خوره موسکا زړونه سکونډي.او یو زړه،چې هره شپه تر سهاره، له نیمګړې کیسې سره په ویښه تېروي…یوه پور...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: د وچو اوبو پر ژۍ

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه:د وچو اوبو پر ژۍ لعل جان د کلي وروستی کس و چې لا هم زړه یې له خپل ټاټوبي نه شکېده. نور ټول کډه شوي وو. کوڅې له دوړو ډکې وې. د جومات ملا له دوو جمعو راهیسې نه و راغلی.څاه، چې د کلي د منځ سترګه وه، اوس یې کاته وچ وو. د ډبرو له منځه به نور یو څاڅکی هم نه راوت. ماشومان له تندې داسې ژړل لکه جل وهلې سپرغۍ چې د باران چیغې وهي.نازو، د لعل جان مېرمن، له څلورو ورځو راهیسې دواړه پښې په یوه موزه کړې وې او ويل يې: "سړیه، نور نه کېږي! کلی نور پاتې بوله!"لعل جان نور خپلې اوږې درنې احساسولې. هر سهار ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: چای

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه:چای کله چې په سپوږمۍ کې د څوارلسمې څنډې اوسېدونکی شوم، هوا یې یخه وه خو همیشه یې بهار رایاداوه.یو کوچنی ماشین مې درلود، هره ورځ یې د ځمکې یوه خاطره چای ته اړوله.ما په پیاله کې چای ته کتل. ختونکی تاو یې د خپل کلي د ګرمې نانوایۍ وره ته ودرلم چې خلاصېدو سره یې، کلی د تازه ډوډۍ خوږ بوی په سر اخیسته.ځان سره مې وویل:«کاشکې دغه چای یوازې خوشبویي درلوده، نه یادونه.»ماشین ته مې وکتل، ویې ویل:«دا خاطره نه ده، دا ژوندی ذهن دی. دوه ځایه اوسېدل دي.»د چایو پیاله مې بیا ډکه کړه، سپوږمۍ په ډډه واوښته...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: خړ سیوری

  • نیلوبلاگ

    خړ سیورید خندا غږ یې، په نري شمال کې، له شنو ونو هم خوږ و. غوټۍ نومېده. خلکو ویل، هغه د ښاپېریو له ټبره ده. کله چې به غوټۍ خپه وه، سپین بازان به یې پر بام کېناستل. خو غوټۍ به دا خبره نه منله: "زه بشر یم، خو زړه مې… زړه مې شاید له بلې نړۍ دی." غوټۍ په یو ځوان مئینه وه چې کله کله به یې دلته راپېښه کوله. هغې ایاز باله. ایاز هر ځل به داسې ایسیده لکه چې همدا شېبه له اوږده خوبه راویښ شوی وي.د ایاز له راتګ سره به دواړه، ډېر وخت د سیند پر غاړه ناست وو. بره د اسمان په سپينو ورېځو کې به یې ځان ته کورګکي ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: هنداره

  • نیلوبلاگ

    کیسه‌ګۍ:هنداره په زړو توکو پسې روان هلک، د تنګې کوڅې پای ته رسېده.په کراره کراره یې قدمونه اخیستل. پښې یې لوڅې وې، وېرېده چې پر څه و نه لګېږي.هر څو ګامه وروسته، پر اوږه یې درنه بوجۍ سموله.د نهیليو په توپان کې، د یو زوړ، درز شوي دیوال ترڅنګ ودرېد.پر مخامخ دېوال لګېدلې هندارې یې نظر خپل کړ.هنداره کې یو بل هلک ولاړ و.پاک، ښکلی یخن‌قاق او پتلون یې په ځان و.د ښوونځي بکسه یې پر اوږه او خوله یې له موسکا ډکه وه.هلک خپل ځان ته وکتل: څېرې جامې، خړه‌پړه څېره، له دوړو ډکه.حیران و. ورو یې تر شونډو لاندې ووی...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: ورک ماشومتوب

  • نیلوبلاگ

    ورک ماشومتوبجلکۍ، له جبري کډې کولو، کلونه وروسته، راګرځېدلې وه. لاس یې پر زنګ خوړلې بټنه کېښوده، خو نه د دې لپاره چې څوک ور پرانېزي، غوښتل یې د تېر وخت غږ واوري.ورو یې له ځانه سره وویل: " که لا هم دلته څوک وي، غږ به مې وپېژني؟"هغه ور چې یوه ورځ په شوق خلاصېده، اوس غلی و او تر شا یې له کلونو تر دوړو لاندې خاطرې پټې وې.ماشومتوب یې په ذهن کې په ترپکو شو: "ولې دومره وځنډېدې؟"هغه د چا لیدو لپاره نه وه راغلې، غوښتل یې ځان ته غاړې وځي، له هغې ورکې ماشومې سره چې همدلته، د همدې وره تر شا، ورنه هېره شوې ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: سوځېدلی خیال

  • نیلوبلاگ

    کیسه‌ګۍسوځېدلی خیال ملابانګ راویښ شوم، کوټه کې هیڅوک نه وو. بسترې ته مې وکتل، زه هم نه وم. ښیښه کې، هېڅ انځور نه ښکارېده.د کور دروازې خلاصې راکتلې، خو نه څوک تلل او نه راتلل. کوټه تشه وه، حتی له ما.غږ مې وکړ، خو خپل غږ مې وانه ورېد. سیوری مې هم نه و، له لاسونو مې حس ختلی و. یوازې یم، خو یوازیتوب هم نه وایي چې درسره یم.غوږونو کې مې بونګهاری شو: "ته نور نشته یې."په غوږونو مې لاس کېښود، احساس مې وکړ چې هغه غږ زما و... هغه زه وم، یو سوځېدلی خیال.۱۴۰۴.۴.۵...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: عزت

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسهعزتد ده بوري څلورلاري ته يې نږدې اندېښمنه ها خوا دېخوا وکتل او یو دم يې موټر له عمومي سرک نه اکسوس خپرنځي ته نږدې کوڅې ته تاو کړ. څو سورلیو پرې غږ وکړ: (( ولې داسې تاو شوې. چېرته مو بیایې؟))ډرېور ته زنګ راغی. موبایل يې غوږ ته کړ: ((ښه، ښه. کور ودان چې و دې ویل، سهي ده پل سرخ څخه نه د شورا سرک نه وځم.))موبایل يې چې بند کړ، لږ څه يې شاته مخ ورکوږ کړ او ويې ویل: ((خدای دې خیر کړي، ښار ته مو بیایم.))له درېیمې څوکۍ یوه سورلي غږ وکړ: ((که موږ درته ویلی چې داسې ځه والله که په عمر کې هم لاړ شې. سل بهانې راوړې او زیاتې پیسې غواړې.))ډرېور په خندا وویل: ((هو، سمه خبره کوې، لږه ستونزه وه.))آرتل پله ته نږدې له ځان سره وبوګنېد: (( اوه، خدایه! اوس دوی سره څه وکړم. د وتو لار هم نشته...))څنګ سېټ ک...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: غریو

  • نیلوبلاگ

    غریولنډه کیسهد نیکه له غږ سره مینه په منډه حویلۍ ته ووته او په یوه ساه لګيا شوه:(( بابا! پلار جان کله راځي؟))هغه په غېږ کې را اوچته کړه: ((د بابا ښایستې ځان تیار کړه چې بازار ته ځو.))مینې د نیکه له مخ نه مچو واخیسته: (( زنده باد بابا جان))هغه په وچولي ښکل کړه او بیا يې خپلې نږور ته چې خواشینې د سوپې په سر له خپلې خواښې سره ناسته وه او خپل دوه میاشتني ځوی ته شیدې ورکولې، وویل: (( ته هم راسره لاړه شه مینو ګلې ته باید ښکلې بکسه، کتابچې او بوټان واخلو چې د مکتب لومړۍ ورځ په خوشالۍ پیل کړي.))مینې کوټې ته منډه کړه. مور او نیکه يې هم ورپسې شول. مینه هیندارې ته ودرېده او مور ته يې ږمنځ ورکړ: ((هله! ژر یې را ږمنځ کړه چې ناوخته کېږي.))نیکه ته زنګ راغی. له خپل بغل جېب نه يې موبایل را و ایست او کړکۍ ت...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: بډوډي

  • نیلوبلاگ

    بډوډي رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه u200eدې ويښه تېره کړه.شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جیب ته یې لاس کړ، یو زوړ شکېدلی شلګون یې را وویست. کلک یې په موټي کې ونیو او د هغه دوکان خوا ته وخوځېد چې له لرۑ یې په نښه کړی و. دوکان ته ننوت. د کمپيپوټر شاته د ناست هلکي په غوږ کې يې څه وویل. هلکي ورته کړل: لیکل او پرنټ یې دواړه لس افغانۍ کېږي.هغه شلګون نور هم په خپل موټي کې کلک کړ او تر لنډ سوچ وروسته یې وویل: " سهي ده، خو لږ بېړه وکړه چې راباندې ناوخته نه شي".هلکي د کمپیوټر پر کیبورد ګوتې تیرې کړې او تر څه لیکلو وروسته يې پرنټر ته لاس ور اوږد کړ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: شنډه

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسهپر دېوال د خپل خاوند راځړېدلي تصویر ته تر څو ځلې مایوسه کتلو وروسته، اوښکې اوښکې سترګې له نانځکو څخه ډکې المارۍ ته ودرېده. سر نه تر پایه ټولې نانځکې یې له نظره تیرې کړې. پر شونډو يې موسکا خوره شوه، نېغه ودرېده، د المارۍ له پاسني روک نه یې تر ټولو وړه نانځکه راواخیسته او له ښکلولو سره یې سینې ته جوخته کړه.د خپل خوب تخت ته راغله. په ښي اړخ پرېوته، د نانځکې سر یې پر خپل مړوند کېښود او کرار کرار د نانځکې د ژېړو ویښتانو په نازولو بوخته شوه. نږدې ماښام خاوند يې کوټې ته ننوت. تخت ته په ور نږدې کېدو، ورټيټ شو او د هغې تر نانځکې لاندې لاس يې ښکل کړ. د تخت پر څنډه هغې ته نږدې کېناست. کله يې نانځکې او کله يې خپلې مېرمنې ته کتل. پر شونډو يې موسکا خوره شوه خو یو دم یو سوړ اسویلي يې وکېښ. د خپل...

    ادامه مطلب
  • لنډه کيسه: دوا

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه/ صديق الله بدر دوا درد مې چې کرار کرار راکم شو، د ناروغانو په لاس کې د دواګانو د غټو پلاستیکونو اندېښنې پسې واخیستم. له ځان سره لګیا شوم: تکلیف مې ډېر دی، ډاکتر به ما ته هم، همدومره ډېره د...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: عکسونه

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه/ صديق الله بدر عکسونه د خپل کوژدن نوي عکسونه يې چې نن په پوهنتون کې خپلې ندرور ورکړي وو، څنګ په څنګ د مېز پر سر کېښودل. ډېره شېبه ورته ځير وه، د زړه له یو ډول خوږ سره د دغو عکسونو کتل خوند و...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: سګرټ

  • نیلوبلاگ

    کیسه سګرټ له لرې يې، په ځير ځير، د هلک لاسونو ته کتل. هغه چې رانږدې شو، شونډې يې وېړې شوې: (( انتخاب مې غلط نه دی، خبره مې پر ځمکه نه غورځوي.))هلک سلام ورکړ: (( خوشاله يې، څه کیسه ده؟))- هو خوشاله یم،...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: درد

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه/ صديق الله بدر درد د پوهنتون په چمن کې نجونې بیا ترې راتاوې شوې. یوې وپوښتله: د مودو ورکې غمجنې! دا دې څه راوړي چې دستکول یې دومره درته پړسولی؟بلې ورغبرګه کړه: هله ژر شه که خوراکه وي، همدا ی...

    ادامه مطلب
  • لنډه کيسه: جنون

  • نیلوبلاگ

     کیسه ګۍ/ صديق الله بدرجنوننجلۍ تلفون بند کړ، د کوټې په بر کونج کې يې د زوړ کټ پر سر د واده جامو ته بد بد وکتل او يو ناڅاپه په ژړا ژړا کې په خندا شوه. مور يې ترې وپوښتل: څه کیسه ده، چا سره غږېدې؟- هغه و...د نجلۍ رنګ سور واوښت خو خبره يې له خولې وتې وه، ورغبرګه يې کړه: سالم زنګ وهلی و.مور يې ترهېدلې ورته وکتل: لورې! هېر دې کړل، ته اوس د بل چا شوې يې، که قومندان وپوهېږي؛ هم به هغه په زندان کې ووژني، هم به زموږ ورځ توره کړي.مور او لور غاړې وتل. ښه شېبه يې وژړل. نجلۍ د مور په ولي سر تکیه کړ: هغه اوس په دولتي زندان کې دی، قومندان پرې څه تور لګولی. ډېر به بندي پاتې شي.- نو ستاسو خبرې او ستا خوشحالي څه معنا؟نجلۍ بیا موسکه شوه: هغه ویل چې په زندان کې د بند او خلاصون په ځای، ما یادوي.۱۳۹۶.۱۱.۱۴ ...

    ادامه مطلب
  • لنډه کیسه: واده

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه/ صديق الله بدر واده کال وروسته يې د هغې ايميل تر لاسه کړ. په بېړه يې پرانست: ((جاوید جانه سلام. زه ښار ته نه شمه راتلای، ښايي دا زما وروستی ایمیل وي. زموږ دا ډېره موده کېږي چې خپل کلي ته تللي یو، ریباران مې زیات شوي، مالدار او ټوپکوال راپسې دي. یوه کورنۍ داسې هم په کې ده چې زوی يې بهر کې دی، ښايي هغه ته مې ورکړي. هغوی فقط یو ځل راغلي، زوی يې بهر کې اوسېږي، پلار مې ورسره پېژني، وايي ښه ک...

    ادامه مطلب
  • لنډه کيسه: غلا

  • نیلوبلاگ

    لنډه کیسه غلا ساعت ته مې وکتل، د شپې دولس نیمې بجې وې. خپل خاوند مې راویښ کړ: پاڅه! چې څوک دروازه ټکوي. دواړه دالېز ته ووتو. مور مې هم په چټکۍ له مخامخ کوټې راووته: خدای دې خیر کړي. خپل خپلوان خو مو لا دلته بلد نه دي. د مور دې خبرې اندېښمنه کړم او له ځانه سره لګیا شوم: رښتيا هم لا لس دولس ورځې نه کېږي چې دې سرای ته راغلي يو. نو څوک به وي؟ دروازه درګرده ټکېده او یو غږ ورسره مل و: پولیس یو. دروازه...

    ادامه مطلب