لنډه کيسه: غلا

ساخت وبلاگ
غریولنډه کیسهد نیکه له غږ سره مینه په منډه حویلۍ ته ووته او په یوه ساه لګيا شوه:(( بابا! پلار جان کله راځي؟))هغه په غېږ کې را اوچته کړه: ((د بابا ښایستې ځان تیار کړه چې بازار ته ځو.))مینې د نیکه له مخ نه مچو واخیسته: (( زنده باد بابا جان))هغه په وچولي ښکل کړه او بیا يې خپلې نږور ته چې خواشینې د سوپې په سر له خپلې خواښې سره ناسته وه او خپل دوه میاشتني ځوی ته شیدې ورکولې، وویل: (( ته هم راسره لاړه شه مینو ګلې ته باید ښکلې بکسه، کتابچې او بوټان واخلو چې د مکتب لومړۍ ورځ په خوشالۍ پیل کړي.))مینې کوټې ته منډه کړه. مور او نیکه يې هم ورپسې شول. مینه هیندارې ته ودرېده او مور ته يې ږمنځ ورکړ: ((هله! ژر یې را ږمنځ کړه چې ناوخته کېږي.))نیکه ته زنګ راغی. له خپل بغل جېب نه يې موبایل را و ایست او کړکۍ ته نږدې ودرېد: (( بلې قاضي صاحب! سلام. ...کور ودان...))غریو ونیو، سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. یوه ژوره ساه يې واخیسته: (( نه نه! قاضي صاحب! شپږ میاشتې نه. پوره کال يې بند کې وساتئ... هو! یو کال... چې عقل يې سر ته راشي. هلته به هم له نېشو خلاص وي او هم به یو کار و کسب زده کړي... هو مرکزي زندان ته يې بوځئ، که راته نږدې وي، تګ راتګ به ورته زیات وي... مننه، مننه.))مینې په چیغو د هغه په خوا ور منډه کړه او تر لاسونو يې کلک ونیو: ((تا ویل پلار جان کابل کې دی. تا خو بندي کړی. ولې بابا ولې؟))۱۴۰۲.۲.۹ +ليکل شوی په ۱۴۰۳/۰۲/۱۲ ساعت 9:24 AM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 12 تاريخ : پنجشنبه 20 ارديبهشت 1403 ساعت: 11:05

له تا سره تر مخه ښې وروستهیوازنی شی چې هيڅکله به يې نه هېرومتر سترګو ولاړ لامده باڼه به مې ويچې تا به را یادويکه زه خوشاله وم او که خپګان ترلاسه نیولی به ومهمدا پرون زوی مې له ما نه پټ پټله خپلې مور سره د خپلې مينې او مئينتوبکیسې کولېپه دې خوشالۍ کې چې زوی مې ستر شوی باڼه مې لامده شولاو ته رایاده شویپه زوی مې زړه درد وکړ۱۴۰۱.۸.۲۹«««««««««««««جنګ که څومره بد هم دی جنگ د سترګو خوښ مې دیدې جنګ‌کې په سترګو کې ټوله سوله ســــــــــــــوله وي۱۴۰۱.۸.۲۳«««««««««««««لا د سیند له څپو خروشاوډوبېدو نهپه څه نپوهېږمزهتازه همدا اوسد ساحل غاړې ته رسېدلی یمیوازې سیند پېژنم د مینې کار دی ډېره سخته ده چې څوک دېدا و واييزړه چې غوښته چې ډوب شي هلته يېتهلېدلې وې۱۴۰۰.۸.۲۶«««««««««««««دلته او هلتهپه هر ځای کې دې لټومنپوهېږمولې دا گمان کومچېپه دې باور یمته همدومره ډېره یې اوآیینهد آیینې مخې ته ولاړه یې۱۴۰۱.۸.۲۵«««««««««««««باران مې خوښېږيخو پر لارې مې هم زړه درد کويد پلیو په بوټانو کې به يېغوښې نښتې وي ۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««چېتا غوندې شيځان به هغسې سینګار کړيخو له خپلو وړو سترگو سره بهڅه کوي۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««کاش پوهېدم ته هم رښتیا راسره مینه لرېلږ ډېر به مې د نن لپاره مینه کول درسره ساتلي وو۱۴۰۱.۸.۲۴«««««««««««««هر څوک به خپلې خوښې ته پرېږدوته له ما سره مینه وکړهزه به له تا سره مینه کوم۱۴۰۱.۸.۲۳«««««««««««««خوله مې اوبه کويدعا مې کړې وهچې د اننګیو باغچه دېالوچې راشنه شي۱۴۰۱.۸.۲۲«««««««««««««درد به لريخو پرهرونه دومره بد هم نه ديڅړیکې يې نه مې پرېږديچې ته راشېاو زه خوب تر لاس نیولیچېرته وړی یم۱۴۰۱.۸.۹«««««««««««««ته د شونډو په کونج کېراته موسکۍ شوېچا ګناه وبللکاش مینه همیشه همداسېثوابي شي۱۴۰۱.۸.۲« لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 30 تاريخ : جمعه 4 اسفند 1402 ساعت: 14:02

ډرامه څه شی ده؟صدیق الله بدرډرامه هم کیسه ده، خو ډرامه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.مکالمه یا ډیالوګ د ډرامې اصلي برخه جوړوي او له دې کبله په کار ده چې ښه استحکام ولري، ځکه کېدای شي له يوې وړې تېروتنې سره دړې وړې شي. د ډرامې ديالوګونه معمولا لنډ او ساده وي، اوږده او پېچلي الفاظ د ډرامې د هدف د ښه درک کولو خنډ ګرځي. ادبپوهان د ډرامې د ډيالوګونو پر خوږوالي او محاوروي انداز ټينګار کوي. خو په ډرامه کې تر هرڅه لومړی طرح یا پلاټ مهم توکی ګڼل کېږي. د ډرامې طرح؛ د متن د اساسي پیکرې سکلېټ دی. هرڅومره چې طرح قوي وي په هماغه اندازه په لوستلو او اجرا کولو کې د متن کاميابي تضمينېږي. ليکوال باید د طرحې د قوت لپاره په طرح کې د علت او معلول اړيکي، د طرحې او په ډرامه کې د موجودو عناصرو فني جوړښت، د صحنو ترکيب بندۍ یا د پېښو رامنځته کولو، کرکټرکښلو او د ژبې ټاکلو ته توجه وکړي.کله چې د يوې ډرامې لپاره مو خپله طرحه چمتو کړله، په کار ده چې د هغه داستان لکه د يوه واقعي تمثيل يا اجرا لپاره پخپل ذهن کې پلي کړو. طرحې ته د ډرامه يي جوړښت ورکولو لپاره بايد ځينې مرحلې عملي شي. ډرامه ليکونکي په دې نظر دي، چې دغه طراحي له يوې مقدمې سره پیلېږي او له کرکټرکښنې، غوټه ورکولو، تلوسې، ټکر او اوج سره پر مخ ځي او له يوې پايلې سره پای ته رسېږي. مقدمه:لیدونکو ته د لومړنيو معلوماتو ورکول، د ډرامې مقدمه یا سریزه ده. په پښتو ادبیاتو کې دې مقدمې یا سریزې ته پیژندګلو هم وایو. کله کله دغه مقدمه له يوې پيښې سره پيلې لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 67 تاريخ : دوشنبه 24 مهر 1402 ساعت: 14:33

بډوډي رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه ‎دې ويښه تېره کړه.شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جیب ته یې لاس کړ، یو زوړ شکېدلی شلګون یې را وویست. کلک یې په موټي کې ونیو او د هغه دوکان خوا ته وخوځېد چې له لرۑ یې په نښه کړی و. دوکان ته ننوت. د کمپيپوټر شاته د ناست هلکي په غوږ کې يې څه وویل. هلکي ورته کړل: لیکل او پرنټ یې دواړه لس افغانۍ کېږي.هغه شلګون نور هم په خپل موټي کې کلک کړ او تر لنډ سوچ وروسته یې وویل: " سهي ده، خو لږ بېړه وکړه چې راباندې ناوخته نه شي".هلکي د کمپیوټر پر کیبورد ګوتې تیرې کړې او تر څه لیکلو وروسته يې پرنټر ته لاس ور اوږد کړ. پاڼه يې له پرنټر نه را واخیسته او رستم ته يې ورکړ. رستم پاڼه تاوه کړه او همدا چې هلته د میز پر سر له ایښي شکاستیپ نه یې یو څه له خپلې شهادت ګوتې تاو کړه، په منډه له دوکانه ووت. شاه دوشمشېره ته چې ورسېد، ‎پښه نیولی شو: "مستوراتو ته ورشم‎، که ابن سینا ته؟"تر لنډ سوچ وروسته مخ پر جادې وخوځېد: " دې ورځو کې پر مستوراتو ډېر خلک رامات وي، اول همدلته ځم. "د لارې په اوږدو کې د خلکو شور او جگو غږونو بیا د خپلې لورکۍ له درده بیگاني زگېروي ور په یاد کړل. ګامونه يې ورو شول. د خپل ښي لاس پر لستوڼي یې خپلې اوښکې پاکې کړې او د لسو دقیقو لاره یې شلو دقیقو کې ووهله. روغتون ته په رسېدو، شاوخوا ته یې په ځیر ځیر وکتل. د روغتون له وره سره نږدې پایې ته ودرېد. پاڼه یې له جیب نه را وکښله او تر شونډو لاندې لګیا شو: "که د وخته خلاص شوم، خامخا کور ته ځم، که پاتې شوم بیا یوه پلمه به وکړم".اوږده ساه يې واخیسته: "کور ته پ لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 53 تاريخ : شنبه 14 مرداد 1402 ساعت: 19:11

د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟په کيسه ليکنه کې؛ که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی؛ په تېره بيا هغه موضوع، چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي. پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري اصلوبو مراعتول دي. د دې خبرې معنا دا ده، چې هره کيسه بايد د خپلې موضوع په بنسټ کيسه ييزه ژبه ولري. د کيسو کره کتونکي پر دې اصل ځکه ډېر ټينګار کوي، چې زموږ د ډېرو کيسو ژبه ډېره اوږده او مقاله يي وي او لوستونکي ترې د کيسې پوره خوند نه شي اخستلای. ماشومانو ته کيسه ليکل خپل ځانګړي خصوصیات لري، چې ليکوال يې بايد مراعت کړي. کره کتونکي وايي، چې تر ممکنه حده پورې بايد د ماشومانو په کيسو کې له کمو او ډېرو معمولو کلماتو استفاده وشي. دا اړتيا هغه وخت ډېر احساسېږي، چې د عمر په نسبت ماشومانو ته کيسې وليکل شي. ايمل پسرلي پخپله يوه ليکنه کې، چې په تاند ويبپاڼه کې خپره شوې؛ وايي، چې د ماشومانو د عمر او د هغوی د درک د قوې په پام کې نيولو سره بايد هغوی ته کيسې وليکل شي. هغه د عمر مرحلې له دريو تر پنځه کلنو، له پنځو تر نهو کلنو او له لسو تر پنځه لسو کلنو پورې وېشلې دي. د ايمل پسرلي په باور له دريو تر پنځه کلنو پورې کيسې بايد ډېر ساده او ماشوم ته د هضمولو وړ وي. د دې عمر کيسو لپاره د نثر مسجع والی، د جملو لنډوالي او د رنګه تصويرونو په کښلو هم ټينګار کېږي. دلته بله مهمه خبره دا هم کېږي، چې د دغه عمر ماشومانو ته نباید، چې وېروونکې کيسې ولیکل شي، لکه د ديوانو او پریانو، ځکه د دوی پر ذهن بده اغېزه کوي او په نهایت کې د بدۍ احساس په کې قوي کېږي. له پنځه کلنو تر نهه کلنو پورې ماشومانو ته ښايي هغه ډول کيسې و لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 51 تاريخ : شنبه 14 مرداد 1402 ساعت: 19:11

انځورانځورگر د سوځول شویو ونو ویر پسې اخیستی دی. د یوه ښاخ په راپاتې سکاره یې د ښار پر یو غټ دېوال یوه مرغۍ انځور کړه. د مرغۍ له سترگو اوښکې بهیږي. انځورگر چې له هغه ځایه پل واخیست، یو چا تر انځور لاندې وکښل: "ښکلی اثر دی خو په کښلو سره یې د ونې وروستۍ نښه هم له منځه لاړه."۱۴۰۰.۱۰.۲۲ +ليکل شوی په ۱۴۰۱/۱۱/۰۱ ساعت 2:2 PM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 100 تاريخ : شنبه 8 بهمن 1401 ساعت: 18:54

غږ له خپل کټ سره، چې له خوبونو او خاطرو ډک دی، عادت شوی. نیمه شپه آن کله کله سپیده دم هم له محفلونو، مجلسونو او میلمستیاوو په خپل کټ کې د خوب لپاره کور ته راځي.نن هم د ملا له آذان سره له یوه لرې ځایه له میلمستیا نه تر راستنېدو سم له واره پر کټ وغځېد.یو تت غږ یې د زړه غوږونو ته لاره وکړه:"ویده یې؟"اړخ بدلوي او وایي:"نه." خو ویده دی. په خوب کې گوري چې یوازې دی او په خپل ځان کې ژوند کوي.اړخ بدلوي. لا هم یوازې دی. تک یې تنها دی. غږېږي: غواړم له خوبونو سره د بیدارۍ پر پوله واوړم. له هغې پولې چې لمر څرک یې ستا غږ دی.ستونی ستغ پرېوزي:" غږ راوکړه."۹۵.۶.۹ +ليکل شوی په ۱۴۰۱/۱۱/۰۱ ساعت 2:4 PM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 88 تاريخ : شنبه 8 بهمن 1401 ساعت: 18:54

ډاډد څلورو پنځو هلکانو په لیدو نوره هم خپل خاوند ته ورنږدې شوه. خپلې پنجې یې د هغه په پنجو کې ورکلکې کړې او هسکه هسکه پر لاره وخوځېده. خپل خاوند ته په ځیر کېدو موسکه شوه. خاوند یې پر هغې نجلۍ سترګې ګنډلې وې چې د سړک پورې غاړه خرامانه روانه وه. هغې یو نیم نظر ده کتل چې خوله ورته چینګه چینګه کوي.۱۴۰۰.۱۰.۲۳ +ليکل شوی په ۱۴۰۱/۱۱/۰۱ ساعت 2:5 PM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 91 تاريخ : شنبه 8 بهمن 1401 ساعت: 18:54

لنډه کیسهپر دېوال د خپل خاوند راځړېدلي تصویر ته تر څو ځلې مایوسه کتلو وروسته، اوښکې اوښکې سترګې له نانځکو څخه ډکې المارۍ ته ودرېده. سر نه تر پایه ټولې نانځکې یې له نظره تیرې کړې. پر شونډو يې موسکا خوره شوه، نېغه ودرېده، د المارۍ له پاسني روک نه یې تر ټولو وړه نانځکه راواخیسته او له ښکلولو سره یې سینې ته جوخته کړه.د خپل خوب تخت ته راغله. په ښي اړخ پرېوته، د نانځکې سر یې پر خپل مړوند کېښود او کرار کرار د نانځکې د ژېړو ویښتانو په نازولو بوخته شوه. نږدې ماښام خاوند يې کوټې ته ننوت. تخت ته په ور نږدې کېدو، ورټيټ شو او د هغې تر نانځکې لاندې لاس يې ښکل کړ. د تخت پر څنډه هغې ته نږدې کېناست. کله يې نانځکې او کله يې خپلې مېرمنې ته کتل. پر شونډو يې موسکا خوره شوه خو یو دم یو سوړ اسویلي يې وکېښ. د خپلې مور خبره وریاده شوه چې له تېرو پنځو کلونو هره ورځ بیا بیا ورته وايي: ((تر څو به دې شنډې ته ناست يې؟))لکه چې ادې يې مخې ته ناسته وي، ويې ویل: ((ادې! ګناه د همدې شنډې ده، وايي شرم دی، نه مې پرېږدي چې درته ووایم، ستونزه په ما کې ده.)) +ليکل شوی په ۱۴۰۰/۰۷/۰۱ ساعت 9:31 AM ليکوال صديق الله بدر  |  لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 116 تاريخ : سه شنبه 14 تير 1401 ساعت: 8:49

د وږي له ۶ د کال ترپایه شعرونهما ته ډېره خوږه یېغواړم وپوهېږمرښتیا همدومره راسره مینه لرې۱۴۰۰.۱۲.۲۴««««««««««««««نپوهېږم ښايي لویه تېروتنه مې همدا وهچې ټول عمر مې له هغو خلکو سره وخندلچې سترگې یېزما د زړه پر ماتېدو‌ لمدې نه شوې۱۴۰۰.۱۲.۲۴««««««««««««««وخانده!گلونه چې و نه سپړېږيپه پسرلي د چا باور نه راځي۱۴۰۰.۱۲.۲۲««««««««««««««زه، نېکمرغه یممینه د هر چا په برخهنه رسېږي۱۴۰۰.۱۲.۲۱««««««««««««««ته چې پر ما باور ولرېاو زه درسره مینه وکړمڅه وایې:نېکمرغهبه نه یوو؟««««««««««««««هغه ده ستړې چې زه ډېر غږېږماو زه ډارېږم چې ژر لاړه نه شي۱۴۰۰.۱۲.۱۶««««««««««««««ته شعر یېهره ورځ ښکلې کېږي۱۴۰۰.۱۲.۱۳««««««««««««««د زمان پر ولیود تندې تابوت یمورو مې لېږدويویرېږي چېد سیند هدیرې ته تر رسېدو مخکې مات نه شم۱۴۰۰.۱۲.۲««««««««««««««ډاډه اوسهته چې نه اوسېڅوک به په کې نه ويځکه ته چې نه اوسېزړه به مې هم نه وي۱۴۰۰.۱۱.۲۹««««««««««««««له تا سره په اوسېدو کې چې ځمکه ځای نه ورکويپرون شپه ټوله شپه ستا د یادونوکوربه وکله چې یادونو دې مخ واړاوهاو له ځانه سره یوازې پاتې شود ځان لپارهیو سوړ او شړ زندان وله مودو نه داسېزړه مې پر ځان سوځېږي۱۴۰۰.۱۱.۲۷««««««««««««««ژوند ښکلی دیخو دا ښکلاستا ښکلا ته نه رسېږيځکه خو زه له تا سره مینه لرم۱۴۰۰.۱۱.۲۷««««««««««««««د ژوند ښکلی کولیوه پلمه غواړيله خدای نه شکرگذاره یماو له تا خوشاله یمخدای ته را هست کړېاو تا پر خپلو شونډوخندا شنه کړه۱۴۰۰.۱۱.۲۶««««««««««««««خپله نېکمرغي مېچې برخې برخې کړهما ته څه پاتې نه شولغم د کتار په سر او اخر کې ولاړ واوس چې غواړمخپله زړه تنگي و وېشمڅوک نشته ټوله به بېرتهپه خپله اخلم۱۴۰۰.۱۱.۲۶««««««««««««««نن شپه د یو بل د لیدو په انتظار کې تېرووسبا ته به لنډه کيسه: غلا...ادامه مطلب
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 147 تاريخ : سه شنبه 14 تير 1401 ساعت: 8:49